25 فبراير 2007

مڼه

مڼه
مڼه ډیری ګټی لری او ډیره ښه غذا ده ویل کیږی که یوه دانه مڼه سهار په نهاره وخوړل سی نه به ډاکټر ستا کور ووینی او نه به ته ډاکټر ووینی
دمڼې فایدې
مڼه کولمې په کار اچوی او دکولمو التهاب جوړوی ،مڼه دشیدو خوړونکی ماشوم دستونه دروی خاصتا په اوړی کی ،زړه ته طاقت ورکوی ،تنده ماتوی او دجسم ستړیا ورکوی ،په جسم کی غوړ کموی، غاښونه دورسیتیدو څخه ساتی ،پښتورکې او او مثانه په کار اچوی او دپښتورګې څخه ډبره خارجوی ،بلغم خارجوی ، ټوخ اراموی، داعصابو التهاب اراموی ،دنقرس او روماتیزم دناروغې په مقابل کی مقاومت کوی،
دمیرمنو دپاره ډیره فایده کوی دبدن او مخ بوست ته ښکلا ورکوی ،دجسم دډیر چاغوالی څخه مخنوی کوی مڼه په مثال ددرملتون ده که یوه دانه مڼه هر ماښام تر خوړو وروسته وخوړل سی
په 100 ګرامه تازه مڼه کی دا لاندی مواد وجود لری

84ګرامه اوبه , 270 ملیګرامه تریو مالیک0.2 ګرامه پروتېن , 30 ملیګرامه تریو ستریک
0.4 ګرامه غوړ , 1 ملیګرامه صودیم , 0.007ګرامه کولیسترول ,116 ملیګرامه پوتاشیم,
15 ګرامه کاربون هیدرات, 6 ملیګرامه کلسیم , 0.9 ګرامه توپاله 6 ملیګرامه مګنیزیم ,
90 وېټامین ای, 0.084 ملیګرامه منګنیز , 0.04 ملیګرامه وېټامین بې1 0.3 ملیګرامه اوسپنه 0.3 ملیګرامه مس0.71 ملیګرامه 0.02ملیګرامه وېټامېن بې2 0.071 ملیګرامه
0.2 ملیګرامه تریو نیکوتیک, 10 ملیګرامه فوسفور,
3-30 ملیګرامه وېټامېن سی 5 ملیګرامه ګوګړ0.1 ملیګرامه وېټامېن بې6 4 ملیګرامه کلورین
0.72 ملیګرامه وېټامېن ایې58 انرژی 0.2 ملیګرامه تریو بانتونیک


په 100 ګرامه وچه مڼه کی دا لاندی مواد وجود لری

78ګرامه اوبه , 0.5 ملیګرامه تریو بانتونیک ,10ګرامه پروتېن ,60.6 ملیګرامه وېټامېن سی13 ګرامه ,کاربون هیدرات 24 ملیګرامه, کلسیم57 وېټامین ای1.4ملیګرامه اوسپنه 0.02 ملیګرامه , وېټامین بی1 42 ملیګرامه, فوسفور0.08ملیګرامه ,وېټامېن بی281

په 100 ګرامه دتازه مڼې په اوبو کی دا لاندی مواد وجود لری :
78ګرامه اوبه ،0.16 ملیګرامه ویټامین6 , بې10 ګرامه پروتېن، 1 ملیګرامه صودیم
13 ګرامه کاربون هیدرات 100 ملیګرامه پوتاشیم57 وېټامین ای6 ملیګرامه کلسیم
0.02 ملیګرامه وېټامین ، بې1 0.5 ملیګرامه اوسپنه ، 0.03ملیګرامه وېټامېن بې2 10 ملیګرامه فوسفور،3-30 ملیګرامه وېټامین سی 50

23 فبراير 2007

هوږه Garlic

هوږه Garlic






هوږه دبولود شکری ناروغ ته ډیره ګټه رسوی وی ،وږه شراېن دبندیدو څخه ساتی ولی چی په رګو کی دکولسترول جمع کیدل دمنځه وړی ، فوسفو او کلسیم پکښی ډیر دی ،دوینې فشار ټیټوی ،اشتها خلاصوی ،کولمې پاکوی او سپڼسکې چنجیان خارجوی ،نس ناسته ختموی خاصتا هغه نس ناسته چې دمکروب له وجې پیداسوی وی،بلغم ورکوی ، ټوخ دروی هغه ټوخ چې دسل دناروغې او دسږی دالتهاب څخه پیداسوی وی، بولی ډیروی،جنسی طاقت ډیروی،اعصاب قوی کوی ،دپښتورګی او مثانې رېګ صفاکوی ،هوږه که کور کی دود سی دسل او دفتریا مکروب وژنی ،دغاښ درد اراموی
په 100 ګرامه هوږه کی لاندی مواد وجود لری :
63.8ګرامه اوبه، 0.0.21 ملیګرامه وېټامین بې1 ،5.3 ګرامه پروتېن ،0.08ملیګرامه وېټامېن
0.2 ګرامه غوړ، 38 ملیګرامه کلسیم28.2ګرامه،کاربون هیدرات ،134 ملیګرامه فوسفور
1.1 ګرامه توپاله ، 1.4ملیګرامه اوسپنه ،75 وېټامین ای ، 140 انرژی
دپام وړ :
هغه کسان چې معده یې ضعیفه وی او یا دمعدې تېزاب یې ډیر وی هغه دی هوږه ډیره نه خوری ،دماشوم مور چې وماشوم ته شیدې ورکوی هغه دی هوږه نه خوری ،دهوږی تر خوړولو وروسته دخولی دبوی دورکولو دپاره څو تاره بقدونس ، نخود ، اویا یوه کاچوغه شهت وخوری چی بوی یې ورک شی

