19 فبراير 2007

انار Pomegranate

انار Pomegranate



انار اعصاب قوی کوی ،که داناروپه اوبو لږ څه اوبه اوشهت ګډ سی تنفسی جهاز پاکوی ، قبض سموی وېنه پاکوی
او کولمې د غوړو څخه پاکوی
دانار ددرختی په پوستکې کی دوه مواده ( بلیترین ، ایزوبلیترین 0.25 ٪)وجود لری چې دکېډی داوږدوچنجیانوپه خارجولو کی ډیره مرسته کوی
انار و بدن ته ښه طاقت ورکوی،انار وېنه پاکوی که دوه ګیلاسه دانار اوبه دورځی وچیښل سی سترګی روښانه کوی دسر درد ، تبه ، دنس ناسته ختموی، دانار اوبه په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی ،انار معده اوزړه قوی کوی بولی ډیروی ، په بدن کی ګرمی ختموی
اناردانه
يعني د انارو وچي دانې اشتها خلاصوي او ګېډي ته طاقت ورکوي
د ا نارو شربت : د سوزاک، قى وهلو، ټېغ ايستلو، او سلګۍ وهلو لپاره ډیرګټور دي. تنده ماتوي، د زړه بې قراري ليري کوي او ګېډی ته طاقت ورکوی د ا نار ګل: د ماشومانو د نس ناستي لپاره ګټور دى او کولمې زيږي کوي
ا نار پوست
که دانار پوستکى وسوزئ او د شاتو سره يې ګډ کړئ او لږ لږ يې وخورئ ټوخى ژر بندوي
او دانار پوست هغه ژړه پسته حیصه میده کړل سی او شات ورسره ګډ سی دمعدې دزخم لپاره ښه درمل دی انار پوست چی موږ په هغه سره اور بلوو لاکن په نړی کی په هغه سره دحیواناتو پوستونه پخوی اودهغه څخه په رنګ جوړولوکی استعمالوی
په 100 ګرامه انار کی دالاندی مواد وجود لری
اوبه 81.3ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ0.7ګرامه ، کاربوهیرات 14.7ګرامه، تپاله 2ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ،ویټامین1 بی 0.07 ملیګرامه، ویټامین 2بی0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.9ملیګرامه ویټامین سی 8ملیګرامه ، انرژی 77