30 أكتوبر 2014

كريلا Bitter Melon


كريلا Bitter Melon

Momordica charantia

 

 کریلا یو ډول سابه دی ،  شکل او بڼه یی لکه تورۍ،   کریلا په په هند ، بنجلادیش ، او جنوبی امریکا کی کرل کیږی. کریلا هم غذا اوهم دوا. په هغو هیوادو کی چی کریلا کرل کیږی  خلګ یی دشکری ، ایډز او دسرطان د نارغیي په علاج  کی کار ځنی اخلی .

په کریلا کی فعاله کیماوی مرکبات سته  لکه انسولین ، charantin ، momorcharin او  پروټین الفا او پروټین بیتا ،  او داسی  نور  .

کریلا دلاندی ناروغیو دپاره ګټوره ده :

*دشکری ناروغي.

*دایډز دناروغي  دمخنوی دپاره .


* دهضم دسمولو دپاره .

دناروغي دپاره  دکریلا استعمال :

دیوی دانی کریلا  سابه پخول .

100 ملی لیټر ه دایشول سوی کریلا اوبه .

60 ملی لیټره  دکریلا جوس .

ایا دکریلا  استعمال  کوم جانبی ضرر لری :

تر خپل  ټاکلی اندازه که ډیر وخوړل سی  دنس درد ،  نس ناستی پیداکوی  او که دچا شکر کم وی هغه دی یی نه خوری وماشومانو ته دی دکریلا اوبه ، جوس  نه ورکوی چی  شکر  یی کم نه سی .

21 أكتوبر 2014

دخپل ځان مزاج پیژندل




نا پوهی دمریضی تخم دی اوپوهه  دروغتیا تاداو دی،  هغه اندازه پوهه چي دبدن  اړتیاوي  او دناروغيو  ستونزی ورته معلومی وي .

   دانسانانو طبیعتونه یو دبل څخه بیل دی،    شاید چي بلغمی  صفراوي یا سوداءوي  مزاج ولری ، لاکن هغه معتدل  مزاجه وي،  ددی دپاره چي  د چاطبیعت او مزاج  وپیژندل سي  ،هغه نښی چي دوي یو دبل سره بیلوي ،ددوي  به منځ کي  یی فرق  په لاندی ډول پیژندل کيږی .

1ـ د صفراوي مزاجه خلګو نښی اونښانی  :

دصفراوي مزاجه سړی ټول حرکتونه ګړندي وي ، دلاور ه وي ،دونه دلاره وي  چی خلګ وهغه ته  لیونی وایی،  د ناروغی  سره دزمری په شان مقابله کوي  ،دناروغي  هیڅ باک نه کوي  ، ډنګر وي ، یوه رایه یی نه وي ژر بدلیږی  ، خوب لږ کوي ، حساسيت او جلدی ناروغی  ورته راځی  ،ګرمی  او وچ مزاجی پکښی ډیره  وي ، او  رطوبت او یخنی پکښی لږ وي .

  1. دبلغمی مزاجه خلګو نښي اونښانې  :
    ددې کسانو غټ بدن وي،  ډیری وازګی  او ډیر رطوبت لري ، ډیر خوب کوي،  په حرکت کي سوست وي ، او هیره یی ډیره وي، ژر نه پوهیږي، په کارو یی پروا نه کيږي، دیخنی په ناروغی لکه ریزشت ، زکام اوبلغمی ټوخ  ،دستونی ناروغي ،اود ملا په دردو ژر اخته کيږي ، رطوبت او یخنی پکښی ډیره وي ،خوشکي او ګرمی  یی کمه  وي . 
     
  2. دسوداءوي مزاجه خلګو نښی اونښانې  :

ددې کسانو بدن ډنګر ، ولاړ زړه ، او خوب یی لږ وي ، جماع په بیړه کوي ، وسواس ډیر کوي او دچا خبره یی زړه ته نه تېریږی ، خوابدی او ويره  یی ډیره وي ، پر نورو یی  شک ډیر وي ، یوازی والی خوښوي ، فکر ونه یی ژر بدلون کوي ، هاضمه یی همیشه خرابه وي  ، یخني او خشکي  یی ډیره وي او ګرمی او رطوبت یی لږ وي .

