7 سبتمبر 2007

په نهاره (تشه خېټه) د اوبو څښل
نن صبا دا په جاپان کې دود دی چې هر سهار کله چې وګړي له خوبه را ویښ شی په نهاره اوبه څښي. په دې سربیره ساینسي څیړنو هم په نهاره د اوبو څښلو ارزښت ثابت کړی. غواړم د ښاغلو لوستونکو لپاره د اوبو د استعمالو او ګټو په اړه يو څو کرښې ولیکم. یوې جاپانۍ طبي ټولنې د یو شمیر خطر ناکو زړو او همدا رنګه د نوو ناروغیو لپاره د اوبو په وسیله د راتلونکو ناروغیو درملنه ۱۰۰ فیصده اغیزناکه او ګټوره ښودلې: د سر درد، د ځان درد، د زړه سیستم، د بندونو پاړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغ والی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پاړسوب ناروغي، د پښتورګو او بولې ناروغۍ، قی ، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې تړلې ناروغۍ، د زیلانځ (رحم) ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغۍ.
د درملنې کړنلار۱. هر سهار کله چې له خوبه بیداریږي مخکې له دې چې خپل غاښونه برش کړﺉ 4 x 160ml ګلاس اوبه وڅښئ.۲. خپله خله یا غاښونه برش کړﺉ، مګر د ۴۵ دقیقو لپاره مه څه څښئ او مه څه خورﺉ. ۳. د ۴۵ دقیقو څخه ورسته کولی شئ د معمول په څیر څه وخورﺉ یا هم څه و څښئ. ۴. د صبا ناری، د غرمې او ماخستن له ډوډۍ څخه ۱۵ دقیقې وروسته د ۲ ساعتونو لپاره مه څه خورﺉ او مه څه څښئ. ۵. هغه وګړی چې د عمر له لحاظه زیات او یا هم ناروغه وي او نه شي کولی ۴ ګلاسه اوبه وڅښي په پیل کې کولی شي له کمو پیل وکړي او په تدریجی ډول د ورځې په سر خپل د اوبو څښاک ۴ ګلاسونو ته ورسوي. ۶. د اوبو د استعمال نوموړې کړنلار کولی شي ناروغه وګړو ته روغتیا ور په برخه او روغ وګړي له خپلې روغتیا څخه خوند واخلي. راتلونکی لست د هغو ورځو د اوبو د درملنې د ورځو شمير په ډاګه کوي چې د عمده ناروغیو د درملنې/کنترول/کمولو لپاره اړتیا لري. ۱. د وینې فشار- ۳۰ ورځې۲. د معدې ناروغي- ۱۰ ورځې۳. د شکرې ناروغي- ۳۰ ورځې ۴. قبضیت- ۱۰ ورځې ۵. د سرطان ناروغي- ۱۸۰ ورځې ۶. د توبر کلوز ناروغي- ۹۰ ورځې ۷. هغه ناروغان چې د بندونو پاړسوب لري په لومړۍ اونۍ کې باید د ۳ ورځو لپاره نوموړې کړنلار تعقیب کړي او په دوهمه اونۍ کې دې هره ورځ څښي نوموړې کړنلاره کومه جانبي اغیزه نه لري، خو بیا هم کیدای شی د درملنې په پيل کې څو ځله اړه شئ چې تشې متیازې وکړئ. دا به غوره وي که چیرې موږ دغه کړه وړه د خپل ورځنی ژوند يو عادت وګرځوو. اوبه وڅښئ او روغ رمټ او فعاله اوسئ. دا یو مفهوم لري ... چې چینیان او جاپانیان د ډوډۍ سره ګرم چای څښي... یخې اوبه نه . کیدای شی دا هغه وخت وي چې موږ هم د چينیانو او جاپانیانو دغه عادت خپل کړو. موږ بايد څه له لاسه ور نه کړو، باید هر څه تر لاسه کړو. هغه وګړي چې د یخو اوبو څښل خوښوي، دغه موضوع پرې د تطبیق وړ ده. دا ښه ده چې چې د خواړو وروسته یو ګلاس یخې اوبه وڅښي، مګر یخې اوبه هغه غوړین مواد چې تا خوړلي جامدوي او په پایله کې يې د هاضمې پروسه سوکه کیږي. کله چې دغه مواد د معدې د تیزابو سره غبرګون ښکاره کوي، نوموړې مواد په چټکۍ سره تجزیه او په کولمو کې جامد پاتې کیږي. چې له امله یې کولمه لیکه کیږی، او بیا په ډیره چټکۍ سره په شحمیاتو بدل او د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي. نو دا به غوره وی چې له ډوډۍ وروسته د یخو اوبو پر ځای سوپ یا ګرمې اوبه و څښل شي. د زړه د حملې په اړه يوه جدي خبرتیا: میرمینې باید پر دې پوه شي چې هر زړه د حملې نښه دا نه ده چې په چپ مټ درد راشي، نو د زړه د حملې مانا لري . د جامې په مصراع یا لاین کې د سخت درد څخه هم خبر اوسئ. دا هم شونې ده چې د زړه د حملې پر مهال په لومړی کې ناروغه په سینه کې درد احساس کړي. د زړه بدیدنه او زیاته خوله کول هم د زړه د حملې عادې نښې نښانې ګڼل کیږي. پر۶۰ فیصده وګړو د زړه حمله هغه وخت راځي چې بیده وي، د تل لپاره بیده پاتې او بیا هيڅکله را بیدار نه شي. د جامې په مصراع کې درد کیدای شي ناروغه له خوبه بیدار کړي. راځئ چې محتاطه او باخبره اوسو. څومره زیات چې موږ په دې موضوعاتو پوه شو، په هماغه اندازه زموږ د ژوندانه چانس په سختو شرايطو کې زیات وي.
د ستاسو د روغتیا او سوکاله ژوند په هیله
Ilham.niazi@gmail.com
الهام الله نيازى

