5 ديسمبر 2015

دذکام علاج په خوراکی موادو سره


په ملۍ سره دذکام علاج :

ملۍ تراش کړی  او دلیمون اوبه یا عسل په ګډی کړی  دورځی دری ځله یی یوه کوچنی کاچوغه خوړل کیږی  

 په هوږه سره دذکام علاج :

دورځی دوی زڼی هوږه خوړل  او دارنګه په خوړو کی هم خوړل  ذکام سموی

په ادرک (شونډ ) سره دذکام علاج :

یوه کوچنی ټوټه ادرک (شونډ ) په اوبو کی وایشوئ په عسلو یی خواږه کړئ او لیمون پکښی څاڅکی کړی.

 په پیاز سره دذکام علاج :

دورځی نیمه دانه اوم پیاز خوړل  ذکام سموی

دچرګ  سوپ او تور مرچ  هم  کټه لری 

3 فبراير 2015

داینې ناروغی او علاج یی




اینه دانسان د بدن یومهم غړی  دی په اینه کي وينه جوړیږی او اینه ډیره حساسه ده  ، ژر دبندیدو او پاړسوم  قابلیت لری،   باید چي اینه نه ډیره ګرمه او نه ډیره سړه سي   .

اینه  دتوری ، معدې ، کولمو او دهډوکو  درګو سره ارتباط لری  ، اینه چي بندیږی  یو علت یی  په تشه خوا  دخوږو خوړل دی،  اوبل  تر ډوډۍ خوړولو وروسته اوبه چیښل دی،  کله چي په تش نس خواږه وخوړل سي او تر خوړو وروسته اوبه وچیښل سي  ، اینه ژرخواږه  اود خوږو سره نور بیکاره اخلاط وځان ته جذب کړی نو ددې امله  اینه بنده سي .

هغه شیان چي و اینی ته ضرر رسوي :-

*په ماړه نس دغذا دپاسه  غذا خوړل، بی نظمه  غذا خوړل .

* په تشه خوا ډیری یخی اوبه چیښل، یا روژه په یخواوبو ماتول ، او یا تر جماع یا سپوټ وروسته اوبه چیښل،  او یا ترحمام کولو وروسته اوبه چیښل  اینه سړوي ،  ډیری یخی اوبه اینه سړوي او استسقاء نارغي ځنی پیداکيږی .

* سریښناکه خواړه خوړل ، سریښناکه خواړه  اینه بندوي .

* ډیر خواږه شربت چیښل اینه بندوي .

* ډیری مستی خوړل بلغم ډیروي او  اینه سړوي ، اینه بندیږی،  دمستو خوړولو وروسته  باید خورما ، عسل او یا شونډوخوړل سي،  چي دمستو ضرر کم کړی  .

*که دغوښو اوماهی خوړولو وروسته اوبه وچیښل سي ، اینه یی مخکي تردې چي هضم سي ځنی اخلاط جذبوي  چي په هغوي سره اینه بندیږی،  که داینی بندوالی داسي پاته سي  ورستیږی او داستسقاء ناروغي ځنی پیدا کيږی  .

ښه کار دادی چي تر خوړو دوه ساعته وروسته اوبه وچیښل سي .

  • که په تشه خوا خواږه وخوړل سي ، اینه خواږه جذبوي  اینه بندیږی  .
  • ډیر شراب چیښل .
  • ډیری کيمیاوي دواوي خوړل .
  • سپوټ  او تګ نه کول .
  • دپنیر خوړل دهغه چا دپاره ښه نه دی چي داینې پاړسوب ولري .
  • دجوز خوړل وهغه چا ته چي داینې ناروغي ولری ښه نه دی .
  • دسوزیو خوړل دهغه چا دپاره ښه نه دی چي داینې پاړسوب ولري .
     

