18 فبراير 2007

پېاز Onion

پېاز Onion



دپیازو فایدې

پیاز اعصاب قوی کوی ، وېنه صافوی دوینی جریان تنظیموی ،مکروب وژنی خاصتا دتیفوس مکروب ، په پیازو هغه مواد دی چی د پنسلین کار هم څنی اخستلای شو بولی ډیروی، دځیګر دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دچنګاښ دناروغې ضد دی هغه څوک چی پیاز خوری هغه به دچنګاښ دناروغې څخه په امان وی ، اشتها خلاصوی او ښه غدا ده دهغو کسانو دپاره چی معده یې قوی وی ، دشګر ناروغ ته ډیره فایده کوی او دخولې وچوالی به یې ورک سی فرانسوی عالم ثابته کړی ده چی په پیاز کی یوه ماده دګلوکینین وجود چی دانسولین کار ورکوی جنسی طاقت ډیروی ، دزړه حرکت قوی کوی او شراېین دبندیدو څخه ساتې، وپوستکې او وېښتانو ته ډیره فایده رسوی،
که څوک ترخوب دمخه یوه کوچنې دانه پیاز وخوری ډیر ښه خوب به ورسی لاکن په ګیډه بادونه پیداکوی او که یې سهارتر نهارې دمخه وخوری هاضمه به یې ښه شی
که دبېسده سړی وسږمو ته ونیول شی په هوش کی به راشی
په 100 ګرامه تازه پیازو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه88.8 ګرامه ، پروتېن1.4ګرامه، غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات9 ګرامه ، توپاله 0.8 ګرامه
وېټامین ای50 ، تریو نیکوتنک0.1 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.13 ملیګرامه ، انرژی
وېټامین 1بې0.03 ملیګرامه، وېټامین2 بی0.02 ملیګرامه ، وېټامین سې9 ملیګرامه ، وېټامین اچ0.27 ملیګرامه ، تریو مالیک170 ملیګرامه ، تریو ستریک20ملیګرامه ، تریو اوکسالیک23 ملیګرامه، صودیم38 ملیګرامه ، پوتاشیم130 ملیګرامه ، کلسیم23 ملیګرامه ، فوسفور0.44 ملیګرامه ، ګوګړ68 ملیګرامه ، کلورین24 ملیګرامه ، مګنیزیم 15 ملیګرامه ، منګانیز0.363ملیګرامه ، اوسپنه0.5ملیګرامه ، مس0.13ملیګرامه ۰

په 100 ګرامه وچ پیازو کی لاندی مواد وجود لری

اوبه9.9ګرامه ، پروتېن 10.1ګرامه ،غوړ1 ګرامه ، کاربون هیدرات75.2 ګرامه ، وېټامین ای0
وېټامین 1بې0.23 ملیګرامه ، ،وېټامین2 بې0.15ملیګرامه ، وېټامین سی37 ملیګرامه، تریو نیکوتنک ، 1.1 ملیګرامه ،کلسیم158 ملیګرامه ، فوسفور256ملیګرامه ، اوسپنه3.1ملیګرامه
دپام وړ
په هغو هیوادو کی چی دپیازو خوراک ډیر دی هلته دچنګاښ ناروغی هیڅ وجود نه لری ، پیاز بایدپه داسی ځای کی وساتل سی چی
وچ ځای وی او هوا یې خلاصه وی سپن سوی پیاز که پاته شی هغه باید بیا استعمال نه شی ولی چی هغه زاریات جوړ شی ۰