 -   4وينه  مزاجه( دموي ) خلګو نښی اونښانی  :

دا کس چاغ او غوښین وي،  وينه یی ډیره وي ، ښه سړی وي ، او ښه اخلاق لری ،فهم یی میانه وي، رطوبت او ګرمی   ډیره لری  او یخنی یی  لږ وي .

  1. -معتدل مزاجه خلګو نښی اونښانی  :

داکس ډیر  هوښیار او دښه فهم خاوندوي ،دبدن ټول غړی   یی معتدل وي، اخلاق یی ټول معتدل وي ،په دلاوری  کي هم معتدل وي، په  دلاوری یي  هم معتدله وي، دښو اخلاقو خاوند وي او په ټولو کارو کي میانه روي خوښوي .

فایده   :

که انسان خپل مزاج وپیژنی  دخدای په امربه   دډیرو مرضونو څخه  په امان سي .

 ابقراط وایی  ستا غذا ستا دوا ده، او دهر مریض علاج  دهغه دځمکي په نبات سره وکړی ژر به جوړ سي ، دبیلګی په ډول که چیری دانسان  مزاج بلغمی وي،  لمړی باید خونکو خوړو څخه پرهیز وکړی لکه ( مستې ، بادرنګ ، کډو ، بینډۍ ، هندوانه ، او الوبخارا، کورتوبه  ) او دهغو پر ځای عسل ،شونډ او خورما وخوری .

که چیری دانسان مزاج سوداءوي وي نو لمړی باید دسوداءوي  مزاجه خوړو څخه پرهیز وکړی لکه بانجڼ ، دغوایی غوښی ، دسيرلی غوښی ، دال ،شفتالو ،  دخن ، ګازی اوبه ( بیپسي ، مرندا ....) کاکو اوقهوه ، او هغو ضد وخوری لکه انګور او انځر .

که چیری دانسان مزاج صفراوي وي نو لمړی باید صفراوی   مزاجه خوړو څخه پرهیز وکړی ، کوم چي صفرا ډیروي  لکه عسل ، هوږه ، غوړ او بوره او دهغو ضد وخوری لکه دلیمون اوبه او کورتوبه .

که چیری دانسان مزاج دموي ( دوينی )  وي نو لمړی باید د هغو خوړو څخه پرهیز وکړی چي وينه ډیروي    لکه غوښی ،غوړ  او خواږه.

دپام وړ : دهری ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی او  لازم معاینات وکړی .

 

 

دصحت په اړه دحکيمانو زرین اقوال




1-څلور شیان بدن ناروغه کوي : ډیری خبری ، ډیرخوب ، دیرخوراک او ډیر نزدیکت .

2- څلور شیان بدن قوي کوي : دغوښو خوړل ، ښه شي بويل ، بیله نزدیکته ډیر غسل کول ، دنخی ټوکره کالی اغوستل .

3-څلور شیان بدن کمزوری کوي : ډیر هم اوغم ، په تشته خوا ډیری اوبه چیښل ، ډیر تریو خواړه خوړل ، اوډیر نزدیکت .

4- ډیری هګۍ خوړل  وتوری ته ضرر رسوي او توری پاړسوب پیداکوي .

5-ډیری شلومبې او مستې خوړل پر مخ تورټکي بیداکوي ، په ډک نس حمام کول دپونډو کولمو ناروغي پیداکوي .

6- ډیر خواږه خوړل صفرا ډیروي او د اینې بندوالی ځنی پیښیږی .

7- تر خوړو مخکي اوبه چیښل معده سړوي  او خواړه خرابوي او اینه بندوي .

8- روژه په اوبو ماتول بدن او اینه کمزوره کوي   او مزاج خشکوي  او دشپی اوبه چیښل ښه نه دی .

9- انسان ته پکار دی چي دوې غذاوي په مزاج کي سره برابری ونه خوری،  یعنی دوې خونکي غذاوي او یا دوې ګرمی غذاوي لکه غوښې د هګۍ سره ، ماهی دمستو سره  او هم دا ډول دوې  رطب لمدې میوې   او دوې خوشکي لکه دخن او دال .

10-باید ډیرکلک شی ونه خوری چي غاښونه یی سم نه سي میده کولای  چي غاښونه یی سم نه میده کوي معده به څنګه هضم کړی . په خوړوپسيسم دلاسه  اوبه مه څښﺉ تر څوچي په معده کي خواړه په کراره نه سي . او خواړه هغه وخت وخورﺉ چي وږی سي .

