2 مارس 2007

فارسلیParsley

فارسلیParsley
فارسلی ددڼیا (ګشنیز) په څیر یو بوټۍ دی په عربی یې بقدونس نوموی دفارسلی په پاڼو کی ویټامین زیات دی پاڼی ،نارونه او تخم یې استعمالیږی
فارسلی زیاتی ګټی لری په فارسلی کی ( apiol) او میریستیسین ماده ده په بدن کی تودوخه یا تبه کموی ، د فارسلی تیل دمیرمنو میاشتنی عادت تنظیوی درحم دردونه کموی ،اشتها خلاصوی ،دوینی رکونه پراخوی ،خواړه هضموی ،بولی ډیروی او د پښتورګی څخه دریګ په پاکولو کی زیاته مرسته کوی ،اعصاب او تناسلی جهاز قوی کوی ، مردانه جسی طاقت ډيروی ،ايشول سوی فارسلی که مخ په پریولل سی دمخ پوست ښایسته کوی د فارسلی تخم وسپیرکۍ ته ورته رنګ اوشکل لری لاکن تر سپیرکۍ کوچنی دی که په اوبو کی وایشول سی صاف سی او په تشه خوا و چښل سی دپښورګی څخه دډبری خارجولو دپاره ډیر ښه درمل دی
په 100 ګرامه تازه بقدونس کی لاندی مواد وجود لری :
84ګرامه اوبه ،52 ملیګرامه مګنیزیم3.7 ګرامه پروتېن ، 0.217 ملیګرامه مس
1 ګرامه غوړ 0.94ملیګرامه منګنیز ، 9 ګرامه کاربون هیدرات ، 156 ملیګرامه کلورین
1.8 ګرامه توپاله، 8230iu ویټامین , A28 ملیګرامه صودیم ، 0.11 ملیګرامه ویټامین 1 B
880 ملیګرامه پوتاشیم ، 0.28ملیګرامه ویټامین2B 190 ملیګرامه کلسیم 190ملیګرامه ګوګړ
80ملیګرامه فوسفور ، 181 ملیګرامه ویټامینC ، 165ملیګرامه تریو اوکسالیک 3.2 ملیګرامه اوسپنه ، 50انرژی