20 فبراير 2007

زردکې

ګازری یا زردکې
په زردکو کی ویټامین زیات دی
په زردکو کی ویټامین ډی , سی , بی , ای اې , فی فی او ګوګړ ، فوسفور ، کلور ، صودیم ، پوتاشیم ، کلسیم ، اوسپنه وجود لری
زردکی زیاتی فایدې لری
دزردکو اوبه که دلږ څه بوری سره پخې سی دماشومانو دټوخ دپاره فایده کوی
که وماشوم ته زردکه دورځې دری واره ورکول سی 7 ورځی پرله پسی په ګېډه کی چنجیان وژنی او کولمې صفا کوی
که وماشوم ته تر دریمې میاشتی وروسته څو کاچوغی دزردکی اوبه ورکول سی هډوکې قوی کوی ، وماشوم ته که زردکی ورکی دماشوم نسناسته دروی او که ماشوم شیدې خوړونکی وی نو دی نیم کیلو زردکی وړی ټوټی کړی اوپه اوبو کی دی یې یوساعت او پنځلس دقیقې پخې کړی څه مالکه ورواچوی ښه یې سره ولړی او په 24 ساعته کی دی یې په ماشوم وخوری ، دزردکو اوبه که همیشه وچښل شی دشګر دناروغې دپاره ډیره ګټه رسوی او په وینه کی کولوسترول کموی ، زردکی دیرقان (تور ژړی )ناروغ ته ډیره ګټه رسوی ، زردکې که دشهت سره وخوړل سی وینه او هډوکې قوی کوی ، زردکه و سترګوته ډیره ګټه رسوی ، زردکه اعصاب قوی کوی ، زردکه دانسان پوست سالم ساتی او دمخ دپوست د کوتانو مخنوی کوی ،توری دپړسیدو څخه ساتی دزردکو تخم دسږی ناروغیواو اعصابو ته ګټه رسوی ، په ګیډه کی بادونه او دنس ناسته ختموی ،دځواناو دانی سموی ،که دوی دانی زردکی دورځی خوړل دچنګاښ دناروغی او پورته ناروغیو څخه سړی ساتی
په 100 ګرامه زردکه کی لاندی مواد وجود لری
88.6ګرامه اوبه ،240ملیګرامه تریو مانیک ،1.1 ګرامه، پروتېن 48 ملیګرامه ،صودیوم
0.2 ګرامه ،غوړ 311 ملیګرامه ،پوتاشیم 0.01ګرامه ،کولیسترول 41 ملیګرامه، کلسیم
9.1ګرامه ،کاربون هیدرات17 ملیګرامه ،مګنیزیم 4.3 ګرامه ،توپاله 0.247 ملیګرامه ،منګانیز
12000 ،وېټامین ای 0.9 ملیګرامه ،اوسپنه0.13 ملیګرامه وېټامین 1بی 0.11 ملیګرامه مس
0.06ملیګرامه ،وېټامېن 2بی 34 ملیګرامه ،فوسفور0.64 ملیګرامه تریو نیکوتیک 21 ملیګرامه ګوګړ4.3 ملیګرامه وېټامېن C 42 ملیګرامه ،کلورین0.19 ملیګرامه،وېټامېن 6بی 40 انرژی
0.1ملیګرامه ،وېټامېن کی 9 ملیګرامه،تریو یتریک0.45ملیګرامه، وېټامېن اچ 9 ملیګرامه
تریو اوکسالیک0. 8 ملیګرامه