20 أكتوبر 2014

په انسان کي دصفرا ، بلغم ، وينی ، او سوداء دډیروالی ځنی نښی نښانی




  • که صفراوي مواد  په انسان کي  ډیر سي  تنده ډیره  سي  ، بی خوبی ،  دبدن او سترګو رنګ زیړسي ، پزه  التهاب کوي او پزه  وچه  وي او کا   کوي .
  • که په انسان کي وينه زیاته سي  وزن زیات سي ، مخ او سترګی پاړسوب پیداکړی ، بڼه سره او رګونه شخ سي او خوب یی هم  ډیرسي .
  • که بلغمی مواد په انسان کي  ډیر سي   بدن یخ  وي،  ساړه  یي کيږی ، بدن سست وي ، درنګ بڼه نه سره او نه ژړه وي ، خوب ډیر وي  او دمخ او ژبی رنګ  خړ وي .
  • که دانسان په بدن کي سوداءوي مواد ډیرسي   فکر خراب سي وسواس زیات سي  او خوب نه وي  دمخ بڼه،دسترګواو  ټول بدن رنګ بدل سي .

 

دپام وړ : دهر رنګه  ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی اودډاکتر دلارښونی سره سم   معاینات وکړی .

19 أكتوبر 2014

هغه غذایی خواړه چي ( بلغم ، صفرا ، سوداء ،او وينه )ډیروي




 

  1. دصفرا ډیروالی :

صفراء دګرم وچ صفراوي شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه شونډ (ادرک )عسل ،هوږه ،خورما .... کله چي صفرا زیاته سي دسردرد ، بی خوبی او یا  تبه پیښږی  که دغه صفرا دسړو شیانو په خوړولو سره راکمه سي لکه  سپین مسری ، داوربشو اوبه ، کورتوبه ، هندوانه   او بادرنګ  چمبرخیال  ناروغ به دخدای په امر سم سي  .

2ـ دبلغمو ډیروالی :

بلغم دخونک  او دبلغمی شیانو په خوړولو سره ډیریږی لکه لبنیات مستې ، پنیر او لنده میوه ، لوبیا ، بینډۍ ، بادرنګ ټول هغه شیان چي خونک  وي او هم دا ډول تر ډوډۍ خوړولو وروسته غسل کول او یا په ډک نس کوروالی( جماع ) کول  بلغم ډیروي چی دهغه څخه دبدن او بندو سستی ، فکری خلل او هېره پیداکيږی .که دا بلغم د ګرمواو وچ مزاجه  شیانو په خوړولو  سره مات نه سي لکه شونډ ، عسل، ادوه داوښی شیدې ، مسطکا ( دشنو دونو کونډری )  او  دبدن مزاج بیرته معتدل نه سي ونورو ناروغيو لکه فالج ، برص ، جرب، سکته ، دسر درد ، اود توری او اینی خونکی ، تبه  پیداکیږی .

3ـ دسوداء ډیروالی :

دسوداء ډیروالی  ددسوداءیی خوړو لکه دال، دخن یوډول  شنه ایږدن (کوچنی باجری )دی ، دغوایی غوښه ، دسيرلی غوښه ، بانجن ، ګندنه ، جرجیر ، هوږه ، ګازی اوبه ( بیبسي ، مرندا ، سيفن آف .... ) قهوه ، کاکو   څخه ډیریږی .

کله چي سوداء په بدن کي تر خپله اندازه ډیره  سي دناروغي ځنی علامی ښکاره کيږی (  تنده زیاتیږی ، بیخوبه کيږي ، وسوسي ډیریږی ..) دغه دسو دا ډیروالی باید دعسلو په چیښلو سره مات سي ( یو رطل عسل ګرم کړﺉ  او لږ څه میده شونډ او مستکا ورواچوﺉ لږ څه وناروغ ته ورکړﺉ .

او هم دا ډول وناروغ ته  ګرم مزاجه او لانده شیان لکه انګور، انځر  باید ورکول سي  اوهم دا رنګه  باید قبض ماتونکي شیان لکه سنا ، انیسون او یا توره هریړه هم وخوړل سي .

که نه نو دځینو ناروغيو لکه مواسير ، میرګی ، سرطان ، جلدی ناروغیو جرب، جذام  ، سپمی  دپیدا کيدو چانس ډیر وي .

  دوينی ډیروالی :

که سړی هغه شیان ډیروخوي او خوری یی  چي وينه ډیروي لکه زیات غوړ لرونکي خواړه او خواږه ، وينه خپل معتدل حال دلاسه ورکوي لوند ګرم  بخار ودماغ ته پورته کيږی چی  دسر درد،  دبدن ګرمایښت  ..منځ ته راځی. باید دسرکي او دتریو انارداوبو په چیښلو سره یی علاج وسي او دغوړو خوړلو څخه ژر تر ژره پرهیز وسي، چي دبدن مزاج معتدل او برابر سي .که بیا هم   شحمیات او خواږه ډیر وخوړل سي  نو به دوينی فشار ، دسترګو سوروالی ، رمد ، جدری .ناروغي پیداکيږی  چي په دې  حالت کی باید وبل ناروغ یا زخمی  ته وينه ورکړل سي  او یا حجامت وکړی ( وينه وکاږی)  .

