19 فبراير 2007

عسل Honey

ګبین (شات ) عسل Honey:



شات ډیره ښه غذا ده په شات کی ویټامین ای,ډې, ایې,کې, سې , بې1, بې2, بې3, بې5بې 6او كلسيم و فوسفور , اوسپنه ، مس، صودیم ، وجوى لري او په شهت كي 15 دوله شګر وجود لری او به شهت کی داسی نور مواد وجود لری چی تر اوسه علماو نه دی کشف کړی ، دمعدی پر داخلی دیوال تاثیر نه کوی وړی کولمی شهت ډیر په اسانی سره جذبوی ،غاښونه نه خرابوی لکه نور خواږه شیان چی غاښوږنه خرابوی ،وجسم ښه طاقت ورکوی ، و پښتورګی ته څه زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،دشګر وناروغ ته هیڅ زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،شات دتنفسی جهاز د هر ډول نارغی دپاره ښه علاج دی ،شات دمعدی زیات تیزاب ختموی خاصتا چی دمعدې زخم او معدی دخولی زخم لری ، یوه کاچوغه شات په اوبو کی ویلی سوی په نهاره که وخوړل شی قبض ماتوی ،وماشوم ته یوه کوچنی کاچوغه د4 میاشتی څخه وروسته ورکول شی دوینی دفقر په ناروغی هیڅ کله اخته نه شی او دکولمو دردونه به یې هم ورک شی ،پرماشوم غاښونه اسانه کوی هغه په داسی ډول ( لږ عسل دلیمبو داوبو سره ګډ کړی او وری یی په ورولړی) ، که ماشوم په ځای کی بولی کوی یوه کوچنی کاچوغه شهت تر بدیدو دمخه ورکړی دهغه عصبی جهاز به ارام شی او په ځای کی بولی ونه کړی ، داینې او پښتورګی ناروغ ته شهت خوړل ډیره ګټه رسوی ،یوه غټه کاچوغه شهت خوړل تر خوب دمخه وسړی ته ښه خوب ورولی ،دسر درد او ډیری خولې کونکی که یوه کاچوغه شهت په تودو اوبو کی وچیښی ډیره فایده کوی ،دشات خوړونکی سړی دبدن پوست روښانه وی اوويښتان یی بریښی ،شات دخولی ،ژبې ، ورې التهاب جوړوی ،شات زړه قوی کوی او وینه وخپل طبیعی حالت راولی او هیموګلوبین زیاتوی ، بدن ته ښه طاقت ورکوی ،په بدن کی زاریات ختموی