2 مارس 2007

خورما Date

خورما Date
خورما ګټوره غذا ده په خرما کی ویټامین زیات دی خورما لکه انګور ډیر ډولونه لری خورما وچه او تازه خوړل کیږی خورما وسترګو ته ډیره فایده رسوی، او دبدن پوست تر وتازه ساتی ،خورماد ډیر عمر خلګو ته ډیره ګټه رسوی خاصتا هغه کسان چې اعصاب کمزورې وی او یاپه غوږو ږغ ښه نه سی اوریدلای ، اعصاب اراموی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،که خرما په شېدو کی پخه شی جنسی طاقت زیاتوی ،پښتورګی پریولې ،هغه کسان چې دورۍ څخه یې وینی ځی او یا بواسیر لری دهغود پاره ډیره فایده کوی ،دمیرمنو درحم پلې قوی کوی دماشوم دزیږیدنی پر وخت ډیره فایده کوی ،تازه خرما و میرمنوته ډیره فایده رسوی خاصتا دلنګون وروسته او دحیض په ورځو کی الله (ج) په قران شریف داسی فرمایلی دی
{وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَباً جَنِيّاً }مريم25
ژباړه : وخوځوه ځان خپل ته دا تنه دخرما چی راتوی به کړی په تا باندی تازه لندی خرماوی رطب یعنی تازه پخه خرما هم غذا ده هم درمل که بل شئ تر خرما ښه وای نو به رب سبحان و تعالی وبی بی مریم ته دهغه شی په خوړولو امر کړی وای

دعجوی خورما مندکی دزړه رګونه خلاصوی
عجوه خورما یو ډول توره وړه خورما ده ددغی خورما ګټی زیاتی دی یوه دهغو څخه هم داده چی دزړه بند رګونه خلاصوی
دخوړولو طریقه یې داسی ده
دخورما څخه مندکی وباسی مندکی به وتیېې لکه( پلۍ ..) چی تیل کیږی بیا به مندکی ښه میده کړی دیوی خورما مندکی په اندازه میده سوی مندکه به دیوی خورماسره ګډه کړی
هره ورځ سهار په تشه خوا اوه دانی خوړل کیږی
په 100 ګرامه وچه خورما کی لاندی مواد وجود لری
20ګرامه اوبه ،65 ملیګرامه مګنیزیم20 ګرامه پروتېن ، ملیګرامه مس
0،6 ګرامه غوړ ، منګنیز75 ګرامه کاربون هیدرات ، 283 ملیګرامه کلورین
2.4 ګرامه توپاله ، ویټامین ای0.9 ملیګرامه صودیم ،0.8 ملیګرامه ویټامین1 بی
790 ملیګرامه پوتاشیم 0.5ملیګرامه ویټامین2بی ،65 ملیګرامه کلسیم ، 190ملیګرامه ګوګړ
تریو نیکوتینیک 2.1 ملیګرامه اوسپنه 0.4ملیګرامه اوسپنه 284 ګرمې2.18
دټول افغان فورم نه