هغه شیان چي واینې ته فایده کوي

  1. شونډ اینه ګرموي او بنده اینه خلاصوي .
  2. مر ( ترخې کونډری ) بنده اینه خلاصوي حامله میرمن دې مر نه خوری .
  3. پیسته ..( اینه سړوي او دیرقان علاج دی او وبښتورګی ته فایده کوي او بنده اینه خلاصوي .
  4. کشمش ..( ژړۍ سموي  ) او داینی دپاره ښه دی .
  5. خواږه داینی دپاره ښه دی  اینه قوي کوي  باید ترخوړو وروسته وخړل سي .
  6. ادوه ( دارچنی ) اینه قوي کوي  او یرقان دمنځه وړی  مامله میرمن دې یي نه خوری .
  7. زعفران اینه خلاصوي  باید ډیر ونه خوړل سي .
  8. لونګ اینه قوي کوي  باید ډیر ونه خوړل سي .
  9. مستکا ( دشنې دونی کونډری ) داینې باړسوب سموي .
  10. کندر ( لبان الذکر ) یا ترخې کونډری سړه اینه ګرموي او اینه قوي کوي او معده هم قوي کوي .
  11. کرفس او بقدونس  اینه خلاصوي  حامله میرمن دې بقدونس نه خوری .
  12. داوښی شیدې داینې بندوالی چي دګاټه وينی له امله وي خلاصوي .
  13. کورتوبه  اینه قوي کوي . دژړی دپاره کورتوبه په اوبو خیشته کړﺉ  یو ګیلاس یو ګیلاس هره ورځ اووه ورځی چیښل کيږی .
  14. تریو انار داینې ګرمي سموي .
  15. زعتر اینه او سږی دبلغم څخه پاکوي .
  16. پاخه انګور ، الوبالو او دانګورو اوبه وهغه کسانو ته چي داینې ناروغي ولری ښه دی .

داینې دپاړسوب نښی :

که اینه پړسيدلی وي دشا راسته طرف درد کوي ، که نفس تنکي کیدل  اولاسونه درانه وي  لاکن تبه نه وي یا اینه بنده ده یا اینې پاړسوب کړی دی .

که ژبه توره او تبه ورسره وي  ،  اینه بنده ده .

داینې دبندوالی  نښی :

راسته اړخ دروندوي او درد کوي ، نفس تنګی کيږی، درنګ بڼه  سمه نه وي ( شین بخون) وي ، بولی لږ وي او غلیضه مواد ډیروي،او تنده ډیره وي .

داینې دمزاج دخرابوالی نښی:

که داینې مزاج ډیر ګرم وي صفرا ( ژړ ) ډیروي،  او که داینې مزاج ډیریخ سي بلغم پیداکوي .

  1. داینې ګرم مزاج :

 داینې دګرمی علامه  یوه داده   چي په اوبو چیښلو سره تنده نه ماتیږی  ، اشتها بنده وي ، دبولو رنګ ژړوي ، اونبض چټک وي ، تبه وي ، قبضیت وي،بدن دروند وی، قی ډیر وهی  ، دقی رنګ  ژړ ، سور،  اویا شین وي . ژبه ږیږه وي او بدن ډنګر یږی  .داینې  ضعیفی  د اینې دګرم مزاجی  څخه وی .

داینې دمزاج خرابوالی (دیخوالی) نښی:-

شونډان او ژبه سبین  وي ، وينه کمه او دوينی جریان  سخت وي ، بلغم ډیروي ، تنده نه وي ، درنګ بڼه سمه نه وي ،  کيدای سي چي درنګ بڼه توره ا وشنه بخونه  وي ، یا ژړو پستیی رنګ ته ورته وي ، دبولو رنګ سپین ، بلغم ګاټه وي ، لوږه ډیره وي ، که د اینې ساړه ډیر سي اشتها یی بنده سي، فضله موادسخت او رنګ  یی سپین او بوي  نه لری ، او یا به فضله مواد نری  سپین او لږ بوي به لری .

داینې دمزاج خرابوالی (دوچوالی ) نښی :-

خوله او ژبه  وچه وي ، تنده ډیره وي ، دژبی رنګ توروي .

داینې دمزاج خرابوالی د(رطوبت )  نښی

دژبی رنګ سپین وي او لږ څه ژړ ه معلومیږی ، دژبی رطوبت ډیروي ،  تنده نه وي ، که یخ ډیر سي رطوبت یی ډیر سي رنګ  یي شین سي او بدن ضعیف سي .

داینې دناروغيو علاج :-

*ګل بابونه داینی درداو  سوي سموي او اینه قوي کوي .

* دتریو انار او غټ تریو لیمون خوړل داینی ګرمی سموي . خورما اینه قوي کوي . جرجیر واینی ته فایده کوي . دناک خوړل واینی او ترخی ته فایده کوي .دذردکو اوبه چیښل  اینه پاکوي .دسیب  او الوبالو خوړل واینې ته فایده کوي .دزعتر چای چيښل اینه او سږی دبلغم څخه  پاکوي . عسل داینی دناروغیو دپاره فایده کوي .پاخه انګور خوړل داینی وناروغیو ته فایده کوي .دملی خوړل داینی کا سموي .

دپام وړ :- پنیر ، جوز ، سوزی دې داینی ناروغ نه خوری .

دپام وړ : دهر رنګه  ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی اودډاکتر دلارښونی سره سم   معاینات وکړی .