18 فبراير 2007

رومی Tomato

رومی Tomato





درومیانو فایدې

اشتها خلاصوی، طبیب او ډاکتر درومیانو په خوړلو او دهغه داوبو په چښلووهغو کسانو ته امر کوی چې دروماتیزم ، نقرس ( دپښوبجلوکو درد) دپښتورګې ډبری ، دبولواو مثانې ریګ ، او دبندونوالتهاب ناوغې لری ، درومی کامل ( اوبه ، پوستکې ، او مندکې ) ټوله خوړل دی ولی چی درومې پوستکې دنرې کولمو حرکت اسانه کوی او هغه مواد چی په نری کولمو کی وراسته شوی وی هغه خارجوی ، رومې نرم دی او پوستکې په نرې کولمو کی نه جزبیږی دغټو کولمو ته چې ورسیږی نو هغه فضول مواد مات او ټوټه کړی ددی سببه دهغو کسانو دپاره ډیر فایده کوی چې دقبض ناروغۍ لری ، هغه کسان چې دمعدی تیزاب یې ډیر وی دهغو دپاره فایده کوی ، وېنه قوی کوی دهغو کسانو دپاره چې دوېنې دفقر په ناروغې اخته وی او یا خپله وېنه وبل ناروغ ته ورکړی او بیا رومیان وخوری ډیره فایده ورته کوی، هغه کسان چې دزړه ، شګر ، او چاغوالی ناروغې لری وهغو فایده کوی ، ماشوم اود ډیر عمر کسانو ته ښه فایده کوی ، درومیانو اوبه هغه مکروب چې وجسم ته فایده کوی په ګیډه او کولمو کې سالم ساتی ، دری ګیلاسه اوبه او یو ګیلاس درومی اوبه که سهار په نهاره وچښل سی 90 ورځی ډیر ښه رژیم دی

په 100 ګرامه تازه رومې کی لاندی مواد وجود لری :

اوبه94.1ګرامه، پروتېن1 ګرامه، غوړ0.3 ګرامه، کاربون هیدرات4 ګرامه ،توپاله 0.6 ګرامه وېټامین ، تریو نیکوتنک0.6 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.1 ملیګرامه ، تریو ستریک390ملیګرامه، تریو اوکسالیک0- 5 ملیګرامه ، صودیم4 ملیګرامه ، پوتاشیم268 ملیګرامه ، کلسیم11 ملیګرامه ، فوسفور27 ملیګرامه ، ګوګړ14 ملیګرامه ،کلورین40 ملیګرامه
تریو مالیک150 ملیګرامه، وېټامین 1بی0.06 ملیګرامه ، وېټامین2 بې0.04 ملیګرامه وېټامین سې23 ملیګرامه
،وېټامین اچ0.27 ملیګرامه، مګنیزیم12 ملیګرامه، اوسپنه 0.5ملیګرامه ، مس0.079ملیګرامه
په 100 ګرامه درومیانو په اوبو کی دا لاندی مواد وجود لری


اوبه 93.5ګرامه ،پروتېن 1 ګرامه ،غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات4.3 ګرامه ، وېټامین ای1050 تریو نیکوتنک0.7 ملیګرامه ،نرژی23 تریو ستریک0.7ملیګرامه، وېټامین 1بې0.05 ملیګرامه وېټامین2 بې0.03 ملیګرامه، صودیم230 ملیګرامه، پوتاشیم230 ملیګرامه ، کلسیم7 ملیګرامه فوسفور15 ملیګرامه، ګوګړ5 ملیګرامه ، کلورین380 ملیګرامه ، مګنیزیم10 ملیګرامه

دپيام و
ړ

هغه کسان چې داېنې ناروغې ، دغټو کولمو التهاب لری درومې بوستکی دی نه خوری ،که مو درومیانو سلاطه خوړل نو هغه ته لیمبو ، مالګه ،او سرکه ډیره مه وراچوې ولی چی هغه خپله ډیره تروېشکې لری ،رومې ډیر مه پخوی ولی چی دفایدی ویټامین ئی کمیږی خاصتا په اوبو کی او ښه داده چی په غوړو او کوچ کی پاخه شی چی بعضی ویتنامین سی او نور موادئی سالم پاته شی او که څو څاڅکی سرکه او یا لیمبو دپخلی پر وخت ورواچول شی رنګ به یې دمنځه نه ځې0