28 سبتمبر 2014

CRARAEGUS 




 CRARAEGUS   ایرانیان یی  زلزالک یا  کیالک یا خفجه او هم دارنګه کویج نوموی  په عربی یی زعرورنوموی.
   یو ډول میوه ده  ، په معتدله  هوا کی  په غرونو کی شنه کیږی ، لکله نوری درختی په منی کی  پاڼی رژوی،  لرګی یی سخت دی ، او ګلان یی ښه بوی لری ، بڼه یی وکوچنی  کوچنی سیب ته ورته ده  ، میوه یی ډیر رنګونه لری ، په شمالی امریکا کی 900 ډوله شتون لری تور ، ژر ، سور نارنجی  ، بنفسجی .... .
طبی یی CRARAEGUSoxyacarhus     نومیږی  ،رنګ یی سور دی ، په  غرو کی موندل کیږی،  دزړه دناروغیو دپاره ګټوره او مشهوره میوه ده خلګ یی دزړه په میوه هم نوموی درومانیا خلګو به دزعرور پاڼی دماشومانو په زانګو کی دماشوم سره ایښولی .
په اوس وخت کی دزړه دناروغیو( دزړه دوالو ، دزړه دقوت ، ذبحه صدریه   ، شرایین ، دزړه پلې او دوینی فشار ) دپاره استعمالیږی  غربیان یی دزړه غذا هم نوموی .
 دنبات پاڼی ، میوه او ګل ټول  داستعمال وړ دی  .
پهCRARAEGUSکی کیمیاوی مواد لکه  فلافونیدات حیویه  مهم یی روتین ، الکوریرستین ، تربینات ٍلاثیه  ، جلوکو زیدات سیانوجنینیه وامینات ، کومارینات سته .
امریکایی استاذ فارد تیلر وایی  چی زعرور دزړه دنارغیو ګټور علاج دی ، ضرر نه لری په نولسمه پیړی کی امریکایانو  دزړه ددرد دپاره  استعمالوی .
عالم دافید هوفمان په  Holistic Herbal څیړنه کی لیکلی دی چی CRARAEGUS دزړه دناروغیو دپاره  ښه علاج دی ،کیدای شی دډیروخت دپاره په امان استعمال سی ولی چی  څه جانبی اعراض نه لری،  نومړی عالم  پر 120 نفرو  چی دزړه ناوغان وه څیړنه وکړه   هغه ناروغان چی  CRARAEGUS یی ورکول  دهغه نورو دواو په پرتله  نتیجه یی ښه وه اودناروغانو نفس تنګی مخ په ښه کیدو سوه .
په جرمنی  کی الوکاټ دزړه په 30 دواو کی استعمالیږی دجرمنی عالم رودولف فیرینز ویس  وای چی CRARAEGUS دزړه فوری درمل نه  دی ، لاکن و ډیر وخت ته اړتیا سته چی ناروغ دهغه په استعمال سره  جوړ سی  
CRARAEGUSدوینی فشار نه کموی بلکی لوړوی یی ، هغه خلګ چی زعروراستعمالوی دهغوی دوینی فشارمعتدل وی
CRARAEGUSذاکره هم سموی .
دځنی عطارانو  سره دCRARAEGUS کپسولونه هم موندل کیږی  .
د CRARAEGUS دمیوی استعمال :

یوه کوچنی کاچوغه  میده CRARAEGUS په ترموس کی واچوی ، یو ګیلاس ایشولی اوبه  ورواچوی  15 دقیقی وروسته لکه چای  وچیښئ  دورځی دوه واره سهار او ماښام .

23 سبتمبر 2012

پر انسان ددوبی ، منی اوژمی دفصل اغیزې

ددوبي فصل :-
ددوبی فصل دسرطان  دمیاشتی داولی نیټې    چي  د 22 /جون سره سمون خوری   پیل کيږی اوتر  31  دسنبلې چي  22 سپټمبر  سره سمون خوری  دوام کوي .
 ددوبی فصل خشک  او ګرم دی ، د( بلغم ، صفرا ، سوداء ) اخلاط نرم او ويلی کيږی، دبدن قوت  کمیږی،  دصفرا
 اندازه ډیریږی ، او صفراوي ناروغي ډیریږی ، لکه جلدی ناروغي ، دسرد درد ناروغي  ، اوهم دا رنګه   بلغم او وينه
 کمیږی ، دنس ناستی ناروغي ډیریږی ، کولمی ښوي کيږی  ....    ددوبی په موسم کي  باید دصفرا ضد خواړه وخوړل
سي،  لکه لیمون او کورتوبه .
او ددوبی په اخیر کي  سوداءوي مواد  ‌ډیریږی  .