22 فبراير 2007

پالک Spanish

پالک Spanish

پالک دځېګر هر ډول ناروغې ته ګټه رسوی ، تنده ماتوی ،و هر ډول التهاب ته فایده کوی، دستونی درد او ذکام ته فایده کوی ،دپالکو اوبه که په بوره خوږی شی دیرقان(تور ژړی ) ناروغې او شاشه بندې ته ډیره ګټه رسوی ،دپالک پاڼې که وکوټل سی او دغالبوزی پر چیچل سوی ځای کښیښودل سی درد اراموی ،پالک وماشومانو ډیره فایده رسوی ولی چی په ویټامین غنی دی او ژر هضمیږی ،قبض ماتوی ،پالک ښه غذا ده خاصتا دهغو کسانو دپاره چی په پښو تګ نه کوی ،پالک جسم نه غټوی دهغو کسانو دپاره ډیر ښه غداده چی رژیم کوی
په 100 ګرامه تازه پالک کی لاندی مواد وجود لری
92.1 ګرامه اوبه ، 90ملیګرامه تریو مالیک، 2.2 ګرامه پروتېن، 42 ملیګرامه صودیوم
0.3 ګرامه غوړ، 0.006ګرامه کولیسترول، 489 ملیګرامه پوتاشیم ، 87 ملیګرامه کلسیم،
ګرامه کاربون هیدرات، 55 ملیګرامه مګنیزیم، ګرامه توپاله، 0.828 ملیګرامه منګانیز،9240 وېټامین ای 40 ملیګرامه اوسپنه، 0.08 ملیګرامه وېټامین، بې10.197 ملیګرامه مس، 0.22ملیګرامه بې2 45 ملیګرامه 0.5 ملیګرامه تریو نیکوتیک ، 27 ملیګرامه 59 ملیګرامه وېټامېن سی 6 ، 65 ملیګرامه 0.6 ملیګرامه وېټامېن بې6 ، ،07 ملیګرامه تریو بانتوثنیک ،80 ملیګرامه تریو ستریک ، 6 ملیګرامه ویټامین اچ 350 -900ملیګرامه تریو اوکسالیک، 0.28 ملیګرامه تریوفولیک 72 ملیګرامه تریو بولینا

21 فبراير 2007

سایبین Soybean

 سایبین Soybean
صویا باغلی ( سایبین ) ښه غذا ده په صویا باغلیو کی بيوتين ماده ډیره ده
دایطالیا علماؤ په اثبات رسولی ده چی په صویا فول کی یوه کیمیاوی ماده د ليستين" Lecithin په نامه چی ددغی مادی وظیفه په وینه کی د کلوسترول ماتول دی او دصویا باغلی په پروتین غنی دی تر نورو بقولیاتواو تر غنمو څلور واره زیات پروتین لری په صویا باغلیو کی 40٪ پروتین 25 ٪ غوړ او 15٪ شکری مواد او مهمی معدنی مالګی لکه کلسیم ، اوسپنه ، مګنیزیم ، پوتاشیم ، ګوګړ ،ویټامین E, A, B1, B3, D, H وجود لری
دصویا( سايبين ) باغلیو فایدی :
دصویا باغلی دزړه دناروغیو سره جګړه کوی او کولسترول 9٪ کموی
دصویا باغلی هډوکی سالم ساتی خاصتا دډیر عمر میرمنی
صویا باغلی د تې دجنګاښ ضددی
صویا باغلی دبروستاتو دغدو دچنګاښ دناروغی ضد دی
5- که په اونۍ کی یوار دصویا باغلی وخوړل سی 50٪ دغټو کولمو دچنګاښ دناروغی امکانات ختموی او هم50٪ درحم دچنګاښ ناروغی امکانات ختموی
صویا باغلی دزړه ددریدو امکانات ختموی
دصویا باغلی د وینی فشار کموی
دپام وړ :
علماؤ او پوهانو دا هم وايې چی په صویا باغلیو کی ایستروجین ښځینه هورمون ډیر دی که ئې نارینه ډیر وخوری دمنوی حیوانات دکموالی سبب ګرځی
دحکیم څخه ژباړه
دلا زیات معلومات دپاره پیتاونه ویبلاک وګوری
:
http://www.tolafghan.com/petawona

