19 أكتوبر 2014

هغه غذایی خواړه چي ( بلغم ، صفرا ، سوداء ،او وينه )ډیروي




 

  1. دصفرا ډیروالی :

صفراء دګرم وچ صفراوي شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه شونډ (ادرک )عسل ،هوږه ،خورما .... کله چي صفرا زیاته سي دسردرد ، بی خوبی او یا  تبه پیښږی  که دغه صفرا دسړو شیانو په خوړولو سره راکمه سي لکه  سپین مسری ، داوربشو اوبه ، کورتوبه ، هندوانه   او بادرنګ  چمبرخیال  ناروغ به دخدای په امر سم سي  .

2ـ دبلغمو ډیروالی :

بلغم دخونک  او دبلغمی شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه لبنیات مستې ، پنیر او لنده میوه ، لوبیا ، بینډۍ ، بادرنګ ټول هغه شیان چي خونک  وي او هم دا ډول تر ډوډۍ خوړولو وروسته غسل کول او یا په ډک نس کوروالی( جماع ) کول  بلغم ډیروي چی دهغه څخه دبدن او بندو سستی ، فکری خلل او هېره پیداکيږی .که دا بلغم د ګرمواو وچ مزاجه  شیانو په خوړولو  سره مات نه سي لکه شونډ ، عسل، ادوه داوښی شیدې ، مسطکا ( دشنو دونو کونډری )  او  دبدن مزاج بیرته معتدل نه سي ونورو ناروغيو لکه فالج ، برص ، جرب، سکته ، دسر درد ، اود توری او اینی خونکی ، تبه  پیداکیږی .

3ـ دسوداء ډیروالی :

دسوداء ډیروالی  ددسوداءیی خوړو لکه دال، دخن یوډول  شنه ایږدن (کوچنی باجری )دی ، دغوایی غوښه ، دسيرلی غوښه ، بانجن ، ګندنه ، جرجیر ، هوږه ، ګازی اوبه ( بیبسي ، مرندا ، سيفن آف .... ) قهوه ، کاکو   څخه ډیریږی .

کله چي سوداء په بدن کي تر خپله اندازه ډیره  سي دناروغي ځنی علامی ښکاره کيږی (  تنده زیاتیږی ، بیخوبه کيږي ، وسوسي ډیریږی ..) دغه دسو دا ډیروالی باید دعسلو په چیښلو سره مات سي ( یو رطل عسل ګرم کړﺉ  او لږ څه میده شونډ او مستکا ورواچوﺉ لږ څه وناروغ ته ورکړﺉ .

او هم دا ډول وناروغ ته  ګرم مزاجه او لانده شیان لکه انګور، انځر  باید ورکول سي  اوهم دا رنګه  باید قبض ماتونکي شیان لکه سنا ، انیسون او یا توره هریړه هم وخوړل سي .

که نه نو دځینو ناروغيو لکه مواسير ، میرګی ، سرطان ، جلدی ناروغیو جرب، جذام  ، سپمی  دپیدا کيدو چانس ډیر وي .

  دوينی ډیروالی :

که سړی هغه شیان ډیروخوي او خوری یی  چي وينه ډیروي لکه زیات غوړ لرونکي خواړه او خواږه ، وينه خپل معتدل حال دلاسه ورکوي لوند ګرم  بخار ودماغ ته پورته کيږی چی  دسر درد،  دبدن ګرمایښت  ..منځ ته راځی. باید دسرکي او دتریو انارداوبو په چیښلو سره یی علاج وسي او دغوړو خوړلو څخه ژر تر ژره پرهیز وسي، چي دبدن مزاج معتدل او برابر سي .که بیا هم   شحمیات او خواږه ډیر وخوړل سي  نو به دوينی فشار ، دسترګو سوروالی ، رمد ، جدری .ناروغي پیداکيږی  چي په دې  حالت کی باید وبل ناروغ یا زخمی  ته وينه ورکړل سي  او یا حجامت وکړی ( وينه وکاږی)  .