دمنی فصل  :-
دمنی فصل د میزان دمیاشتی دلمړی نیټې څخه چی د23د سپټمبر  سره سمون خوری  پیل بیا د30 دقوس چي د 21
ډیسمبر سره سمون خوری    دی.
 د منی فصل یخ او وچ دی سودواوي مواد ډیریږی ، او سودواوي ناروغیانی ډیری وي،  لکه قوبا ، وسواس او ځنی
 خبیث مرضونه, چی ولمرته  دګرځیدو وروسته ويخ ته کښیناستل  اودمیوو دخسا ( خرابیدو) څخه پیداکيږی .
په منی کي وينه کمیږی او توري لويږی ، دعرق نساء  ، ملا  ، ورنو ،  سکتې او سږو دناروغيو ويره وي   ,دمنی په
 موسم کي باید  دهغو غذایی توکو دخوړولو سره احتیاط وسي ، لکه دغوایی  او سيرلی غوښی  ، بانجڼ  ، ګازی
 اوبه ( پیپسي ، مرندا  .............)  .
دبدن څخه دسودواوي موادو دخارجولو دپاره  افتیمون  او دپنیر اوبه  وچیښل سي ، چي  دبدن څخه سودوا جارج
 سي ، او یا انځر او انګور وخوړل سي   په شرط ددې چی دانګور او انځر تر خوړولو وروسته سمدلاسه  اوبه ونه
 چیښل سي،  که    یو یا دوه ساعته وروسته اوبه وچیښل سي   څه باک نه کوي .

دژمی فصل :-
 دژمی فصل دعقرب دلمړی نیټې څخه پیل چي د22  دډیسمبر سره سمون خوری بیاتر29  حوت چي د  20 دمارچ سره
 سمون خوری دوام کوي،   دژمی په فصل کي رطوبت  او یخنی وي  په ژمی کي  میوې لږ وي ،هاضمه سمه وي، او
 بلغمی ناروغي ډیری وي،  لکه ذکام ، ریزیشت ، دستونی او سږی ناروغي دسرمزمن درد ،  سکته ، میرګیان ، فلج
، جلطه ، بلغمی مواد  .
باید دژمی په فصل دهغو شیانو څخه پر هیز وسی  چي یخ مزاجه وي لکه مستې ، بادرنګ ، کډو او یخ مشروبات  او
 ددې پر ځای ګرم  مزاجه شیان لکه خورما ، عسل ، شونډ ، انځرو خوړل سي، او هم داډول خپل ځان دیخنی  څخه  په
 ګرمو جامو  پټ کړسي .

17 فبراير 2012

دپسرلی موسم

دپسرلی موسم  :-
 دپسرلی موسم دحمل دلمړی نیټی څخه پیل  چي د21 دمارچ دمیاشتی سره سمون خوری ، بیا  دجوزا دمیاشتی تر 31 نیټی پوری چی  د 21 جون سره سمون خوری  دوام کوي.
 دپسرلی موسم  ګرم ، رطب او نرم دی ،  په پسرلی کي وينه ډیره وي ، او هغه مریضی ډیری وي چي دوينی دجوش څخه ومنځ ته راځی.لکه  دوينی اختلاف   ، دپزی څخه وينه بیدل ، پاړسوب ،  درګونو چاودل ، ټوخي ، اوپه  بلغم مزاجو کي بلغم په  حرکت  راولی، سکته ، فلج او  د بندو درد پیداکیږی  .
 په پسرلی کي باید غوړ ، غوښه او خواږه  لږ وخوړل سي .
  او دوينی دجوش دعلاج د پاره باید دتریو انار اوبه  او سرکه  او یا وبل چا ته خپله وينه ور کړی او یا وينی وکاږی  .

22 نوفمبر 2007

خوږولی

 Licorice خوږولې دخوږولی علمی نوم یې Glycyrrhiza glabra دی خوږولې په عربی هیوادو کی ددرمل او هم دشربتو پر ځای استعمالوی په خوږولې کی Glycerrhizin ماده وجود لری چی هغه دمعدې ، مرۍ ، او کولمو وزخم ته ډیره ګټه رسوی
دخوږولی فایدې :
»دمعدې زخم په څو میاشتو کی سموی
»واینې ته ډیره ګټه رسوی
»ټوخ، ذکام سموی او باید ګرم استعمال سی
»متیازی ډیروی
» که دغذا خوړولوسره وخوړل سی اشتها خلاصوی
»که ترغذا وروسته وخوړل سی خواړه هضموی
»دشکر ناروغ دپاره ښه شربت دی
» دروماتیزم ناروغی سموی او په خوږولې کی یوډول مواد دی (هدرو کورتیزون) چی په بدن کی دمناعی سستم قوی کوی
»په خوږولی  کی معدنی مالګی پوتاشیم ، کلسیم ، جنسی هورمونات او صابونی مواد وجود لری

دطاقت دپاره :
خوږولې دجنسیج سره وایشوی لکه شربت چیښل کیږی ډیر چیښل ئې تر (75ورځوزیات )هم ښه نه دی

دمعدې دزخم دپاره استعمالول :
500ګرامه خوږولې 100 ګرامه ګاټه شات ( ګبین ) یوه کاچوغه سهار او یوه ماښام خوړل کیږی د زړه وزخم ته هم ډیره ګټه رسوی

داعصابو دپاره :
یوه کوچنی کاچوغه میده خوږولې دورځی یو ځله یادوه ځله خوړل کیږی
دپام وړ : هغه کسان چی فشار یې جګ وی هغوی دی خوږولې نه خوری

دځیګر دناروغي دپاره :
یوه کاچوغه میده خوږولې په یوه ګیلاس ایشولو اوبو کی واچوی دورځی دری ځله خوړل کیږی
دبدن دکا دپاره :
یوه کوچنی کاچوغه میده خوږولې په یوه ګیلاس اوبو کی دورځی دوه ځله خوړل کیږی

