21 أكتوبر 2014

دخپل ځان مزاج پیژندل




نا پوهی دمریضی تخم دی اوپوهه  دروغتیا تاداو دی،  هغه اندازه پوهه چي دبدن  اړتیاوي  او دناروغيو  ستونزی ورته معلومی وي .

   دانسانانو طبیعتونه یو دبل څخه بیل دی،    شاید چي بلغمی  صفراوي یا سوداءوي  مزاج ولری ، لاکن هغه معتدل  مزاجه وي،  ددی دپاره چي  د چاطبیعت او مزاج  وپیژندل سي  ،هغه نښی چي دوي یو دبل سره بیلوي ،ددوي  به منځ کي  یی فرق  په لاندی ډول پیژندل کيږی .

1ـ د صفراوي مزاجه خلګو نښی اونښانی  :

دصفراوي مزاجه سړی ټول حرکتونه ګړندي وي ، دلاور ه وي ،دونه دلاره وي  چی خلګ وهغه ته  لیونی وایی،  د ناروغی  سره دزمری په شان مقابله کوي  ،دناروغي  هیڅ باک نه کوي  ، ډنګر وي ، یوه رایه یی نه وي ژر بدلیږی  ، خوب لږ کوي ، حساسيت او جلدی ناروغی  ورته راځی  ،ګرمی  او وچ مزاجی پکښی ډیره  وي ، او  رطوبت او یخنی پکښی لږ وي .

  1. دبلغمی مزاجه خلګو نښي اونښانې  :
    ددې کسانو غټ بدن وي،  ډیری وازګی  او ډیر رطوبت لري ، ډیر خوب کوي،  په حرکت کي سوست وي ، او هیره یی ډیره وي، ژر نه پوهیږي، په کارو یی پروا نه کيږي، دیخنی په ناروغی لکه ریزشت ، زکام اوبلغمی ټوخ  ،دستونی ناروغي ،اود ملا په دردو ژر اخته کيږي ، رطوبت او یخنی پکښی ډیره وي ،خوشکي او ګرمی  یی کمه  وي . 
     
  2. دسوداءوي مزاجه خلګو نښی اونښانې  :

ددې کسانو بدن ډنګر ، ولاړ زړه ، او خوب یی لږ وي ، جماع په بیړه کوي ، وسواس ډیر کوي او دچا خبره یی زړه ته نه تېریږی ، خوابدی او ويره  یی ډیره وي ، پر نورو یی  شک ډیر وي ، یوازی والی خوښوي ، فکر ونه یی ژر بدلون کوي ، هاضمه یی همیشه خرابه وي  ، یخني او خشکي  یی ډیره وي او ګرمی او رطوبت یی لږ وي .

 -   4وينه  مزاجه( دموي ) خلګو نښی اونښانی  :

دا کس چاغ او غوښین وي،  وينه یی ډیره وي ، ښه سړی وي ، او ښه اخلاق لری ،فهم یی میانه وي، رطوبت او ګرمی   ډیره لری  او یخنی یی  لږ وي .

  1. -معتدل مزاجه خلګو نښی اونښانی  :

داکس ډیر  هوښیار او دښه فهم خاوندوي ،دبدن ټول غړی   یی معتدل وي، اخلاق یی ټول معتدل وي ،په دلاوری  کي هم معتدل وي، په  دلاوری یي  هم معتدله وي، دښو اخلاقو خاوند وي او په ټولو کارو کي میانه روي خوښوي .

فایده   :

که انسان خپل مزاج وپیژنی  دخدای په امربه   دډیرو مرضونو څخه  په امان سي .

 ابقراط وایی  ستا غذا ستا دوا ده، او دهر مریض علاج  دهغه دځمکي په نبات سره وکړی ژر به جوړ سي ، دبیلګی په ډول که چیری دانسان  مزاج بلغمی وي،  لمړی باید خونکو خوړو څخه پرهیز وکړی لکه ( مستې ، بادرنګ ، کډو ، بینډۍ ، هندوانه ، او الوبخارا، کورتوبه  ) او دهغو پر ځای عسل ،شونډ او خورما وخوری .

که چیری دانسان مزاج سوداءوي وي نو لمړی باید دسوداءوي  مزاجه خوړو څخه پرهیز وکړی لکه بانجڼ ، دغوایی غوښی ، دسيرلی غوښی ، دال ،شفتالو ،  دخن ، ګازی اوبه ( بیپسي ، مرندا ....) کاکو اوقهوه ، او هغو ضد وخوری لکه انګور او انځر .

که چیری دانسان مزاج صفراوي وي نو لمړی باید صفراوی   مزاجه خوړو څخه پرهیز وکړی ، کوم چي صفرا ډیروي  لکه عسل ، هوږه ، غوړ او بوره او دهغو ضد وخوری لکه دلیمون اوبه او کورتوبه .

که چیری دانسان مزاج دموي ( دوينی )  وي نو لمړی باید د هغو خوړو څخه پرهیز وکړی چي وينه ډیروي    لکه غوښی ،غوړ  او خواږه.

دپام وړ : دهری ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی او  لازم معاینات وکړی .