23 ديسمبر 2014

دچنجایو دناروغي علاج او دهغه څخه دځان وقایه




په نس کي چنجیان درطب وراسته شي څخه پیداکيږی،  دصفرااو سوداء څخه نه پیداکيږی ، ولی چي صفراډیره ګرمه ده او سوداء  وچه او خونکه ده  چنجیان ژوند نسي کولای،   بلغمی ماده دچنچیانو دژوند دپاره مناسبه ده  که بلغمی ماده ډیره سي او ورسته سي  په کولمو کي پاته سي .
په نس کی ولی چنجیان پیداکیږی :-

     1-دډیرخوراک له امله  او کله  چي په معده کي  بلغم ډیر سي .

2-دهاضمې کمزوری او دبدن دغړو خونکي ، چي دا دهاضمې د خرابوالی سبب ګرځی .

3-سریښ ناکه خواړه ، لکه لوبیا او  دامو غوښو خوړل ، البان خوړل ، او رطب میوې خوړل .

4-په ډکه خیټه جماع ( نزدیکت ) کول .

5-اوړه کفه کول .

6-ځنی چنجیان یو دبل څخه اخستل کيږی .

دچنجیانو دشتون نښی نښانی  :-

دچنجیانو دوجود علامی یو دبل سره توپیر لری ځنی اوږه چنجیان وي ، او ځینی لنډ او ځنی برداره چینجیان وي .

  1. دورځی یي  شونډان سپیره وي ، او په خوب کي دخولې څخه ناړی بهیږی .
  2. دنارغ طبیعت خراب وي ژر درد ورځی .
  3. دشپی غاښونه چیچي .
  4. په خوب کي ارږمۍ کاږی  ،کله کله چغه کوي،  که یی څوک دخوبه ويښوي خوابدی کيږی .
  5. پر سترخوان چې کښینی وخوړو ته یی هوا نه کيږی دخوړو څخه  یی بد راځی .
  6. دچنجیانو څخه دمیرګی ناروغي او تشنجات  هم پیښیږی .
  7. کله کله  ډیر وږی کيږی ،  ولی چی خواړه چنجان وخوری،  او دزړه خفقان هم ورته پیښیږی .
  8. په خوب کي چنجیا په حرکت راځی .
  9. دمعدې خوله کړپی کوي ، مغض وي  ، او ګوله  یی مښلی او اشتهایی بنده وي .
  10. هغه کس چي چنجیان لری  په بدن کي یی سستی ډیره وي ، کله کله یی سترګی سرې وي  .
  11. مقعده یی کا کوي .

 

دچنجایو دناروغي علاج او دهغه څخه دځان  وقایه :-

  • کولمې د بلغمو څخه داملی شیانولکه د ( سنا ) په خوړولو سره پاکول .
  • دبلغمې خوړو( هغه خواړخه چي بلغم ډیروی لکه بادرنګ ، مستې ...) څخه پرهیز کول .
  • دچنجیانو دوژلو دواوي لکه ( مُریعنی ترخې کونډری ، ترمس یوډول ژړ  باغلی  دی ، هوږه ، زعتر ، انیسون ، دکرفس تخم ، وانجه یعنی توری دانې  چینجیان  وژنی او وروسته صبر سقطری او مستکا خوړل کيږی چي مړه چنجان خارج سي  .
     ددوا تر خوړولومخکي باید کباب و  زبیښل سي ،  چي چنجیان دکباب پر اوبو  راټول سي   اووروسته  سمدلاسه دوا وخوړل سي .
  • هغه کوچنی سپن چنجیان چي په مقعده کي د هغوي دپاره مالګه فایده  کوي .
  • وانجه ( توری دانې )میده کړی او د مړغونی اوبه په ګډې کړﺉ پرنوه باندی یی وتړﺉ  ،دنس څخه چنجیان خارجوي .
  • ترمس ( ژړباغلی ) په اوبو کي وایشوﺉ اوبه یی په عسلو خوږې کړي ويی چښﺉ.
  • دزردکو جوس په نهاره چیښل چنجیان ورکوي .
  • دجوز خوړل  یا دجوز  تیل دپټاټې  سره خوړل پلن چنجیان ورکوي .
  • دیرش ګرامه ملخوځی په یوه لیټر اوبو کي خیشتې کړﺉ  په تشه خوا یی وچښﺉ  چنجیان ورکوي .
  • نخود په سرکه کي ماښام خیشته کړﺉ او سهار یی په نهاره وخورﺉ .
  • پنځوس یا شپیته ګرامه انارپوست په یوه لیټر اوبو کي وایشوﺉ  ، سهار په نهاره یو ګیلاس  څلور ورځی چیښل کيږی .
  • دګندنی بیخونه ( سپینه برخه )  ښه پاک پریمنځﺉ وروسته یي وګوټﺉ او دشیدو سره یی وخورﺉ چنجیان ورکوي( دګندنې دبیخو جوس او شیدې ) .