19 فبراير 2007

لیمونLemon

لیمبوLemon
دلیمبو فایدې دلیمبوخوړل د مخه تر خوړو اشتها خلاصوی ، لیمبوکه وروسته ترخوړو وخوړل شی خواړه هضموی ، لیمبوپه
ویټامین سی غنی دی په هډوکو کی کلسیم تثبتوی ، دوینی سپین کرویات په کار اچوی او دناروغیوممانعت راولی ، هغه کسان چی تر پزه یی وینی راځی وهغو ته ډیره فایده کوی ، مکروبونه وژنی او ذ‌کام ته ډیره فایده کوی ،تنفسی جهاز او حنجره صافوی ،دګیډی بادونه ورکوی،دخولی دانی ورکوی ،دبدن پلې په کار اچوی ستړی کس ته ډیره فایده کوی ، دلیمبو تیل دعطرونواو شامپو په جوړولوکی ډیر استعمالوی ،که د لیمبوټوټې پر مخ او غاړه کښیښودل شی دپوست غوړ ختموی ،که په اونی کی دوه واره مخ دلیمبو په اوبو غوړ سی دمخ کوتان ورکووی ،دلیمبو اوبه که دګلسرین سره ګډی شی او لاسونه په غوړ شی دلاسو سږوالی ورکوی او لاسونه نرموی ،هغه نوکان چی ژر ماتیږی که دلیمبو په اوبو ولړسی نو کان به بیا نه ماتیږی ،که غوماشی ، غالبوزی چیچلی ځای باندی که لیمبو وموښل شی ډیره فایده ، دوینی فقیر ته ، اوهغه کسان چی اینه یې کا کوی وهغوی ته ډیره فایده کوی، دلیمبو پوستکی دګیډی چنجیان خارجوی ، په ژړ بریښندوکی لیمبو کی ګټه زیاته وی اوپه شین لیمبو کی ویټامین سی لږ وی په لیمبو کهپه زږه پونده وموښل سی دپوندی زږوالی سموی
لیمبو باید دلږ څه اوبو سره وچښل شی او سهار په تودو اوبو کی وچیښل سی دمعدې او اینې څخه زاریات خارجوی ، دلیمبو اوبه ډیر ژر خرابیږی باید تازه استعمال شی

په 100 ګرامه لیمبو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه89.3ګرامه ، پروتېن0.9 ګرامه ،کاربون هیدرات8.7ګرامه، توپاله 0.9 ګرامه وېټامین 1بی 0.04 ملیګرامه ، تریو نیکوتیک 0.1 ملیګرامه ، وېټامېن سی 45 ملیګرامه ، تریو بانتونیک 0.1 ملیګرامه تریو مالیک290ملیګرامه ، تریو ستریک6.80 ملیګرامه ، صودیوم6 ملیګرامه ، پوتاشیم148 ملیګرامه ، کلسیم40 ملیګرامه ، مګنیزیم9 ملیګرامه ، منګانیز0.04 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، مس0.26 ملیګرامه ، فوسفور22 ملیګرامه ،
ګوګړ8 ملیګرامه ، انرژی 32کلورین4 ملیګرامه