پر بدن دسپینو ټوکو دپاره :
خوږولې دواسلین سره ګډ کړی سپین ټکی په غوړ یږی

دپښو دګوتو ترمنځ دزخم دپاره :
پنځه دچایو کاچوغی خوږولې په یوه ګیلاس اوبو کی واچوی په نوموړی مخلوط دورځی دوه دری ځله ټپ غوړ کړی که ییاهم نه سمیدی نو یې په شات غوړ کړی
ډاکتر مایکل مورای وابې چی خوږولې دزړه دکا او دمعدې ، مرۍ دالتهاب دپاره ښه علاج دی دورځی باید تر دری ګیلاسه زیات ونه څښل سی او تر 75 ورځو زیات نه وی
دپام وړ :
هغه څوک چی دوینی فشار یې جګ وی ، بلاربی میرمنی ، دزړه ناروغ ، ډیرچاغ هغوی دی خوږولې نه خوری

7 سبتمبر 2007

په نهاره (تشه خېټه) د اوبو څښل
نن صبا دا په جاپان کې دود دی چې هر سهار کله چې وګړي له خوبه را ویښ شی په نهاره اوبه څښي. په دې سربیره ساینسي څیړنو هم په نهاره د اوبو څښلو ارزښت ثابت کړی. غواړم د ښاغلو لوستونکو لپاره د اوبو د استعمالو او ګټو په اړه يو څو کرښې ولیکم. یوې جاپانۍ طبي ټولنې د یو شمیر خطر ناکو زړو او همدا رنګه د نوو ناروغیو لپاره د اوبو په وسیله د راتلونکو ناروغیو درملنه ۱۰۰ فیصده اغیزناکه او ګټوره ښودلې: د سر درد، د ځان درد، د زړه سیستم، د بندونو پاړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغ والی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پاړسوب ناروغي، د پښتورګو او بولې ناروغۍ، قی ، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې تړلې ناروغۍ، د زیلانځ (رحم) ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغۍ.
د درملنې کړنلار۱. هر سهار کله چې له خوبه بیداریږي مخکې له دې چې خپل غاښونه برش کړﺉ 4 x 160ml ګلاس اوبه وڅښئ.۲. خپله خله یا غاښونه برش کړﺉ، مګر د ۴۵ دقیقو لپاره مه څه څښئ او مه څه خورﺉ. ۳. د ۴۵ دقیقو څخه ورسته کولی شئ د معمول په څیر څه وخورﺉ یا هم څه و څښئ. ۴. د صبا ناری، د غرمې او ماخستن له ډوډۍ څخه ۱۵ دقیقې وروسته د ۲ ساعتونو لپاره مه څه خورﺉ او مه څه څښئ. ۵. هغه وګړی چې د عمر له لحاظه زیات او یا هم ناروغه وي او نه شي کولی ۴ ګلاسه اوبه وڅښي په پیل کې کولی شي له کمو پیل وکړي او په تدریجی ډول د ورځې په سر خپل د اوبو څښاک ۴ ګلاسونو ته ورسوي. ۶. د اوبو د استعمال نوموړې کړنلار کولی شي ناروغه وګړو ته روغتیا ور په برخه او روغ وګړي له خپلې روغتیا څخه خوند واخلي. راتلونکی لست د هغو ورځو د اوبو د درملنې د ورځو شمير په ډاګه کوي چې د عمده ناروغیو د درملنې/کنترول/کمولو لپاره اړتیا لري. ۱. د وینې فشار- ۳۰ ورځې۲. د معدې ناروغي- ۱۰ ورځې۳. د شکرې ناروغي- ۳۰ ورځې ۴. قبضیت- ۱۰ ورځې ۵. د سرطان ناروغي- ۱۸۰ ورځې ۶. د توبر کلوز ناروغي- ۹۰ ورځې ۷. هغه ناروغان چې د بندونو پاړسوب لري په لومړۍ اونۍ کې باید د ۳ ورځو لپاره نوموړې کړنلار تعقیب کړي او په دوهمه اونۍ کې دې هره ورځ څښي نوموړې کړنلاره کومه جانبي اغیزه نه لري، خو بیا هم کیدای شی د درملنې په پيل کې څو ځله اړه شئ چې تشې متیازې وکړئ. دا به غوره وي که چیرې موږ دغه کړه وړه د خپل ورځنی ژوند يو عادت وګرځوو. اوبه وڅښئ او روغ رمټ او فعاله اوسئ. دا یو مفهوم لري ... چې چینیان او جاپانیان د ډوډۍ سره ګرم چای څښي... یخې اوبه نه . کیدای شی دا هغه وخت وي چې موږ هم د چينیانو او جاپانیانو دغه عادت خپل کړو. موږ بايد څه له لاسه ور نه کړو، باید هر څه تر لاسه کړو. هغه وګړي چې د یخو اوبو څښل خوښوي، دغه موضوع پرې د تطبیق وړ ده. دا ښه ده چې چې د خواړو وروسته یو ګلاس یخې اوبه وڅښي، مګر یخې اوبه هغه غوړین مواد چې تا خوړلي جامدوي او په پایله کې يې د هاضمې پروسه سوکه کیږي. کله چې دغه مواد د معدې د تیزابو سره غبرګون ښکاره کوي، نوموړې مواد په چټکۍ سره تجزیه او په کولمو کې جامد پاتې کیږي. چې له امله یې کولمه لیکه کیږی، او بیا په ډیره چټکۍ سره په شحمیاتو بدل او د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي. نو دا به غوره وی چې له ډوډۍ وروسته د یخو اوبو پر ځای سوپ یا ګرمې اوبه و څښل شي. د زړه د حملې په اړه يوه جدي خبرتیا: میرمینې باید پر دې پوه شي چې هر زړه د حملې نښه دا نه ده چې په چپ مټ درد راشي، نو د زړه د حملې مانا لري . د جامې په مصراع یا لاین کې د سخت درد څخه هم خبر اوسئ. دا هم شونې ده چې د زړه د حملې پر مهال په لومړی کې ناروغه په سینه کې درد احساس کړي. د زړه بدیدنه او زیاته خوله کول هم د زړه د حملې عادې نښې نښانې ګڼل کیږي. پر۶۰ فیصده وګړو د زړه حمله هغه وخت راځي چې بیده وي، د تل لپاره بیده پاتې او بیا هيڅکله را بیدار نه شي. د جامې په مصراع کې درد کیدای شي ناروغه له خوبه بیدار کړي. راځئ چې محتاطه او باخبره اوسو. څومره زیات چې موږ په دې موضوعاتو پوه شو، په هماغه اندازه زموږ د ژوندانه چانس په سختو شرايطو کې زیات وي.
د ستاسو د روغتیا او سوکاله ژوند په هیله
Ilham.niazi@gmail.com
الهام الله نيازى

