21 فبراير 2007

سایبین Soybean

 سایبین Soybean
صویا باغلی ( سایبین ) ښه غذا ده په صویا باغلیو کی بيوتين ماده ډیره ده
دایطالیا علماؤ په اثبات رسولی ده چی په صویا فول کی یوه کیمیاوی ماده د ليستين" Lecithin په نامه چی ددغی مادی وظیفه په وینه کی د کلوسترول ماتول دی او دصویا باغلی په پروتین غنی دی تر نورو بقولیاتواو تر غنمو څلور واره زیات پروتین لری په صویا باغلیو کی 40٪ پروتین 25 ٪ غوړ او 15٪ شکری مواد او مهمی معدنی مالګی لکه کلسیم ، اوسپنه ، مګنیزیم ، پوتاشیم ، ګوګړ ،ویټامین E, A, B1, B3, D, H وجود لری
دصویا( سايبين ) باغلیو فایدی :
دصویا باغلی دزړه دناروغیو سره جګړه کوی او کولسترول 9٪ کموی
دصویا باغلی هډوکی سالم ساتی خاصتا دډیر عمر میرمنی
صویا باغلی د تې دجنګاښ ضددی
صویا باغلی دبروستاتو دغدو دچنګاښ دناروغی ضد دی
5- که په اونۍ کی یوار دصویا باغلی وخوړل سی 50٪ دغټو کولمو دچنګاښ دناروغی امکانات ختموی او هم50٪ درحم دچنګاښ ناروغی امکانات ختموی
صویا باغلی دزړه ددریدو امکانات ختموی
دصویا باغلی د وینی فشار کموی
دپام وړ :
علماؤ او پوهانو دا هم وايې چی په صویا باغلیو کی ایستروجین ښځینه هورمون ډیر دی که ئې نارینه ډیر وخوری دمنوی حیوانات دکموالی سبب ګرځی
دحکیم څخه ژباړه
دلا زیات معلومات دپاره پیتاونه ویبلاک وګوری
:
http://www.tolafghan.com/petawona