20 فبراير 2007

زردکې

ګازری یا زردکې
په زردکو کی ویټامین زیات دی
په زردکو کی ویټامین ډی , سی , بی , ای اې , فی فی او ګوګړ ، فوسفور ، کلور ، صودیم ، پوتاشیم ، کلسیم ، اوسپنه وجود لری
زردکی زیاتی فایدې لری
دزردکو اوبه که دلږ څه بوری سره پخې سی دماشومانو دټوخ دپاره فایده کوی
که وماشوم ته زردکه دورځې دری واره ورکول سی 7 ورځی پرله پسی په ګېډه کی چنجیان وژنی او کولمې صفا کوی
که وماشوم ته تر دریمې میاشتی وروسته څو کاچوغی دزردکی اوبه ورکول سی هډوکې قوی کوی ، وماشوم ته که زردکی ورکی دماشوم نسناسته دروی او که ماشوم شیدې خوړونکی وی نو دی نیم کیلو زردکی وړی ټوټی کړی اوپه اوبو کی دی یې یوساعت او پنځلس دقیقې پخې کړی څه مالکه ورواچوی ښه یې سره ولړی او په 24 ساعته کی دی یې په ماشوم وخوری ، دزردکو اوبه که همیشه وچښل شی دشګر دناروغې دپاره ډیره ګټه رسوی او په وینه کی کولوسترول کموی ، زردکی دیرقان (تور ژړی )ناروغ ته ډیره ګټه رسوی ، زردکې که دشهت سره وخوړل سی وینه او هډوکې قوی کوی ، زردکه و سترګوته ډیره ګټه رسوی ، زردکه اعصاب قوی کوی ، زردکه دانسان پوست سالم ساتی او دمخ دپوست د کوتانو مخنوی کوی ،توری دپړسیدو څخه ساتی دزردکو تخم دسږی ناروغیواو اعصابو ته ګټه رسوی ، په ګیډه کی بادونه او دنس ناسته ختموی ،دځواناو دانی سموی ،که دوی دانی زردکی دورځی خوړل دچنګاښ دناروغی او پورته ناروغیو څخه سړی ساتی
په 100 ګرامه زردکه کی لاندی مواد وجود لری
88.6ګرامه اوبه ،240ملیګرامه تریو مانیک ،1.1 ګرامه، پروتېن 48 ملیګرامه ،صودیوم
0.2 ګرامه ،غوړ 311 ملیګرامه ،پوتاشیم 0.01ګرامه ،کولیسترول 41 ملیګرامه، کلسیم
9.1ګرامه ،کاربون هیدرات17 ملیګرامه ،مګنیزیم 4.3 ګرامه ،توپاله 0.247 ملیګرامه ،منګانیز
12000 ،وېټامین ای 0.9 ملیګرامه ،اوسپنه0.13 ملیګرامه وېټامین 1بی 0.11 ملیګرامه مس
0.06ملیګرامه ،وېټامېن 2بی 34 ملیګرامه ،فوسفور0.64 ملیګرامه تریو نیکوتیک 21 ملیګرامه ګوګړ4.3 ملیګرامه وېټامېن C 42 ملیګرامه ،کلورین0.19 ملیګرامه،وېټامېن 6بی 40 انرژی
0.1ملیګرامه ،وېټامېن کی 9 ملیګرامه،تریو یتریک0.45ملیګرامه، وېټامېن اچ 9 ملیګرامه
تریو اوکسالیک0. 8 ملیګرامه

19 فبراير 2007

لیمونLemon

لیمبوLemon
دلیمبو فایدې دلیمبوخوړل د مخه تر خوړو اشتها خلاصوی ، لیمبوکه وروسته ترخوړو وخوړل شی خواړه هضموی ، لیمبوپه
ویټامین سی غنی دی په هډوکو کی کلسیم تثبتوی ، دوینی سپین کرویات په کار اچوی او دناروغیوممانعت راولی ، هغه کسان چی تر پزه یی وینی راځی وهغو ته ډیره فایده کوی ، مکروبونه وژنی او ذ‌کام ته ډیره فایده کوی ،تنفسی جهاز او حنجره صافوی ،دګیډی بادونه ورکوی،دخولی دانی ورکوی ،دبدن پلې په کار اچوی ستړی کس ته ډیره فایده کوی ، دلیمبو تیل دعطرونواو شامپو په جوړولوکی ډیر استعمالوی ،که د لیمبوټوټې پر مخ او غاړه کښیښودل شی دپوست غوړ ختموی ،که په اونی کی دوه واره مخ دلیمبو په اوبو غوړ سی دمخ کوتان ورکووی ،دلیمبو اوبه که دګلسرین سره ګډی شی او لاسونه په غوړ شی دلاسو سږوالی ورکوی او لاسونه نرموی ،هغه نوکان چی ژر ماتیږی که دلیمبو په اوبو ولړسی نو کان به بیا نه ماتیږی ،که غوماشی ، غالبوزی چیچلی ځای باندی که لیمبو وموښل شی ډیره فایده ، دوینی فقیر ته ، اوهغه کسان چی اینه یې کا کوی وهغوی ته ډیره فایده کوی، دلیمبو پوستکی دګیډی چنجیان خارجوی ، په ژړ بریښندوکی لیمبو کی ګټه زیاته وی اوپه شین لیمبو کی ویټامین سی لږ وی په لیمبو کهپه زږه پونده وموښل سی دپوندی زږوالی سموی
لیمبو باید دلږ څه اوبو سره وچښل شی او سهار په تودو اوبو کی وچیښل سی دمعدې او اینې څخه زاریات خارجوی ، دلیمبو اوبه ډیر ژر خرابیږی باید تازه استعمال شی

په 100 ګرامه لیمبو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه89.3ګرامه ، پروتېن0.9 ګرامه ،کاربون هیدرات8.7ګرامه، توپاله 0.9 ګرامه وېټامین 1بی 0.04 ملیګرامه ، تریو نیکوتیک 0.1 ملیګرامه ، وېټامېن سی 45 ملیګرامه ، تریو بانتونیک 0.1 ملیګرامه تریو مالیک290ملیګرامه ، تریو ستریک6.80 ملیګرامه ، صودیوم6 ملیګرامه ، پوتاشیم148 ملیګرامه ، کلسیم40 ملیګرامه ، مګنیزیم9 ملیګرامه ، منګانیز0.04 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، مس0.26 ملیګرامه ، فوسفور22 ملیګرامه ،
ګوګړ8 ملیګرامه ، انرژی 32کلورین4 ملیګرامه