5 سبتمبر 2007

زیتون

زیتون
بسم الله الرحمن الرحيم
زیتون یوه کټوره غذا ده ویل کیږی چی زیتون دهر ډول ناروغي درمل دی زیتون په قران کریم کی څو ځله ذکر سوی دی الله سبحان وتعالی دمؤمنون په سورت کی دزیتون په اړه فرمایلی دی {وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ }المؤمنون20
په 100 ګرامه زیتون کی لاندی غذایې مواد موجود دی
پروتین 1.5 ګرامه
تیل 13.5 ګرامه
سکری مواد 4 ګرامه
پوتاشیم 91 ملیګرامه
کلسیم 61 ملیګرامه
مګنیږیم 22 ملیګرامه
فوسفور 17 ملیګرامه
اوسپنه 1 ملیګرامه
مس 22 ملیګرامه
تو پاله 4.4 ګرامه
کاروتین 180 ملیګرامه
ویټامین ای 300 Iu
علاوه پردی په زیتون کی ویټامین ب ، سی ، اچ ، اې وجود لری
داود الانطاکی وایې چی په تیلو کی هغه ښه تیل دزیتون دی بدن غټوی ، رنګ صافوی ، دبدن جلد نرموی ، او وایې

» که دزیتون تیل دګرمو اوبو سره وچیښل سی دګیدی مغض سموی
» دپنډو کولمو دناروغیو دپاره ډیرښه دی
» دکیډی چینجیان خارجوی
» په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی او پښتورګی سموی
» دبندونو دردونه اراموی او او دملا درد سموی
» سپین ږیرتیا ځنډوی وریښتان سموی او ویښتان ټینګوی
» دبدن غړی قوی کوی
» دجرب ناروغ ته زیاته ګټه رسوی
دزیتون ګټی زیاتی دی نو لدی کبله ددرمل جوړولو او فیشنی شیانو جوړولو لکه صابون ، کریم، اودرمل جوړولو فابریکو دزیتون وتیلو زیاته پاملرنه کړی ده
دزیتون د تیلو څخه دغذا یې مواد په ساتلو کی کار اخلی
دزیتون د ونې ، پاڼې ، میوې ټولو څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون څخه تیل ایستل کیږی په ټولو غذایې تیلو کی دزیتون تیل په لمړی مقام کی دریږی
دزیتون دتیلو څخه دزړه ، چنګاښ ، جلدی ناروغیو درملونه جوړیږی
دزیتون دونې لرګی ډیر ښه لرګۍ دی وېنه یې نه خوری دکور داساس په جوړولوکی کار ځنی اخستل کیږی
دزیتون دتوپالی څخه دکود کیمیاوی او څارویوپه غذا کی کار اخستل کیږی
دڅارویوپه جاغولو کی دزیتون د توپالې څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون پاڼی دخولی او ورۍ دالتهاب دپاره استعمالیږی
دزیتون تیل که بلاربه میرمن یوه کاچوغه هر سهارپه تشه خوا وخوری ومیرمن اونازوکړی ماشوم ته زیاته ګټه رسوی او که نس تر ولادت دمخه او وروسته تر ولادت په غوړ کړی دنس جلدبه هغه مخکنی حالت ته راسی څڼګه چی تر بلاربیدو مخکی وو
پوهان وایې دزیتون تیل کولیسترول LDL )) كموي او دانسان بدن په خپل طبیعی حالت باندی پریږدی او دماغ دشیخوخه څخه ساتی او پر بدن دزاریاتود تاثیر څخه ساتی او جلد دچاودلو څخه ساتی دتریخی افرازات په کار اچوی ، اینه هوساکوی بولی زیاتوی په پښتورګی کی دډبری دجمع کیدولو مخنوی کوی او په بدن کی دوازګی د ډیریدو مخنوی کوی د چنګاښ او زړه دناروغي مخنوی کوی
د امریکا په نیویارک پوهنتون کی دوو ښوونکو ا . ډاکټر اهرنز او ا . س ترفسلید تر څیړونو وروسته ویلی دی چی دزیتون تیل دزړه دشراینو ناروغ اوهغه کسان چی دوینی پشار یې ډیر وی زیاته ګټه رسوی
او په اسپانیا کی طبی ټولنی تر څیړونو وروسته ویلی دی چی هغه کسان چی دزیتون تیل په خوراکی توکو کی هره ورځ خوری په هغوی کی دتې دچنګاښ ناروغي 35٪ کمه وی