5 سبتمبر 2007

زیتون

زیتون
بسم الله الرحمن الرحيم
زیتون یوه کټوره غذا ده ویل کیږی چی زیتون دهر ډول ناروغي درمل دی زیتون په قران کریم کی څو ځله ذکر سوی دی الله سبحان وتعالی دمؤمنون په سورت کی دزیتون په اړه فرمایلی دی {وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ }المؤمنون20
په 100 ګرامه زیتون کی لاندی غذایې مواد موجود دی
پروتین 1.5 ګرامه
تیل 13.5 ګرامه
سکری مواد 4 ګرامه
پوتاشیم 91 ملیګرامه
کلسیم 61 ملیګرامه
مګنیږیم 22 ملیګرامه
فوسفور 17 ملیګرامه
اوسپنه 1 ملیګرامه
مس 22 ملیګرامه
تو پاله 4.4 ګرامه
کاروتین 180 ملیګرامه
ویټامین ای 300 Iu
علاوه پردی په زیتون کی ویټامین ب ، سی ، اچ ، اې وجود لری
داود الانطاکی وایې چی په تیلو کی هغه ښه تیل دزیتون دی بدن غټوی ، رنګ صافوی ، دبدن جلد نرموی ، او وایې

» که دزیتون تیل دګرمو اوبو سره وچیښل سی دګیدی مغض سموی
» دپنډو کولمو دناروغیو دپاره ډیرښه دی
» دکیډی چینجیان خارجوی
» په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی او پښتورګی سموی
» دبندونو دردونه اراموی او او دملا درد سموی
» سپین ږیرتیا ځنډوی وریښتان سموی او ویښتان ټینګوی
» دبدن غړی قوی کوی
» دجرب ناروغ ته زیاته ګټه رسوی
دزیتون ګټی زیاتی دی نو لدی کبله ددرمل جوړولو او فیشنی شیانو جوړولو لکه صابون ، کریم، اودرمل جوړولو فابریکو دزیتون وتیلو زیاته پاملرنه کړی ده
دزیتون د تیلو څخه دغذا یې مواد په ساتلو کی کار اخلی
دزیتون د ونې ، پاڼې ، میوې ټولو څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون څخه تیل ایستل کیږی په ټولو غذایې تیلو کی دزیتون تیل په لمړی مقام کی دریږی
دزیتون دتیلو څخه دزړه ، چنګاښ ، جلدی ناروغیو درملونه جوړیږی
دزیتون دونې لرګی ډیر ښه لرګۍ دی وېنه یې نه خوری دکور داساس په جوړولوکی کار ځنی اخستل کیږی
دزیتون دتوپالی څخه دکود کیمیاوی او څارویوپه غذا کی کار اخستل کیږی
دڅارویوپه جاغولو کی دزیتون د توپالې څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون پاڼی دخولی او ورۍ دالتهاب دپاره استعمالیږی
دزیتون تیل که بلاربه میرمن یوه کاچوغه هر سهارپه تشه خوا وخوری ومیرمن اونازوکړی ماشوم ته زیاته ګټه رسوی او که نس تر ولادت دمخه او وروسته تر ولادت په غوړ کړی دنس جلدبه هغه مخکنی حالت ته راسی څڼګه چی تر بلاربیدو مخکی وو
