23 مارس 2007

ګندنه Leek

ګندنه Leek
ګندنه زیاتی فایدې لری ، په ګندنه کی 90٪ اوبه یو ګرام پروتین 5 ګرامه شکر دی په ګندنه کی ویټامین ای ، ویټامین بی او ویټامین سی ، کلسیم ، فوسفور ، پو تاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین وجود لری ګندنه لکه پیاز دمکروب ضد ده ، دګیډی څخه چنجیان خارجوی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،اواز صافوی غزلچیان یی داواز دصافولو دپاره خوری، دسل وناروغ ته زیاته ګټه رسوی ، دقولنج ناروغ ته ګټه رسوی،جنسی طاقت زیاتوی ، بلغم خارجوی ،کولمی پاکوی ، هغه کسان چی وینه یې کمه وی وهغوی ته زیاته ګټه لری ،دمثانی او پښتورګی التهاب سموی ، اعصاب قوی کوی او شریانونه نرموی ،بولی زیاتوی ، هغه کسان چی دبندونو دردونه لری یا روماتیزمی دردونه لری وهغوی ته ډیره ګټه رسوی ،شیدې زیاتوی دګندنی په اوبو اوړه خیشته کړی او پر چنجکۍ کښیښږدی دچنجکۍ زؤب به خارج سی ، دډیر سخت ټو خ دپاره تازه ګندنه دلږ څه ګبین سره ګډ کړی او سهار په نهاره وخوری ټوخ به ارام سی ، دشاشه بنده دپاره لږ ګندنه وایشوی او دزیتون غوړی په ګډ کړی تاوده یې ترنامه لاندی یعنی پر مثانه ورکښیښږدی بولی به یې ایله سی ، دماشومان ددانو دپاره لږ څه دګندنی اوبه دشیدو سره ګډی کړی او دماشوم مخ په غوړ کړی هغه سری دانی به ورکی کړی جلدی پاړسوب هم سموی
په 100ګرامه ګندنه کی دا لاندی مواد وجود لری
90 ګرامه اوبه 40 ملیګرامه صودیوم1.8 ګرامه پروتېن 260 ملیګرامه پوتاشیم
0.4 ګرامه غوړ 120 ملیګرامه کلسیم6500 وېټامین ای 20 ملیګرامه مګنیزیم 0.12 ملیګرامه وېټامین 1 بی 2 ملیګرامه اوسپنه4 ګرامه کربو هیرات 34 ملیګرامه فوسفور1.3 ملیګرامه توپاله 50 ملیګرامه کلورین 25 ملیګرامه وېټامېن سی