19 فبراير 2007

انګور Grapes

انګور Grapes
دانګورو فایدې
انګور ژرهضمیږی قبض ماتوی، او په ګیډه کی غذا دورستیدو څخه ساتی
انګور بولی ډیروی ، او دپښتورګی ناروغ ته ډیره ګټه رسوی اېنه په کار اچوی او ژړ خارجوی ،هغه کسان چی په بدن کی یې کلسیم لږ وی وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی ،په جسم کی طاقت زیاتوی ،هغه کسان چی اعصاب یې کمزوری وی دهغه دپاره انګور ډیره فایده کوی ،دپښتورګی او مثانې څخه ریګ خارجوی ،دوینی فشار منظم ساتی ،هغه کسان چې دوېنی په فقر اخته وی انګوروهغه ته ډیره ګټه رسوی ،اعصاب او پلی قوی کوی ،دبدن څخه څخه زاریات خارجوی
هغه کسان چې د بندونو درد او یا دهډوکو کمزورې لری وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی
هغه کسان چې معده یې د چنګاښ ناروغې لری که دورځې د1- 4 سیره انګور وخوری انشاء الله شفا به ومومی

په 100 ګرامه انګورو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 81.6ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ 0.4 ،کولیسترول 0.06ګرامه ، کاربوهیرات 16.7ګرامه، تپاله 4.3ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ، ویټامین ای 80 ویټامین 1 بی 0.05ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.4ملیګرامه ویټامین سی 4ملیګرامه ، ویټامین 6 بی6 0.1 ملیګرامه تریو بانتونیک 0.08 ملیګرامه ، تریو مانیک 650 ملیګرامه ، صودیوم 2ملیګرامه ، پوتاشیم234 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، مګنیزیم7ملیګرامه ، منګانیز 0.083 ملیګرامه ،مس 0.098 ملیګرامه ، فوسفور 21 ملیګرامه ، ګوګړ 9 ملیګرامه ، کلورین 2 ملیګرامه ، انرژی 86

کشمش The preserved Grapes
دکشمشوفایدې
دوېنی تریو تیزاب ختموی ،وبدن ته ښه طاقت ورکوی،داېنې دپاره ډیر ه فایده کوی
دتنفسې جهاز دناروغیو دپاره ډیره فایده کوی ، دبولو او مثانې دناروغیو دپاره ډیره ګټه رسوی، دنیکوتینو تاثیر ختموی
په 100 ګرامه کشمشو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 24ګرامه ، پروتین 2.3 ګرامه ،غوړ 0.5 ، کاربوهیرات 71.2ګرامه فوسفور 139 ملیګرامه ،اوسپنه 3.3 ملیګرامه ، ویټامین ای 50 ویټامین بی 1 0.15 ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، ، انرژی 77 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، منګانیز 0.08ملیګرامه


دتازه انګورو اوبه لاندی فایدی لری
اعصاب اراموی ، ډیر ډنګر کسانو ته ښه فایده کوی ،معده او کولمې پاکوی
ځیګر خلاصوی او چې دبدن پوست سور شوی وی هغه سور والې ورکوی ،دبدن څخه زاریات خارجوی، بولې ډیروی ، دپښتورګې او مثانې څخه ریګ خارجوی ، دبولو تیزابی خاصیت سموی ،قبض ماتوی ، دترخې تیزاب ډیروی
په 100 ګرامه د انګورو په اوبو لاندی مواد وجود لری
اوبه81 ګرامه ، پروتېن0.4 ګرامه ،کاربون هیدرات16.7 ګرامه ، وېټامین ای 0.03 ملیګرامه، وېټامېن بی 2 0.08ملیګرامه ، تریو نیکوتیک0.2 ملیګرامه ، وېټامېن سی 2 ملیګرامه، وېټامېن 6بی 0.08 ملیګرامه ، تریو بانتونیک0.08 ملیګرامه ، تریو مالیک310 ملیګرامه، تریو ستریک20 ملیګرامه ، پوتاشیم120 ملیګرامه ،کلسیم120 ملیګرامه ،اوسپنه0.3 ملیګرامه، مس0.02 ملیګرامه ، فوسفور10 ملیګرامه ، صودیم 1 ملیګرام

دتاکانو بلګونه
زموږ په هیواد کی دتاکانو بلګونه په پراخه اندازه وجود لری متاسفاته چې دهغو څخه څه ګټه نه اخستل کېږی نه وخارج ته صادریږی او نه په پخلې کی کار ځنی اخستل کیږی په نورو هیوادو کی دتاکانو دبلګو څخه دپخلۍ کار اخلی او ونورو هیوادو ته ئې په مر طبانو کی صادروی دتاکانوپه بلګونو کی وېټامینن په زیاته پیمانه وجود لری او ښه خوندوره غذا ده
په 100 ګرامه دتاکانو په بلګو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 1 ګرامه ، اېرې 1 ګرامه، کاربون هیدرات15.6 ګرامه، تپاله 2.6 ګرامه ، کلسیم392 ملیګرامه وېټامین ای 17900، وېټامین 1 بی 0.26 ملیګرامه، وېټامین بی20.08 ملیګرامه، وېټامین سی 120ملیګرامه انرژی79