رنځپوهان په زیتون سره په لاندی ډول سره لارښونه کوی

اوله نسخه :
دجلد دنرموالی دپاره
نیم ګیلاس دزیتون تیل
نیم ګیلاس سرکه
څلرمه برخه دګیلاس اوبه
ټول سره ګډکړی او استعمال کړی

دوهمه نسخه:
د پښو لاسو او څینګلې دجلد چاودلو دپاره

پښی دزیتون په تیلو څو واره دورځی غوړی کړی او جراپې په پښو کړی
د څینګلو او لاسونو دپاره دزیتون دتیلو سره ګلیسرین ګډ کړی لاسونه په غوړ کړی

دریمه نسخه
که غواړی چی ویښتان مو قوی سی یا موویښتان ریژیږی او یا په سر کی شپوږی وی :
دسر ویښتان ماښام دزیتون په تیلو غوړ کړی وروسته یې په ټوکر کی وتړی تر سهاره وروسته یې پاک پریولی او سرمو دورځی څو واره ږمونځ کړی دا کار دری اونی تکرار کړی ویښتان په ځلیدلی قوی او دشپږو څخه پاک سی
دښپوږو دورکولو دپاره باید چی په لاندی ډول دزیتون تیل دری اونۍ استعمال سی
اول – اول باید permethrin یا pyrethium مرکب استعمال کړی دا مرکب شپوږی وژنی لاکن ټوله دمنځه نه وړی نو دلته دزیتون تیل زیات رول لوبوی
دوهم ـ سر به دزیتون په تیلو تر بیدیدو دمخه غوړ کړی او په ټوکر کی به یې وتړی
دریم ـ سر به په معدنی ږمونځ دمخه تر پریوللو ږمونځ کړی
څلرم ـ دسر پریوللو وروسته به ویښتان دویښتانو دوچولو په ماشین( سیشوار) په توده هوا وچ کړی
پنځم ـ په سرکی به وګوری چی پاته سوی شپوږی او هګۍ هم پاکی سی

څلرمه نسخه
ددرد ، دمغض اراموالی، دپښتوګی ریګ، چینجیانو لری کول او دبولو دزیاتوالی دپاره:

سهار په تشه خوا دی پنځه شپږ کاچوغې دزیتون تیل څو ورځی پر له پسی وخوری

پنځمه نسخه
دپښو تر منځ دزخم دپاره
دپښو ترمنځ هغه زخمونه دزیتون په تیلو غوړ کړی دا زخمونه په ماشومانو کی زیات پیدا کیږی هر وخت چی ماشوم تړۍ دپښو منځ یې دزیتون په تیلو غوړ کړی

شپږمه نسخه
دقبض دپاره
10 ګرامه میده ملخوځی او دملخوځو په شان دزیتون تیل سره ګډ کړی ( ملخوځی دزیتون په تیلو کی خیشتې کړی ) دا جوړه سوی اندازه درمل به په څلور واره د دورځی وخوری
اوومه نسخه
دغوږ ددرد دپاره
دزیتون غوړی لږ تاوده کړی او غوږ کی یې دوه یادری څاڅکی دورځی دری ځله واچوی

اتمه نسخه
دسږی دالتهاب دپاره
لږ څه ملخوځی
څو زوڼې دهوږی کوټلی سوی
دزیتون تیل
ټوله سره ګډ کړی تر بدیدو دمخه یې دپښو پر تله نازک اوار کړی او جرابې په پښو کړی تر سهاره
دټوخ او ربو ناروغی دپاره
دزیتون مندکی میده کړی پر انګار یې دود کړی هغه دود یې تنفس کړی

نهمه نسخه
دپلو دفالج دپاره
یوه حیصه دعرعر میده ګلان
دری حیصی دزیتون تیل
ټوله په یوه بوتل کی واچوی او سر یې یې وربند کړی لس ورځی یې په ګرم ځای کی و لمر ته کښیږدی وروسته یې صاف کړی دهغه په اندازه اوبه ورواچوی ښه یې سره ګډکړی او استعمال یې کړی

لسمه نسخه
دګیډی دچینجیانو دپاره
ګارګټکی Malva په اوبو کی وایشوی په یو ګیلاس دکارګټکو په ایشول سوی اوبوکی یوه کاچوغه دزیتون تیل ګډ کړی کله چی ساړه سول وناروغ ته به ایماله ورکړی ښه داده چی په دوو ورځو کی یوه ایماله ورکړی تر څو چی دګیډی چینجیان ورک سی