عسل Honey

ګبین (شات ) عسل Honey:



شات ډیره ښه غذا ده په شات کی ویټامین ای,ډې, ایې,کې, سې , بې1, بې2, بې3, بې5بې 6او كلسيم و فوسفور , اوسپنه ، مس، صودیم ، وجوى لري او په شهت كي 15 دوله شګر وجود لری او به شهت کی داسی نور مواد وجود لری چی تر اوسه علماو نه دی کشف کړی ، دمعدی پر داخلی دیوال تاثیر نه کوی وړی کولمی شهت ډیر په اسانی سره جذبوی ،غاښونه نه خرابوی لکه نور خواږه شیان چی غاښوږنه خرابوی ،وجسم ښه طاقت ورکوی ، و پښتورګی ته څه زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،دشګر وناروغ ته هیڅ زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،شات دتنفسی جهاز د هر ډول نارغی دپاره ښه علاج دی ،شات دمعدی زیات تیزاب ختموی خاصتا چی دمعدې زخم او معدی دخولی زخم لری ، یوه کاچوغه شات په اوبو کی ویلی سوی په نهاره که وخوړل شی قبض ماتوی ،وماشوم ته یوه کوچنی کاچوغه د4 میاشتی څخه وروسته ورکول شی دوینی دفقر په ناروغی هیڅ کله اخته نه شی او دکولمو دردونه به یې هم ورک شی ،پرماشوم غاښونه اسانه کوی هغه په داسی ډول ( لږ عسل دلیمبو داوبو سره ګډ کړی او وری یی په ورولړی) ، که ماشوم په ځای کی بولی کوی یوه کوچنی کاچوغه شهت تر بدیدو دمخه ورکړی دهغه عصبی جهاز به ارام شی او په ځای کی بولی ونه کړی ، داینې او پښتورګی ناروغ ته شهت خوړل ډیره ګټه رسوی ،یوه غټه کاچوغه شهت خوړل تر خوب دمخه وسړی ته ښه خوب ورولی ،دسر درد او ډیری خولې کونکی که یوه کاچوغه شهت په تودو اوبو کی وچیښی ډیره فایده کوی ،دشات خوړونکی سړی دبدن پوست روښانه وی اوويښتان یی بریښی ،شات دخولی ،ژبې ، ورې التهاب جوړوی ،شات زړه قوی کوی او وینه وخپل طبیعی حالت راولی او هیموګلوبین زیاتوی ، بدن ته ښه طاقت ورکوی ،په بدن کی زاریات ختموی

زردالوAPRICOT

زردالوAPRICOT

ښه غذا ده ژر هضمیږی ، دوینی فقیر ته ډیره فایده کوی ولی چی په زردالو کی اوسپنه ډیره ده اعصاب اراموی او خوله ختموی ، اشتها خلاصوی
وسترګو ته ډیره فایده کوی ولی چی ویټامین ای پکښی ډیره ده ، اشتها خلاصوی او دنارغیو پر ضد دفاع کوی ، دماشوم جسم ته ډیره فایده رسوی
دزردالوخوږې مندکی هم ډیر فایده لری لکه بادام دزردالو په مندکه کی تر زردالو ګټه ډیره ده

په 100 ګرامه تازه زردالو کی لاندی مواد وجود لری

اوبه85.3ګرامه ، پروتېن0.9 ګرامه، غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات12.9ګرامه ،توپاله 0.6 ګرامه
ویټامین ای2790 ، وېټامین ملیګرامه ، ویټامین بی، وېټامېن سی8 ملیګرامه ، تریو نیکوتنیک0.7 ملیګرامه ، صودیوم0.6 ملیګرامه ، پوتاشیم440 ملیګرامه ، کلسیم16 ملیګرامه ، مګنیزیم9 ملیګرامه ، اوسپنه 0.5 ملیګرامه ، مس 0.11 ملیګرامه ، فوسفور
0.23 ملیګرامه ،ګوګړ6 ملیګرامه ، کلورین2 ملیګرامه

په وچ زردالو( سرخوچه ، کشته ) ډیری فایدی یوه کامله غذا ده او څلور چنده تر تازه زردالو ښه ده دوچ زدالو شربت ډیری فایدی لری خاصتا په روژه مبارکه کی که دروژه مات پر وخت وچیښل سی دبدن هغه کم سوی مواد پوره کوی زموږ په ګران هیواد کی ددی قیمت بها غذا میوه ډیره ده لاکن متاصفانه په کمال نه ده رسیدلی په سوریه کی داشتغ څخه یو نرم نری ورغ جوړیږی او بیا په پلاسټک کی ایښودل کیږی په بازارونوکی په ښه قیمت پرولل کیږی او وخارج ته په ټنو صادریږی