پوهان وایې دزیتون تیل کولیسترول LDL )) كموي او دانسان بدن په خپل طبیعی حالت باندی پریږدی او دماغ دشیخوخه څخه ساتی او پر بدن دزاریاتود تاثیر څخه ساتی او جلد دچاودلو څخه ساتی دتریخی افرازات په کار اچوی ، اینه هوساکوی بولی زیاتوی په پښتورګی کی دډبری دجمع کیدولو مخنوی کوی او په بدن کی دوازګی د ډیریدو مخنوی کوی د چنګاښ او زړه دناروغي مخنوی کوی
د امریکا په نیویارک پوهنتون کی دوو ښوونکو ا . ډاکټر اهرنز او ا . س ترفسلید تر څیړونو وروسته ویلی دی چی دزیتون تیل دزړه دشراینو ناروغ اوهغه کسان چی دوینی پشار یې ډیر وی زیاته ګټه رسوی
او په اسپانیا کی طبی ټولنی تر څیړونو وروسته ویلی دی چی هغه کسان چی دزیتون تیل په خوراکی توکو کی هره ورځ خوری په هغوی کی دتې دچنګاښ ناروغي 35٪ کمه وی

رنځپوهان په زیتون سره په لاندی ډول سره لارښونه کوی

اوله نسخه :
دجلد دنرموالی دپاره
نیم ګیلاس دزیتون تیل
نیم ګیلاس سرکه
څلرمه برخه دګیلاس اوبه
ټول سره ګډکړی او استعمال کړی

دوهمه نسخه:
د پښو لاسو او څینګلې دجلد چاودلو دپاره

پښی دزیتون په تیلو څو واره دورځی غوړی کړی او جراپې په پښو کړی
د څینګلو او لاسونو دپاره دزیتون دتیلو سره ګلیسرین ګډ کړی لاسونه په غوړ کړی

دریمه نسخه
که غواړی چی ویښتان مو قوی سی یا موویښتان ریژیږی او یا په سر کی شپوږی وی :
دسر ویښتان ماښام دزیتون په تیلو غوړ کړی وروسته یې په ټوکر کی وتړی تر سهاره وروسته یې پاک پریولی او سرمو دورځی څو واره ږمونځ کړی دا کار دری اونی تکرار کړی ویښتان په ځلیدلی قوی او دشپږو څخه پاک سی
دښپوږو دورکولو دپاره باید چی په لاندی ډول دزیتون تیل دری اونۍ استعمال سی
اول – اول باید permethrin یا pyrethium مرکب استعمال کړی دا مرکب شپوږی وژنی لاکن ټوله دمنځه نه وړی نو دلته دزیتون تیل زیات رول لوبوی
دوهم ـ سر به دزیتون په تیلو تر بیدیدو دمخه غوړ کړی او په ټوکر کی به یې وتړی
دریم ـ سر به په معدنی ږمونځ دمخه تر پریوللو ږمونځ کړی
څلرم ـ دسر پریوللو وروسته به ویښتان دویښتانو دوچولو په ماشین( سیشوار) په توده هوا وچ کړی
پنځم ـ په سرکی به وګوری چی پاته سوی شپوږی او هګۍ هم پاکی سی

