22 يوليو 2007

ملخوزی fenugreek

ملخوزی fenugreek
ویل کیږی چی که خلګ دملخوزو په ګټه خبر سی نو به یې دسرو زرو په بیه رانیسی انګلیزی عالم کلیبر وایې که ټول درملونه دترازو په یوه پله کی واچوی او ملخوزی په بله پله کی واچوی نو به دملخوزو پله پر درنه سی
ملخوځی یا ملخوزی په انګلیسی قاموس کی fenugreek نوموی علمی نوم یې Trigonella foenum - graecum . اوپه عربی یې حلبه نوموی په اوردو میتی ورته وایې کوچنی دانی دی لکه ورجه چی دوی دری ټوټی کړی ژړ رنګ لری
ما هم دبوی په سبب نه خوړلی( یو ډول بوی لری لکه دکرک ) کله چی یې په فایده وپوهیدم اوس یې دورجو سره خورم چای یې جوړوم
دملخوزو بو ټی 20 – 60 سم جګوالی لری دوه کوچنی ښاخونه کوی په سر کی دری اوږدی پری پری پاڼی کوی کوچنی ژړ ګل کوی تر ګل وروسته دښکر په شکل غوزه کوی دیوی غوزی اوږدوالی تقریبا 10 سنتیمتر وی چی په دغه غوزه کی بیا دملخوزو دانی وی په ګران هیواد افغانستان کی یې میرمنی دنوی ماشوم تر پیداکیدو وروسته دورجو سره پخوی او دماشوم ومور او ورغلو میرمنو ته یې
وایی یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم دسعد بن آبی وقاص رضی الله تعالی عنه پوښتنی په مکه شریفه کی ورغلی او هغه ته یې رنځپوه الحارث بن کلده راوغوښتی هغه چی دسع بن ابی وقاص حال ولیدی نو یې ملخوزی د تازه عجوی خورما سره ګډه پخه کړه او وریې کړه کومه ناروغی چی دهغه وه هغه ناروغی یې جوړه سوه

دملخوځو فایدې : اشتها خلاصوی دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی وینه صافوی معده قوی کوی دماشوم دمور شېدې ډیروی په وینه کی شكر کموی
او هغه کسان چی دبولو دشکرناروغی ولری كه هره ورځ یوه کفه میده ملخوزی وخوری دزخم په جوړولو کی زیاته مرسته کوی تناسلی غدی په کار اچوی او نارینه ځواک قوی کوی بولی زیاتوی او دبدن څخه زاریات خارجوی قبض سموی دځیګر او ستونی ناروغی ته ډیره ګټه رسوی ( ټوخ ، دسږی التهاب ، ربو ، بلغم( که په نهاره وخوړل سی دګیډی چنجیان خارجوی که ملخوځی وایشول سی او غرغړه سی دستونی التهاب سموی
ملخوزی که د خورما ، انځر، ګبین (شات ) سره پخی سی او په نهاره وخوړل سی بلغم خارجوی او زوړ ټوخ سموی
دملخوزو فایدی زیاتی دی ما وتاسو ته لږ څه ولیکل