په 100 ګرامه وچ زردالو( اشتغ ، کشته یعنی شکمپاره) کی لاندی مواد وجود لری

اوبه24ګرامه ، پروتېن5.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ، کاربون هیدرات66.9ګرامه ،توپاله 2.6 ګرامه
ویټامین ای7430 ، وېټامین ملیګرامه ، وېټامین 1بی10.ملیګرامه ، ویټامین 2بی 0.16 ملیګرامه ، وېټامېن سی12 ملیګرامه ، تریو مالک810ملیګرامه ، تریو نیکوتنیک3.3 ملیګرامه
صودیوم 11 ملیګرامه ، پوتاشیم0.170 ملیګرامه ،کلسیم86 ملیګرامه ، مګنیزیم65 ملیګرامه اوسپنه4.90 ملیګرامه ، مس0.4 ملیګرامه ، فوسفور119 ملیګرامه ، ګوګړ6 ملیګرامه ، کلورین47 ملیګرامه ، انرژی 262 تریو ،ستریک0.350 ملیګرامه

انګور Grapes

انګور Grapes
دانګورو فایدې
انګور ژرهضمیږی قبض ماتوی، او په ګیډه کی غذا دورستیدو څخه ساتی
انګور بولی ډیروی ، او دپښتورګی ناروغ ته ډیره ګټه رسوی اېنه په کار اچوی او ژړ خارجوی ،هغه کسان چی په بدن کی یې کلسیم لږ وی وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی ،په جسم کی طاقت زیاتوی ،هغه کسان چی اعصاب یې کمزوری وی دهغه دپاره انګور ډیره فایده کوی ،دپښتورګی او مثانې څخه ریګ خارجوی ،دوینی فشار منظم ساتی ،هغه کسان چې دوېنی په فقر اخته وی انګوروهغه ته ډیره ګټه رسوی ،اعصاب او پلی قوی کوی ،دبدن څخه څخه زاریات خارجوی
هغه کسان چې د بندونو درد او یا دهډوکو کمزورې لری وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی
هغه کسان چې معده یې د چنګاښ ناروغې لری که دورځې د1- 4 سیره انګور وخوری انشاء الله شفا به ومومی

په 100 ګرامه انګورو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 81.6ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ 0.4 ،کولیسترول 0.06ګرامه ، کاربوهیرات 16.7ګرامه، تپاله 4.3ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ، ویټامین ای 80 ویټامین 1 بی 0.05ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.4ملیګرامه ویټامین سی 4ملیګرامه ، ویټامین 6 بی6 0.1 ملیګرامه تریو بانتونیک 0.08 ملیګرامه ، تریو مانیک 650 ملیګرامه ، صودیوم 2ملیګرامه ، پوتاشیم234 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، مګنیزیم7ملیګرامه ، منګانیز 0.083 ملیګرامه ،مس 0.098 ملیګرامه ، فوسفور 21 ملیګرامه ، ګوګړ 9 ملیګرامه ، کلورین 2 ملیګرامه ، انرژی 86

کشمش The preserved Grapes
دکشمشوفایدې
دوېنی تریو تیزاب ختموی ،وبدن ته ښه طاقت ورکوی،داېنې دپاره ډیر ه فایده کوی
دتنفسې جهاز دناروغیو دپاره ډیره فایده کوی ، دبولو او مثانې دناروغیو دپاره ډیره ګټه رسوی، دنیکوتینو تاثیر ختموی
په 100 ګرامه کشمشو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 24ګرامه ، پروتین 2.3 ګرامه ،غوړ 0.5 ، کاربوهیرات 71.2ګرامه فوسفور 139 ملیګرامه ،اوسپنه 3.3 ملیګرامه ، ویټامین ای 50 ویټامین بی 1 0.15 ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، ، انرژی 77 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، منګانیز 0.08ملیګرامه


دتازه انګورو اوبه لاندی فایدی لری
اعصاب اراموی ، ډیر ډنګر کسانو ته ښه فایده کوی ،معده او کولمې پاکوی
ځیګر خلاصوی او چې دبدن پوست سور شوی وی هغه سور والې ورکوی ،دبدن څخه زاریات خارجوی، بولې ډیروی ، دپښتورګې او مثانې څخه ریګ خارجوی ، دبولو تیزابی خاصیت سموی ،قبض ماتوی ، دترخې تیزاب ډیروی
په 100 ګرامه د انګورو په اوبو لاندی مواد وجود لری
اوبه81 ګرامه ، پروتېن0.4 ګرامه ،کاربون هیدرات16.7 ګرامه ، وېټامین ای 0.03 ملیګرامه، وېټامېن بی 2 0.08ملیګرامه ، تریو نیکوتیک0.2 ملیګرامه ، وېټامېن سی 2 ملیګرامه، وېټامېن 6بی 0.08 ملیګرامه ، تریو بانتونیک0.08 ملیګرامه ، تریو مالیک310 ملیګرامه، تریو ستریک20 ملیګرامه ، پوتاشیم120 ملیګرامه ،کلسیم120 ملیګرامه ،اوسپنه0.3 ملیګرامه، مس0.02 ملیګرامه ، فوسفور10 ملیګرامه ، صودیم 1 ملیګرام

دتاکانو بلګونه
زموږ په هیواد کی دتاکانو بلګونه په پراخه اندازه وجود لری متاسفاته چې دهغو څخه څه ګټه نه اخستل کېږی نه وخارج ته صادریږی او نه په پخلې کی کار ځنی اخستل کیږی په نورو هیوادو کی دتاکانو دبلګو څخه دپخلۍ کار اخلی او ونورو هیوادو ته ئې په مر طبانو کی صادروی دتاکانوپه بلګونو کی وېټامینن په زیاته پیمانه وجود لری او ښه خوندوره غذا ده
په 100 ګرامه دتاکانو په بلګو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 1 ګرامه ، اېرې 1 ګرامه، کاربون هیدرات15.6 ګرامه، تپاله 2.6 ګرامه ، کلسیم392 ملیګرامه وېټامین ای 17900، وېټامین 1 بی 0.26 ملیګرامه، وېټامین بی20.08 ملیګرامه، وېټامین سی 120ملیګرامه انرژی79