11-غوښی هغه وخت وخورﺉ چي ښه پخې سي ، ګوله ښه وژووﺉ ، تر خوړو وروسته سم دلاسه ډیر حرکت مه کوﺉ ولی چي تر خوړو وروسته سپوت او حرکت بندوالی پیداکوي .

12-ډیر خواړه دمعدې خوله  خرابوي ، اومعده کمزوذی کوي ، او به معده کي بادونه پیداکوي ، دمخ رنګ ژړوي ، په هضم کي سستی راولی  ، او زړه سختوي .

13-کله چي وږی سي خواړه وخورﺉ ، که ځان ډیر وږی کړی او څه نه خوری  ضرر یي ډیردی ډیره لوږی صفرا ډیروي او دمعدې بخار ودماغ ته خیږی .

14-ډیری اوبه څشل هیره ډیروي ، او وتشناب ته نه تلل دګیډی بادونه  ، مغض ډیری ، او بولی ځنډول  دشاشه بندی  او مثانې دزخم لامل ګرځی .

15-پر میوه خوړولو برسيره سړې اوبه چیښل ضرر لری ، او هوږی او پیاز یو ځای خوړل دسترګو دید کموي .

16-که صحت روغ وي باید املی شی ونه خوری  ، ماښام سترګی تورول   دسترګو دید روښانه کوي ، دوينی بهیدل بیله خپل وخت نه  معده کمزوری کوي .

17-په ولاړی اوبه چیښل  دسرطان ناروغي پیداکوي ، وتشناب ته تګ ځنډول دفلج  او دسردرد ناغي پیداکوي ، او دبولو ځنډول د نیم سيری ( دسردرد ) او دسترګو تاریکي پیداکوي .

18-دشهوت ټینګول  وفضیب او خصی ته زیان رسوي .

19-ډیر خوب دډیر او بوچیښلو څخه وي ، ډیره ويښتیا بدن سپکوي او دماغ ته زیان رسوي .

20-په تشناب کي دحاجت رفع کولو دپاره  ډیر کښینستل  اینې ته فایده کوي او مواسير ( بواسير ) پیداکوي او  ودماغ ته ګرمی پورته کيږي .

21-که باران او بادونه وي او سړی دکاره څخه سټړی راسي  نزدیکت دی نه کوي .

22-که میرمن په حیض کوي او سړي نزدیکت وکړی دجذام ناروغي ځنی پیښیږي .

23-که  دتشناب دتګ ضرورت وي اوو تشناب ته ولاړنه سي نزدیکت وکړی  دنس پردې یی پری کيږی .

24- ګندنه خوړل  وغاښو ته زیان لری او  قضیب قوي کوي .

25-ډیر خوب  درنګ بڼه ژیړه وي ، بدن درنوي ، زړه مړکوي ، وينه ډیروي ، سترګی پړسوي ، عمر کموي .

26-دشپې وښځی ته ډیر کتل  سړی لیونی کوي او دمخ فلج ( شلل ) پیداکوي .

27-دشپې ډیرانځر خوړل ، ويښتان په ګرمو تیلو غوړول،  او لبان الذکر ( ترخې کونډری ) دودول  خوب تښتوي .

28-ډیر عسل خوړل صفرا پیداکوي اود صفراڅخه  دبدن کا پیداکيږي .

29-که څوک ويده سي ، په نس کي یي خورما وي وځان ته به شل بلاوي وګوري ،او که دخوب نه مخکي جوز وخوری  خورما تاوان نه ورته کوي  .

30-غوښی خوړل دبدن دپاره ښی دی ، بدن قوي کوي ،  وزن زیاتوي  ،ولی هر شی دهغه مثل قوي کوي ( په غوښه سره غوښه پیدا کيږی ) .

31-ډیر راحت  د بدن په اصلی غړو کي  رطوبت ساتی ، عمر ډیریږی  بلکي ورستیدا پیداکوي ،که چیری بدن وهغه تیار وي،  باید بدن دهغه څخه پاک سي .