یوولسمه نسخه
دبواسیر دپاره
لږ څه دبابونه ګل په نیم ګیلاس دزیتون په تیلو کی واچوی او پر اوریې یې کښیږدی تر څو دبابونه ګل وسوځی تر څو چی ګل داسی سی لکه سکور
بیا دغه جوړ سوی درمل دورځی دوه ځله استعمالوی تر درمل دمخه باید مقعده په تودو اوبو پریولل سی

دولسمه نسخه
دشوڼډانو دچاودیدولو دپاره
مستکه LENTISQUE یو ډول کونډری دی هغه میده کړی دزیتون دتیلو سره یې ګډ کړی
دورځی څو ځله شونډان په غوړ کړی

دیرلسمه نسخه
دمخ او غاړی دکوتانو دپاره
نیمه کاچوغه دزیتون تیل دیوی هګۍ دژړو سره ګډ کړی او څو څاڅکی دلیمبو اوبه په ګډی کړی مخ او غاړه په غوړ کړی 45 دقیقې وروسته مخ پریولی

څورلسمه نسخه
دځوانانو دانې
دخزامی ګل
یوه غټه کاچوغه تازه پیروی
دوی غټی کاچوغی دزیتون تیل
ټول سره ګډ کړی او مخ په غوړ کړی 20 دقیقې وروسته مخ پریولی

ماخذ : زیت الزیتون دواء لکل داء

7 أغسطس 2007

ګل سرخ

کرکدیه یا غجر HIBISCUS
INDIAN SORELL
HIBISCUS SABDARIFFA
دکرکدیه یا غجر ګل چی بوټی یې تر دو مترو پوری جګوالی مومی سور ګل کوی دګل پاڼی یې وچ او غوټی یې تازه استعمالیږی تریو خوند لری
دکرکدیه په ګل کی ګلو کوسیدات ، رنګه مواد ، اکسالات کلسیم او ویټامین سی وجود لری
دکرکدیه دګل فایدی :
کرکدیه ګل تاوده لکه چای او یخ لکه شربت چیښل کیږی
کرکدیه دګرمې په موسم کی تنده ماتوی او دګرمی احساس ختموی
کرکدیه دوینی فشار کموی او دزړه پلې قوی کوی دوینی دوران ګړندی کوی
معده پاکوی او په معده کی ضرر ناکه مکروبونه وژنی دکولیرا ضد دی هضمونکی خاصیت لری اشتها خلاصوی دروماتیږم درد اراموی ذکام سموی دځیګر ناروغیو ته ډیره فایده کوی په کرکدیه کی ویټامین C زیاته ده
دکرکدیه ګل دشونډانو درنګ ، صابون ، شامپو په جوړولو کی استعمالیږی او په درملونو کی دکیمیاوی رنګ په بدل کی دکرکدیه درنګ څخه کار اخستل کیږی
دپام وړ :
هغه کسان چی دپښتورګی ناروغې ولری وهغه ته یی چیښل ښه نه دی ځکه چی په کرکدیه کی اوکسالات کلسیم ډیر وجود لری او هغه کسان چی دوینی فیشار یی ټیټ وی هغوی دی یې هم نه چيښی ځکه چی دوینی فشاریې نور هم کموی

28 يوليو 2007

خواږه ویلنېFennel

خواږه ولنې یا بادیان
Fennel
فقد ورد عن السنوت عدة أحاديث، فقد ورد عن إبراهيم عن أبي عبلة قال: سمعت عبدالله ابن أم حرام وهو ممن صلى مع النبي صلى الله عليه وسلم القبلتين "عليكم بالسنا والسنوت، فإن فيهما شفاء من كل داء". اخرجه ابن ماجة في السنن. وذكر عبدالملك بن حبيب قال: عن أنس بن مالك رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال "عليكم بأربع فيهن شفاء من كل داء إلاّ من السام (وهو الموت)السنا والسنوت والثغاء والحبة السوداء"

خواږه ولنې موږ اوتاسو ښه پیژنو او په هر کور کی موجود دی رنځ پوهان یې په عربی سنوت ، شمر، رازیانج نوموی علمی نوم یې Foeniculum vulgare دخوږو ولنو دانی او تازه پانی استعمالیږی
په خوږو ولنو کی Anethole او Fenchonp h, مرکب Esthagole او ویټامین ای ، بی، سی ، فوسفور ، کلسیم ، ګوګړ ،اوسپنه او پوتاشیم وجود لری