انار Pomegranate

انار Pomegranate



انار اعصاب قوی کوی ،که داناروپه اوبو لږ څه اوبه اوشهت ګډ سی تنفسی جهاز پاکوی ، قبض سموی وېنه پاکوی
او کولمې د غوړو څخه پاکوی
دانار ددرختی په پوستکې کی دوه مواده ( بلیترین ، ایزوبلیترین 0.25 ٪)وجود لری چې دکېډی داوږدوچنجیانوپه خارجولو کی ډیره مرسته کوی
انار و بدن ته ښه طاقت ورکوی،انار وېنه پاکوی که دوه ګیلاسه دانار اوبه دورځی وچیښل سی سترګی روښانه کوی دسر درد ، تبه ، دنس ناسته ختموی، دانار اوبه په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی ،انار معده اوزړه قوی کوی بولی ډیروی ، په بدن کی ګرمی ختموی
اناردانه
يعني د انارو وچي دانې اشتها خلاصوي او ګېډي ته طاقت ورکوي
د ا نارو شربت : د سوزاک، قى وهلو، ټېغ ايستلو، او سلګۍ وهلو لپاره ډیرګټور دي. تنده ماتوي، د زړه بې قراري ليري کوي او ګېډی ته طاقت ورکوی د ا نار ګل: د ماشومانو د نس ناستي لپاره ګټور دى او کولمې زيږي کوي
ا نار پوست
که دانار پوستکى وسوزئ او د شاتو سره يې ګډ کړئ او لږ لږ يې وخورئ ټوخى ژر بندوي
او دانار پوست هغه ژړه پسته حیصه میده کړل سی او شات ورسره ګډ سی دمعدې دزخم لپاره ښه درمل دی انار پوست چی موږ په هغه سره اور بلوو لاکن په نړی کی په هغه سره دحیواناتو پوستونه پخوی اودهغه څخه په رنګ جوړولوکی استعمالوی
په 100 ګرامه انار کی دالاندی مواد وجود لری
اوبه 81.3ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ0.7ګرامه ، کاربوهیرات 14.7ګرامه، تپاله 2ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ،ویټامین1 بی 0.07 ملیګرامه، ویټامین 2بی0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.9ملیګرامه ویټامین سی 8ملیګرامه ، انرژی 77

18 فبراير 2007

رومی Tomato

رومی Tomato





درومیانو فایدې

اشتها خلاصوی، طبیب او ډاکتر درومیانو په خوړلو او دهغه داوبو په چښلووهغو کسانو ته امر کوی چې دروماتیزم ، نقرس ( دپښوبجلوکو درد) دپښتورګې ډبری ، دبولواو مثانې ریګ ، او دبندونوالتهاب ناوغې لری ، درومی کامل ( اوبه ، پوستکې ، او مندکې ) ټوله خوړل دی ولی چی درومې پوستکې دنرې کولمو حرکت اسانه کوی او هغه مواد چی په نری کولمو کی وراسته شوی وی هغه خارجوی ، رومې نرم دی او پوستکې په نرې کولمو کی نه جزبیږی دغټو کولمو ته چې ورسیږی نو هغه فضول مواد مات او ټوټه کړی ددی سببه دهغو کسانو دپاره ډیر فایده کوی چې دقبض ناروغۍ لری ، هغه کسان چې دمعدی تیزاب یې ډیر وی دهغو دپاره فایده کوی ، وېنه قوی کوی دهغو کسانو دپاره چې دوېنې دفقر په ناروغې اخته وی او یا خپله وېنه وبل ناروغ ته ورکړی او بیا رومیان وخوری ډیره فایده ورته کوی، هغه کسان چې دزړه ، شګر ، او چاغوالی ناروغې لری وهغو فایده کوی ، ماشوم اود ډیر عمر کسانو ته ښه فایده کوی ، درومیانو اوبه هغه مکروب چې وجسم ته فایده کوی په ګیډه او کولمو کې سالم ساتی ، دری ګیلاسه اوبه او یو ګیلاس درومی اوبه که سهار په نهاره وچښل سی 90 ورځی ډیر ښه رژیم دی

په 100 ګرامه تازه رومې کی لاندی مواد وجود لری :

اوبه94.1ګرامه، پروتېن1 ګرامه، غوړ0.3 ګرامه، کاربون هیدرات4 ګرامه ،توپاله 0.6 ګرامه وېټامین ، تریو نیکوتنک0.6 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.1 ملیګرامه ، تریو ستریک390ملیګرامه، تریو اوکسالیک0- 5 ملیګرامه ، صودیم4 ملیګرامه ، پوتاشیم268 ملیګرامه ، کلسیم11 ملیګرامه ، فوسفور27 ملیګرامه ، ګوګړ14 ملیګرامه ،کلورین40 ملیګرامه
تریو مالیک150 ملیګرامه، وېټامین 1بی0.06 ملیګرامه ، وېټامین2 بې0.04 ملیګرامه وېټامین سې23 ملیګرامه
،وېټامین اچ0.27 ملیګرامه، مګنیزیم12 ملیګرامه، اوسپنه 0.5ملیګرامه ، مس0.079ملیګرامه
په 100 ګرامه درومیانو په اوبو کی دا لاندی مواد وجود لری