32-په سر باندی خونک شیان ډیروخت  ایښوول لکه نکروځی ،  خونکي ناروغي پیداکوي لکه رزیشت ، شلل او سکته .

33- که څوک شیطان خطا ایستلی  وي غسل  ونه کړی  نزدیکت وکړی ماشوم یی لیونی یا باوله پیداسي څوک دی نه ملامتوي .

34- که څوک  ایشولی  پخه هګۍ  په ماړه نس وخوری  دنفس تنکي په  ناروغي اخته سي  څوک دی نه ملامتوي

35- څوک چي دشپې په هنداره کي وګوری  ناروغه سي  څوک دې نه ملامتوي .

36- چاچی څلويښت ورځی پرله پسي پیاز وخوری  پر مخ یی تور ټکي پیدا سي څوک به  نه ملامتوي .

37- څوک چي  هګۍ او ماهۍ سره وخوري  فلج سي  څوک دې  نه ملامتوي .

38- څوک چي  مستې او ماهی سره وخوری پيس، جذام یا نقرس  سي څوک دې  نه ملامتوي .

40- څوک چي لڅی  پښی په ګرمی تګ کوي او پرپښو  یخی اوبه واچوي، دسترګو دجرب دناروغي ويره ده .

41- څوک چي په ګرمی  کي لڅی پښی سفر وکړی او وروسته  وسایی ته کښینی، سر لڅ کړی، دسر درد او  دنیم سيری ناروغی ويره ده .

42ـ څوک چي پر سپرلی  با ندی په ډکه کيډه سپریږی د نس د پردې  دپریکيدو ويره ده .

43- که څوک پیازو او هوږه یوځای سره وخوری  دسترګو دید کموي .

44- دانسان دن دځمکي په ډول دی که خواری په وکاږی شه محصول ورکي او که یی داسي پریږی په هغی کي  به  واښه او ځوزان راشنه سي .

45- پر چپه اړخ ، راسته اړخ ، ستونی ستخ ، په ولاړی ، تر میوې تر درخی لاندی ، په تشناب کي ، په ډک نس او په خالی نس ، په اوله شپه او په اخره شپه او نه سهار وختی نزدیکت ونه کړی .په ندیکت کي دبدن دټولو غړو څخه وينه راوزی کله چی انسان ښوری دهر ويښته لاندی یو خاڅکي وينه وي .

46- لږ نزدیکت بدن غښتلی کوي او ډیر وخت  نزدیکت نه کول دبن غړی کمزوره کوي .

47- دری شین پر ځان لازم کړه دپښو تګ کوه که نه یوه ورځ ورته محتاج کيږی ، خواړه مه بریږه ده کولمې کوچنی کيږی او تنګیږی ، نزدیکت مه پریږده ولی  څا څخه چی اوبه نه راکاږې وچیږی .

48- حکيمان وایی چي  داړخ نزدیکت څخه ډیر کسان ناروغه او مړه سوي دی ولی چي که لوښی سر چپه کړی نوبه هغه څه چي پکښی کي دی ټول تويږی که ییسرچپه نه کړی خاماخا به څه په لوښی کي باتیږی .

49- که څوک غواړی چي بدن ښه تغذیه کړی او هضم یی ښه  سم سي  یو ډول خواړه دی وخوری او په څو واره دی لږ لږ  وخوری  خواړه به سم هضمیږی او فضله مواد به لږ وي

20 أكتوبر 2014

په انسان کي دصفرا ، بلغم ، وينی ، او سوداء دډیروالی ځنی نښی نښانی




  • که صفراوي مواد  په انسان کي  ډیر سي  تنده ډیره  سي  ، بی خوبی ،  دبدن او سترګو رنګ زیړسي ، پزه  التهاب کوي او پزه  وچه  وي او کا   کوي .
  • که په انسان کي وينه زیاته سي  وزن زیات سي ، مخ او سترګی پاړسوب پیداکړی ، بڼه سره او رګونه شخ سي او خوب یی هم  ډیرسي .
  • که بلغمی مواد په انسان کي  ډیر سي   بدن یخ  وي،  ساړه  یي کيږی ، بدن سست وي ، درنګ بڼه نه سره او نه ژړه وي ، خوب ډیر وي  او دمخ او ژبی رنګ  خړ وي .
  • که دانسان په بدن کي سوداءوي مواد ډیرسي   فکر خراب سي وسواس زیات سي  او خوب نه وي  دمخ بڼه،دسترګواو  ټول بدن رنګ بدل سي .

