21 أكتوبر 2014

دصحت په اړه دحکيمانو زرین اقوال




1-څلور شیان بدن ناروغه کوي : ډیری خبری ، ډیرخوب ، دیرخوراک او ډیر نزدیکت .

2- څلور شیان بدن قوي کوي : دغوښو خوړل ، ښه شي بويل ، بیله نزدیکته ډیر غسل کول ، دنخی ټوکره کالی اغوستل .

3-څلور شیان بدن کمزوری کوي : ډیر هم اوغم ، په تشته خوا ډیری اوبه چیښل ، ډیر تریو خواړه خوړل ، اوډیر نزدیکت .

4- ډیری هګۍ خوړل  وتوری ته ضرر رسوي او توری پاړسوب پیداکوي .

5-ډیری شلومبې او مستې خوړل پر مخ تورټکي بیداکوي ، په ډک نس حمام کول دپونډو کولمو ناروغي پیداکوي .

6- ډیر خواږه خوړل صفرا ډیروي او د اینې بندوالی ځنی پیښیږی .

7- تر خوړو مخکي اوبه چیښل معده سړوي  او خواړه خرابوي او اینه بندوي .

8- روژه په اوبو ماتول بدن او اینه کمزوره کوي   او مزاج خشکوي  او دشپی اوبه چیښل ښه نه دی .

9- انسان ته پکار دی چي دوې غذاوي په مزاج کي سره برابری ونه خوری،  یعنی دوې خونکي غذاوي او یا دوې ګرمی غذاوي لکه غوښې د هګۍ سره ، ماهی دمستو سره  او هم دا ډول دوې  رطب لمدې میوې   او دوې خوشکي لکه دخن او دال .

10-باید ډیرکلک شی ونه خوری چي غاښونه یی سم نه سي میده کولای  چي غاښونه یی سم نه میده کوي معده به څنګه هضم کړی . په خوړوپسيسم دلاسه  اوبه مه څښﺉ تر څوچي په معده کي خواړه په کراره نه سي . او خواړه هغه وخت وخورﺉ چي وږی سي .

11-غوښی هغه وخت وخورﺉ چي ښه پخې سي ، ګوله ښه وژووﺉ ، تر خوړو وروسته سم دلاسه ډیر حرکت مه کوﺉ ولی چي تر خوړو وروسته سپوت او حرکت بندوالی پیداکوي .

12-ډیر خواړه دمعدې خوله  خرابوي ، اومعده کمزوذی کوي ، او به معده کي بادونه پیداکوي ، دمخ رنګ ژړوي ، په هضم کي سستی راولی  ، او زړه سختوي .

13-کله چي وږی سي خواړه وخورﺉ ، که ځان ډیر وږی کړی او څه نه خوری  ضرر یي ډیردی ډیره لوږی صفرا ډیروي او دمعدې بخار ودماغ ته خیږی .

14-ډیری اوبه څشل هیره ډیروي ، او وتشناب ته نه تلل دګیډی بادونه  ، مغض ډیری ، او بولی ځنډول  دشاشه بندی  او مثانې دزخم لامل ګرځی .

15-پر میوه خوړولو برسيره سړې اوبه چیښل ضرر لری ، او هوږی او پیاز یو ځای خوړل دسترګو دید کموي .

16-که صحت روغ وي باید املی شی ونه خوری  ، ماښام سترګی تورول   دسترګو دید روښانه کوي ، دوينی بهیدل بیله خپل وخت نه  معده کمزوری کوي .

17-په ولاړی اوبه چیښل  دسرطان ناروغي پیداکوي ، وتشناب ته تګ ځنډول دفلج  او دسردرد ناغي پیداکوي ، او دبولو ځنډول د نیم سيری ( دسردرد ) او دسترګو تاریکي پیداکوي .

18-دشهوت ټینګول  وفضیب او خصی ته زیان رسوي .

19-ډیر خوب دډیر او بوچیښلو څخه وي ، ډیره ويښتیا بدن سپکوي او دماغ ته زیان رسوي .

20-په تشناب کي دحاجت رفع کولو دپاره  ډیر کښینستل  اینې ته فایده کوي او مواسير ( بواسير ) پیداکوي او  ودماغ ته ګرمی پورته کيږي .

21-که باران او بادونه وي او سړی دکاره څخه سټړی راسي  نزدیکت دی نه کوي .

22-که میرمن په حیض کوي او سړي نزدیکت وکړی دجذام ناروغي ځنی پیښیږي .

23-که  دتشناب دتګ ضرورت وي اوو تشناب ته ولاړنه سي نزدیکت وکړی  دنس پردې یی پری کيږی .

24- ګندنه خوړل  وغاښو ته زیان لری او  قضیب قوي کوي .