اوبه 93.5ګرامه ،پروتېن 1 ګرامه ،غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات4.3 ګرامه ، وېټامین ای1050 تریو نیکوتنک0.7 ملیګرامه ،نرژی23 تریو ستریک0.7ملیګرامه، وېټامین 1بې0.05 ملیګرامه وېټامین2 بې0.03 ملیګرامه، صودیم230 ملیګرامه، پوتاشیم230 ملیګرامه ، کلسیم7 ملیګرامه فوسفور15 ملیګرامه، ګوګړ5 ملیګرامه ، کلورین380 ملیګرامه ، مګنیزیم10 ملیګرامه

دپيام و
ړ

هغه کسان چې داېنې ناروغې ، دغټو کولمو التهاب لری درومې بوستکی دی نه خوری ،که مو درومیانو سلاطه خوړل نو هغه ته لیمبو ، مالګه ،او سرکه ډیره مه وراچوې ولی چی هغه خپله ډیره تروېشکې لری ،رومې ډیر مه پخوی ولی چی دفایدی ویټامین ئی کمیږی خاصتا په اوبو کی او ښه داده چی په غوړو او کوچ کی پاخه شی چی بعضی ویتنامین سی او نور موادئی سالم پاته شی او که څو څاڅکی سرکه او یا لیمبو دپخلی پر وخت ورواچول شی رنګ به یې دمنځه نه ځې0

پېاز Onion

پېاز Onion



دپیازو فایدې

پیاز اعصاب قوی کوی ، وېنه صافوی دوینی جریان تنظیموی ،مکروب وژنی خاصتا دتیفوس مکروب ، په پیازو هغه مواد دی چی د پنسلین کار هم څنی اخستلای شو بولی ډیروی، دځیګر دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دچنګاښ دناروغې ضد دی هغه څوک چی پیاز خوری هغه به دچنګاښ دناروغې څخه په امان وی ، اشتها خلاصوی او ښه غدا ده دهغو کسانو دپاره چی معده یې قوی وی ، دشګر ناروغ ته ډیره فایده کوی او دخولې وچوالی به یې ورک سی فرانسوی عالم ثابته کړی ده چی په پیاز کی یوه ماده دګلوکینین وجود چی دانسولین کار ورکوی جنسی طاقت ډیروی ، دزړه حرکت قوی کوی او شراېین دبندیدو څخه ساتې، وپوستکې او وېښتانو ته ډیره فایده رسوی،
که څوک ترخوب دمخه یوه کوچنې دانه پیاز وخوری ډیر ښه خوب به ورسی لاکن په ګیډه بادونه پیداکوی او که یې سهارتر نهارې دمخه وخوری هاضمه به یې ښه شی
که دبېسده سړی وسږمو ته ونیول شی په هوش کی به راشی
په 100 ګرامه تازه پیازو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه88.8 ګرامه ، پروتېن1.4ګرامه، غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات9 ګرامه ، توپاله 0.8 ګرامه
وېټامین ای50 ، تریو نیکوتنک0.1 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.13 ملیګرامه ، انرژی
وېټامین 1بې0.03 ملیګرامه، وېټامین2 بی0.02 ملیګرامه ، وېټامین سې9 ملیګرامه ، وېټامین اچ0.27 ملیګرامه ، تریو مالیک170 ملیګرامه ، تریو ستریک20ملیګرامه ، تریو اوکسالیک23 ملیګرامه، صودیم38 ملیګرامه ، پوتاشیم130 ملیګرامه ، کلسیم23 ملیګرامه ، فوسفور0.44 ملیګرامه ، ګوګړ68 ملیګرامه ، کلورین24 ملیګرامه ، مګنیزیم 15 ملیګرامه ، منګانیز0.363ملیګرامه ، اوسپنه0.5ملیګرامه ، مس0.13ملیګرامه ۰

په 100 ګرامه وچ پیازو کی لاندی مواد وجود لری

اوبه9.9ګرامه ، پروتېن 10.1ګرامه ،غوړ1 ګرامه ، کاربون هیدرات75.2 ګرامه ، وېټامین ای0
وېټامین 1بې0.23 ملیګرامه ، ،وېټامین2 بې0.15ملیګرامه ، وېټامین سی37 ملیګرامه، تریو نیکوتنک ، 1.1 ملیګرامه ،کلسیم158 ملیګرامه ، فوسفور256ملیګرامه ، اوسپنه3.1ملیګرامه
دپام وړ
په هغو هیوادو کی چی دپیازو خوراک ډیر دی هلته دچنګاښ ناروغی هیڅ وجود نه لری ، پیاز بایدپه داسی ځای کی وساتل سی چی
وچ ځای وی او هوا یې خلاصه وی سپن سوی پیاز که پاته شی هغه باید بیا استعمال نه شی ولی چی هغه زاریات جوړ شی ۰