 

دپام وړ : دهر رنګه  ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی اودډاکتر دلارښونی سره سم   معاینات وکړی .

19 أكتوبر 2014

هغه غذایی خواړه چي ( بلغم ، صفرا ، سوداء ،او وينه )ډیروي




 

  1. دصفرا ډیروالی :

صفراء دګرم وچ صفراوي شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه شونډ (ادرک )عسل ،هوږه ،خورما .... کله چي صفرا زیاته سي دسردرد ، بی خوبی او یا  تبه پیښږی  که دغه صفرا دسړو شیانو په خوړولو سره راکمه سي لکه  سپین مسری ، داوربشو اوبه ، کورتوبه ، هندوانه   او بادرنګ  چمبرخیال  ناروغ به دخدای په امر سم سي  .

2ـ دبلغمو ډیروالی :

بلغم دخونک  او دبلغمی شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه لبنیات مستې ، پنیر او لنده میوه ، لوبیا ، بینډۍ ، بادرنګ ټول هغه شیان چي خونک  وي او هم دا ډول تر ډوډۍ خوړولو وروسته غسل کول او یا په ډک نس کوروالی( جماع ) کول  بلغم ډیروي چی دهغه څخه دبدن او بندو سستی ، فکری خلل او هېره پیداکيږی .که دا بلغم د ګرمواو وچ مزاجه  شیانو په خوړولو  سره مات نه سي لکه شونډ ، عسل، ادوه داوښی شیدې ، مسطکا ( دشنو دونو کونډری )  او  دبدن مزاج بیرته معتدل نه سي ونورو ناروغيو لکه فالج ، برص ، جرب، سکته ، دسر درد ، اود توری او اینی خونکی ، تبه  پیداکیږی .

3ـ دسوداء ډیروالی :

دسوداء ډیروالی  ددسوداءیی خوړو لکه دال، دخن یوډول  شنه ایږدن (کوچنی باجری )دی ، دغوایی غوښه ، دسيرلی غوښه ، بانجن ، ګندنه ، جرجیر ، هوږه ، ګازی اوبه ( بیبسي ، مرندا ، سيفن آف .... ) قهوه ، کاکو   څخه ډیریږی .

کله چي سوداء په بدن کي تر خپله اندازه ډیره  سي دناروغي ځنی علامی ښکاره کيږی (  تنده زیاتیږی ، بیخوبه کيږي ، وسوسي ډیریږی ..) دغه دسو دا ډیروالی باید دعسلو په چیښلو سره مات سي ( یو رطل عسل ګرم کړﺉ  او لږ څه میده شونډ او مستکا ورواچوﺉ لږ څه وناروغ ته ورکړﺉ .

او هم دا ډول وناروغ ته  ګرم مزاجه او لانده شیان لکه انګور، انځر  باید ورکول سي  اوهم دا رنګه  باید قبض ماتونکي شیان لکه سنا ، انیسون او یا توره هریړه هم وخوړل سي .

که نه نو دځینو ناروغيو لکه مواسير ، میرګی ، سرطان ، جلدی ناروغیو جرب، جذام  ، سپمی  دپیدا کيدو چانس ډیر وي .

  دوينی ډیروالی :

که سړی هغه شیان ډیروخوي او خوری یی  چي وينه ډیروي لکه زیات غوړ لرونکي خواړه او خواږه ، وينه خپل معتدل حال دلاسه ورکوي لوند ګرم  بخار ودماغ ته پورته کيږی چی  دسر درد،  دبدن ګرمایښت  ..منځ ته راځی. باید دسرکي او دتریو انارداوبو په چیښلو سره یی علاج وسي او دغوړو خوړلو څخه ژر تر ژره پرهیز وسي، چي دبدن مزاج معتدل او برابر سي .که بیا هم   شحمیات او خواږه ډیر وخوړل سي  نو به دوينی فشار ، دسترګو سوروالی ، رمد ، جدری .ناروغي پیداکيږی  چي په دې  حالت کی باید وبل ناروغ یا زخمی  ته وينه ورکړل سي  او یا حجامت وکړی ( وينه وکاږی)  .