25-ډیر خوب  درنګ بڼه ژیړه وي ، بدن درنوي ، زړه مړکوي ، وينه ډیروي ، سترګی پړسوي ، عمر کموي .

26-دشپې وښځی ته ډیر کتل  سړی لیونی کوي او دمخ فلج ( شلل ) پیداکوي .

27-دشپې ډیرانځر خوړل ، ويښتان په ګرمو تیلو غوړول،  او لبان الذکر ( ترخې کونډری ) دودول  خوب تښتوي .

28-ډیر عسل خوړل صفرا پیداکوي اود صفراڅخه  دبدن کا پیداکيږي .

29-که څوک ويده سي ، په نس کي یي خورما وي وځان ته به شل بلاوي وګوري ،او که دخوب نه مخکي جوز وخوری  خورما تاوان نه ورته کوي  .

30-غوښی خوړل دبدن دپاره ښی دی ، بدن قوي کوي ،  وزن زیاتوي  ،ولی هر شی دهغه مثل قوي کوي ( په غوښه سره غوښه پیدا کيږی ) .

31-ډیر راحت  د بدن په اصلی غړو کي  رطوبت ساتی ، عمر ډیریږی  بلکي ورستیدا پیداکوي ،که چیری بدن وهغه تیار وي،  باید بدن دهغه څخه پاک سي .

32-په سر باندی خونک شیان ډیروخت  ایښوول لکه نکروځی ،  خونکي ناروغي پیداکوي لکه رزیشت ، شلل او سکته .

33- که څوک شیطان خطا ایستلی  وي غسل  ونه کړی  نزدیکت وکړی ماشوم یی لیونی یا باوله پیداسي څوک دی نه ملامتوي .

34- که څوک  ایشولی  پخه هګۍ  په ماړه نس وخوری  دنفس تنکي په  ناروغي اخته سي  څوک دی نه ملامتوي

35- څوک چي دشپې په هنداره کي وګوری  ناروغه سي  څوک دې نه ملامتوي .

36- چاچی څلويښت ورځی پرله پسي پیاز وخوری  پر مخ یی تور ټکي پیدا سي څوک به  نه ملامتوي .

37- څوک چي  هګۍ او ماهۍ سره وخوري  فلج سي  څوک دې  نه ملامتوي .

38- څوک چي  مستې او ماهی سره وخوری پيس، جذام یا نقرس  سي څوک دې  نه ملامتوي .

40- څوک چي لڅی  پښی په ګرمی تګ کوي او پرپښو  یخی اوبه واچوي، دسترګو دجرب دناروغي ويره ده .

41- څوک چي په ګرمی  کي لڅی پښی سفر وکړی او وروسته  وسایی ته کښینی، سر لڅ کړی، دسر درد او  دنیم سيری ناروغی ويره ده .

42ـ څوک چي پر سپرلی  با ندی په ډکه کيډه سپریږی د نس د پردې  دپریکيدو ويره ده .

43- که څوک پیازو او هوږه یوځای سره وخوری  دسترګو دید کموي .

44- دانسان دن دځمکي په ډول دی که خواری په وکاږی شه محصول ورکي او که یی داسي پریږی په هغی کي  به  واښه او ځوزان راشنه سي .

45- پر چپه اړخ ، راسته اړخ ، ستونی ستخ ، په ولاړی ، تر میوې تر درخی لاندی ، په تشناب کي ، په ډک نس او په خالی نس ، په اوله شپه او په اخره شپه او نه سهار وختی نزدیکت ونه کړی .په ندیکت کي دبدن دټولو غړو څخه وينه راوزی کله چی انسان ښوری دهر ويښته لاندی یو خاڅکي وينه وي .

46- لږ نزدیکت بدن غښتلی کوي او ډیر وخت  نزدیکت نه کول دبن غړی کمزوره کوي .

47- دری شین پر ځان لازم کړه دپښو تګ کوه که نه یوه ورځ ورته محتاج کيږی ، خواړه مه بریږه ده کولمې کوچنی کيږی او تنګیږی ، نزدیکت مه پریږده ولی  څا څخه چی اوبه نه راکاږې وچیږی .

48- حکيمان وایی چي  داړخ نزدیکت څخه ډیر کسان ناروغه او مړه سوي دی ولی چي که لوښی سر چپه کړی نوبه هغه څه چي پکښی کي دی ټول تويږی که ییسرچپه نه کړی خاماخا به څه په لوښی کي باتیږی .

49- که څوک غواړی چي بدن ښه تغذیه کړی او هضم یی ښه  سم سي  یو ډول خواړه دی وخوری او په څو واره دی لږ لږ  وخوری  خواړه به سم هضمیږی او فضله مواد به لږ وي