1 مارس 2007

ملوخی corchorus olitorus

ملوخی corchorus olitorus
ملوخی ونعناع ته ورته شکل اورنګ لری لاکن پاڼی ئې تر نعناع لږ غټی دی ملوخئ سابه په عربی هیوادو کی دډیره وخته څخه استعمالیږی په تیره زمانه کی یې نوم (ملوکیه) ؤ یعنی دپادشاهانو خوراک ځکه چی په ملوخی کی فایدې زیاتی دی په ملوخئ کی ویټامین A زیات دی او ویل کیږی چی تر تازه ملوخئ په وچه ملوخئ کی فایده زیاته ده ، په ملوخئ کی لاندی مواد وجود لری : اوبه 47.98٪ ،توپاله 16.49٪ ،تیل 2.44٪ ،پروتین 29٪ او معدنی مالګی لکه: اوسپنه ،کلسیم ، فوسفور،صودیم ، پوتاشیم ، مګنیزیم وجود لری اوبرسیره پردی ویټامین A ,C او Nicotinicکلوروفیل، Glucoside وجود لری
ژر هضمیږی ، اشتها خلاصوی ،په ملوخئ کی ویټامین A ډیر دی دسترګو دید زیاتوی ،په ملوخئ کی مګنیزیم ډیردی اعصاب اراموی ،دحساسیت ضد دی داور سوځلی ته ډیره ګټه رسوی ،په ملوخئ کی Glucosamine ماده وجود لری چی دبدن وبندو او هډوکو ته ډیره ګټه رسوی او دهډوکی د التهاب څخه ساتی
حلق او او دسږی هوایې پیپونه دالتهاب څخه ساتی ،بولی ډیروی او په پښتورګی کی ډبری ماتوی او ریګ دپښتورګی څخه خارجوی ، جنسی طاقت زیاتوی ،
دداسی ګټورو سبو وکرلوته باید پاملرنه وسی