7 أغسطس 2007

ګل سرخ

کرکدیه یا غجر HIBISCUS
INDIAN SORELL
HIBISCUS SABDARIFFA
دکرکدیه یا غجر ګل چی بوټی یې تر دو مترو پوری جګوالی مومی سور ګل کوی دګل پاڼی یې وچ او غوټی یې تازه استعمالیږی تریو خوند لری
دکرکدیه په ګل کی ګلو کوسیدات ، رنګه مواد ، اکسالات کلسیم او ویټامین سی وجود لری
دکرکدیه دګل فایدی :
کرکدیه ګل تاوده لکه چای او یخ لکه شربت چیښل کیږی
کرکدیه دګرمې په موسم کی تنده ماتوی او دګرمی احساس ختموی
کرکدیه دوینی فشار کموی او دزړه پلې قوی کوی دوینی دوران ګړندی کوی
معده پاکوی او په معده کی ضرر ناکه مکروبونه وژنی دکولیرا ضد دی هضمونکی خاصیت لری اشتها خلاصوی دروماتیږم درد اراموی ذکام سموی دځیګر ناروغیو ته ډیره فایده کوی په کرکدیه کی ویټامین C زیاته ده
دکرکدیه ګل دشونډانو درنګ ، صابون ، شامپو په جوړولو کی استعمالیږی او په درملونو کی دکیمیاوی رنګ په بدل کی دکرکدیه درنګ څخه کار اخستل کیږی
دپام وړ :
هغه کسان چی دپښتورګی ناروغې ولری وهغه ته یی چیښل ښه نه دی ځکه چی په کرکدیه کی اوکسالات کلسیم ډیر وجود لری او هغه کسان چی دوینی فیشار یی ټیټ وی هغوی دی یې هم نه چيښی ځکه چی دوینی فشاریې نور هم کموی