څلرمه نسخه
ددرد ، دمغض اراموالی، دپښتوګی ریګ، چینجیانو لری کول او دبولو دزیاتوالی دپاره:

سهار په تشه خوا دی پنځه شپږ کاچوغې دزیتون تیل څو ورځی پر له پسی وخوری

پنځمه نسخه
دپښو تر منځ دزخم دپاره
دپښو ترمنځ هغه زخمونه دزیتون په تیلو غوړ کړی دا زخمونه په ماشومانو کی زیات پیدا کیږی هر وخت چی ماشوم تړۍ دپښو منځ یې دزیتون په تیلو غوړ کړی

شپږمه نسخه
دقبض دپاره
10 ګرامه میده ملخوځی او دملخوځو په شان دزیتون تیل سره ګډ کړی ( ملخوځی دزیتون په تیلو کی خیشتې کړی ) دا جوړه سوی اندازه درمل به په څلور واره د دورځی وخوری
اوومه نسخه
دغوږ ددرد دپاره
دزیتون غوړی لږ تاوده کړی او غوږ کی یې دوه یادری څاڅکی دورځی دری ځله واچوی

اتمه نسخه
دسږی دالتهاب دپاره
لږ څه ملخوځی
څو زوڼې دهوږی کوټلی سوی
دزیتون تیل
ټوله سره ګډ کړی تر بدیدو دمخه یې دپښو پر تله نازک اوار کړی او جرابې په پښو کړی تر سهاره
دټوخ او ربو ناروغی دپاره
دزیتون مندکی میده کړی پر انګار یې دود کړی هغه دود یې تنفس کړی

نهمه نسخه
دپلو دفالج دپاره
یوه حیصه دعرعر میده ګلان
دری حیصی دزیتون تیل
ټوله په یوه بوتل کی واچوی او سر یې یې وربند کړی لس ورځی یې په ګرم ځای کی و لمر ته کښیږدی وروسته یې صاف کړی دهغه په اندازه اوبه ورواچوی ښه یې سره ګډکړی او استعمال یې کړی

لسمه نسخه
دګیډی دچینجیانو دپاره
ګارګټکی Malva په اوبو کی وایشوی په یو ګیلاس دکارګټکو په ایشول سوی اوبوکی یوه کاچوغه دزیتون تیل ګډ کړی کله چی ساړه سول وناروغ ته به ایماله ورکړی ښه داده چی په دوو ورځو کی یوه ایماله ورکړی تر څو چی دګیډی چینجیان ورک سی

یوولسمه نسخه
دبواسیر دپاره
لږ څه دبابونه ګل په نیم ګیلاس دزیتون په تیلو کی واچوی او پر اوریې یې کښیږدی تر څو دبابونه ګل وسوځی تر څو چی ګل داسی سی لکه سکور
بیا دغه جوړ سوی درمل دورځی دوه ځله استعمالوی تر درمل دمخه باید مقعده په تودو اوبو پریولل سی

دولسمه نسخه
دشوڼډانو دچاودیدولو دپاره
مستکه LENTISQUE یو ډول کونډری دی هغه میده کړی دزیتون دتیلو سره یې ګډ کړی
دورځی څو ځله شونډان په غوړ کړی

دیرلسمه نسخه
دمخ او غاړی دکوتانو دپاره
نیمه کاچوغه دزیتون تیل دیوی هګۍ دژړو سره ګډ کړی او څو څاڅکی دلیمبو اوبه په ګډی کړی مخ او غاړه په غوړ کړی 45 دقیقې وروسته مخ پریولی

څورلسمه نسخه
دځوانانو دانې
دخزامی ګل
یوه غټه کاچوغه تازه پیروی
دوی غټی کاچوغی دزیتون تیل
ټول سره ګډ کړی او مخ په غوړ کړی 20 دقیقې وروسته مخ پریولی

ماخذ : زیت الزیتون دواء لکل داء