پټاټېPotato

پټاټېPotato








پټاتې ښه غذا ده ، که دپټاټو سره شیدې یا کلسیم ګډ سی نو به کامله قوی غذا سی
ایشول سوی پټاټې دهغو کسانو دپاره چې معده یې ضعیفه وی او یا دمعدې تیزاب لری او یا هغه کار ګران چې سخت کارونه کوی ډیره فایده کوی ، دپټاټو اوبه که پرسوځلې ځای ژر واچول سی درد اراموی او هغه سوځلی ځای کوبې نه کوی ، پټاټې وزن زیاتوی ، اشتها خلاصوی
:په 100 ګرامه تازه پټاټو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 77.80ګرامه ، پروتین 2 ګرامه ،غوړ 0.1 ، ، کاربوهیرات 19.1ګرامه، تپاله 0.4ګرامه ، فوسفور 52 ملیګرامه ،اوسپنه 0.8ملیګرامه ، ویټامین 6ملیګرامه، ویټامین 2بې0.40وېټامین سې23 ملیګرامه ، ویټامین بې6 0.2 ملیګرامه ویټامین اچ ملیګرامه 0.27 تریو بانتونیک 0.08 ملیګرامه ، تریوستریک510 ملیګرامه ، صودیوم 2ملیګرامه ، پوتاشیم234 ملیګرامه ، کلسیم6 ملیګرامه ، مګنیزیم27 ملیګرامه ، منګانیز 0.137 ملیګرامه ،مس 0.164 ملیګرامه ، ، ګوګړ 29 ملیګرامه ، کلورین 35 ملیګرامه ، 85 تریو فولیک 0.1 ملیګرامه، تریو بانتوثنیک0.3 ملیګرامه ، تریو نیکوتنک 1ملیګرامه ،وېټامین کې0.08 ملیګرامه ، تریو اوکسالیک5.7 ملیګرامه ۰په 100 ګرامه سرې کړی پټاټو (چپس ) کی لاندی مواد وجود لریاوبه3 ګرامه ، پروتېن6.7 ګرامه ، غوړ37.1 ګرامه ،کاربون هیدرات 49.1 ګرامه،توپاله 1.1 ګرامه وېټامین ، وېټامین 1 ملیګرامه، وېټامین2 ملیګرامه ، تریو نیکوتنتیک2 ملیګرامه ،وېټامین سی 11 ملیګرامه، صودیم340 ملیګرامه ،کلسیم30 ملیګرامه ، پوتاشیم880 ملیګرامه ، اوسپنه19 ملیګرامه ، 544 فوسفور152ملیګرامه ،دپام وړ
سرې کړی پټاټې ژر نه هضمېږی هغه کسان چې په بدن کی چاغ وی دهغو دپاره دسرې کړو پټاټو
خوراک ښه نه دی
دپټاټوپه سترګو ( زخو ) کی یوه ماده چې سولانین Solanine ورته وایې دغه ماده ضرر ناکه ماده ده داستعمال پوخت کی باید دغه زخی تر نه لری شی
پټاټې بایددپوستکی سره پخې شی وروسته تر پخیدو پوستکی تری نه لری شی او یا ډیری نازکی سپینی شی ولی چې اکثره ویټامین تر نازک پوست لاندی دی
پټاټې په بخار سره پخول ښه دی ولی چې اکثره دفایدی مواد یې وساتل شی
په ژړه پټاټه کې تر سپینی او خړی پټاټې ویټامین ډیر وی درانیولو په وخت کی باید ژړه پټاټه رانیول شی
۰
انځر Fig

انځر ډیره قیمتی غذا ده دبدن څخه ترویشکی جزبوی چی دغه ترویشکی دزیاتو ناروغیو سبب ګرځی
پښتورګی او مسالک بولی پریولی ،قبض ماتوی خاصتا دډیر عمر کسان که 3- 4 دانی وچ انځر په اوبو کی خشته کړی او بله ورځ سهار یې په نهاره وخوری او اوبه یې وچښی دقبض دپاره تر هر ډول ګولی انځر ښه درمل دی ،دتنفسی جهاز دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دماشومانو، سپن ږورو ، سپوټ کونکو ، دامیدوارو میرمنو دپاره ډیره ښه غذا ده ،هغه ریګ چې په پښتورګی او مثانه کی وی دهغه دخارجولو او پاکولو دپاره ډیره فایده کوی او او دپښتورګی اومثانی دپریوللو دپاره ښه درمل دی

په 100 ګرامه تازه انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.4 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین1بی 0.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی0.07 ملیګرامه، وېټامېن سی 2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، انرژی65

په 100 ګرامه وچ انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.9 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین بی 10.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی 0.07ملیګرامه، تریو نیکوتیک0.63 ملیګرامه ، وېټامېن سی2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، فوسفور40 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، کلورین16 ملیګرامه ، یود0.35 ، کارسین (زنک)0.25 انرژی65

دپام وړ
دانځر خوراک بایدډیر هم نه شی چې هضم خراب سی او هغه کسان چې کولمی یې التهاب لری تکلیف ورته پیښ کړی تر پنځه یا شپږ دانی دی اضافه نه خوری

17 فبراير 2007

بِسْمِِ اللهِ الرَّحمن ِ الرَّحِیْمِ
مشهور طبیب رازی صاحب وایې که ددرمل کار دناروغی مقاومت یادبدن روغول وی نو غذا هغه ښه درمل دی دانسان دبدن دروغولو او سالم صحت ساتولو دپاره،
هغه غذا چی موږ یی نن خورو هغه صباته تا ثیر کوی په فیزیلوجیه او بیولوجیه کارو باندی دانسان دبدن په غړوباندی او ټوله غړی دانسان دبدن نوی کوی ،کم وخت چی مکروب وبدن ته دانسان داخل شی چی هغه سبب دی دنارغیو دبدن دفاعی سستم مقاومت کوی دمکروب په مقابل کی او هغه منع کوی او دمکروب زاریات ختموی نه غواړی چی دانسان وبدن ته څه ضرر ورسو