23 فبراير 2007

هوږه Garlic

هوږه Garlic






هوږه دبولود شکری ناروغ ته ډیره ګټه رسوی وی ،وږه شراېن دبندیدو څخه ساتی ولی چی په رګو کی دکولسترول جمع کیدل دمنځه وړی ، فوسفو او کلسیم پکښی ډیر دی ،دوینې فشار ټیټوی ،اشتها خلاصوی ،کولمې پاکوی او سپڼسکې چنجیان خارجوی ،نس ناسته ختموی خاصتا هغه نس ناسته چې دمکروب له وجې پیداسوی وی،بلغم ورکوی ، ټوخ دروی هغه ټوخ چې دسل دناروغې او دسږی دالتهاب څخه پیداسوی وی، بولی ډیروی،جنسی طاقت ډیروی،اعصاب قوی کوی ،دپښتورګی او مثانې رېګ صفاکوی ،هوږه که کور کی دود سی دسل او دفتریا مکروب وژنی ،دغاښ درد اراموی
په 100 ګرامه هوږه کی لاندی مواد وجود لری :
63.8ګرامه اوبه، 0.0.21 ملیګرامه وېټامین بې1 ،5.3 ګرامه پروتېن ،0.08ملیګرامه وېټامېن
0.2 ګرامه غوړ، 38 ملیګرامه کلسیم28.2ګرامه،کاربون هیدرات ،134 ملیګرامه فوسفور
1.1 ګرامه توپاله ، 1.4ملیګرامه اوسپنه ،75 وېټامین ای ، 140 انرژی
دپام وړ :
هغه کسان چې معده یې ضعیفه وی او یا دمعدې تېزاب یې ډیر وی هغه دی هوږه ډیره نه خوری ،دماشوم مور چې وماشوم ته شیدې ورکوی هغه دی هوږه نه خوری ،دهوږی تر خوړولو وروسته دخولی دبوی دورکولو دپاره څو تاره بقدونس ، نخود ، اویا یوه کاچوغه شهت وخوری چی بوی یې ورک شی