اولين رنځپوهان وایې خواږه ولنې سده خلاصوی او دید زیاتوی ، شیدې ډیروی ، بولی زیاتوی ، ډبره ویلي کوی ، دګیډی بادونه سموی او که دود سی دسر درد سموی دزاریاتو ضرر کموی
نوی څیړنی ښی چی المان ثابته کړی ده چی خواږه ولنی دافضله طبی بوټو څخه شمیرل کیږی دمعدې سټریا سموی، او دهضم مشاکل ، باد او بریښ یو ښه درمل دی ښه طریقه دخوړو یې داده چی خواږه ولنې میده سی اود یوه ګیلاس شېدو سره وچیښل سی دهغو ماشومانو چی عمر یې تر دوه کلنی پورته وی دباد او بریښ دپاره یوه کوچنې کاچوغه میده خواږه ولنې و یوکوچنی ګیلاس اوبو ته ورواچوی او 15 دقیقې یې پریږدی بیا یې صاف کړی او دخوږو ولنو صافی کړل سوی اوبه دماشوم په شېدو کډی کړی
علما دا هم وایې چی په خوږو ولنو کی استراجول مرکب دی ددی تاثیر د ښځینه هورمون سره یوشانتی تاثیر لری یعنی ښځینه هورمون زیاتوی او دنارینو جنسی رغبت کموی
خواږه ولنی بلغم لیری کوی او تنفسی جهاز ته زیاته ګټه رسوی ، نس ناستی چی دمیکروب له وجهی منځ ته راغلی وی هغه نس ناستی سموی
دخوږو ولنو دخوړولو طریقه :
»دهضم داضطراب او قبض دپاره یوه دمستو کاچوغه میده خواږه ولنی په یوه ګیلاس اوبو کی 20 دقیقې واچوی وروسته ټوله وچیښی دوه وخته سهار او ماښام

» دبولی مشلاتو دپاره لکه دپښتورګی ډبره یوه کاچوغه میده خواږه ولنی او یوه کاچوغه دخوږو ولنو میده نارونه په یوه ګیلاس ایشل سوو اوبو کی 15 دقیقې پریږدی وروسته ټوله چیښل کیږی یو ګلاس سهار او یو ګیلاس ما ښام
» خواږه ولنی او دخوږو ولنو نارونه ټوله وایشوی دخولی او ورۍ داتهاب دپاره یې غرغړه کړی
» دماشو مانو دنس دبریښ دپاره دخوږو ولنو پاڼی وایشوی وماشوم ته ایماله ورکول کیږی
خواږه ولنی وټوخ ، ربو ، دحنجری التهاب ، پښتورګی ، مثانې او مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی
حامله میرمن که لږ څه خواږه ولنی وایشوی او یې وچیښی دمعدی اضطراب ، دګیډی بادونه، قی ، دسر ګرځیدل سموی
دماشوم مور که دورځی دوه یا دری کوچنی ګیلاسه ایشول سوی خواږه ولنی وچیښی شېدی یې ډیروی

دخوږو ولنو خارجی استعما ل :
» دخوږو ولنو نارونه که وایشول سی او غر غړه سی دورۍ او خولی التهاب ته زیاته ګټه رسوی او هغو کسانو ته چی لوست او لیکل زیات کوی که سترګی په ټاکور سی وستر ګو ته زیاته ګټه رسوی او دسترګو ستړیاختموی
» دخوږو ولنو تازه پاڼی که ددو پښو تر مځ زخم باندی وتړل سی زخم جوړوی
»که وایشول سی او پر ګیډه وتړل سی دګیډی دردونه سموی
دپام وړ : که دخوږو ولنو تیل زیات وخوړل سی دسرګرځیل ، بدن چکی کیدل ، او دزړه په حرکت کی سستی پداکوی
دپام وړ : بلاربی میرمنی دی خواږه ولنی زیات نه خوری که لږ څه په خوراکی موادو کی ګډوی پروانه لری لاکن دډیر خوراک څخه باید چی ډډه وشی

25 يوليو 2007

جواری

جوار
نان هوسی هغه څوک دی خوری چی وس یې لری
دجوارپه دانو کی نشا یسته ، پروتین ، غوړ ، کاروتینات ، استرولات او ویټامین ای ، بی او اچ وجود لری دجوار په جنین کی غوړ زیات دی او دهغو څخه تیل جوړوی چی موږ اوتاسو یې په پخلۍ کی استعمالو
په جوار کی یوبل مهم شئ چی موږ یې دجوارپه ویښتانو سره پیژنو علمی نوم یې cornsilkډیر طبی تاثیر لری دجوار په ویښتانو کی فلافونیدات ، یومهم مرکب Maysin او فلویدات اللانشین او صابونی مواد الوتونکی تیل او ویټامین کی ، سی او پو تاشیم وجود لری
امریکایانو دجوارددانو څخه اوړه جوړول د پړسیدلی او کو ټل سوی ځای په درملنه به یې کار ځنی اخستل کیده
دجوارپه ویښتانو کی پوتاشیم وجود لری و مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی ، بولی زیاتوی او دمثانی کا سموی وشاشبندناروغ ته زیاته ګټه رسوی( شاشبندی خلاصوی )
دجوار دویښانو نوی څیړنی ښیی چی دجوار ويښتان دترخی دصفرابند سوی افرازات ایله کوی او دزړه پلې قوی کوی او دهاضمې جهاز اراموی
دجوار دانو دجنین غوړی په وینه دکلوسترول د جمع کیدل مخنوی کوی وهغو نارغونانو ته ورکول کیږی چی د وینی فشار یې جګ وی دوی کاچوغی سهار ترنهاری دمخه اودوی کاچوغی ماښام تر ډوډی خوړولو مخکی چیښل کیږی
ایا کوم ضرر لری : که علاج په په صحییح ډول استعمال سی کوم ضرر نه لری
ماخذ : الحواج

22 يوليو 2007

ملخوزی fenugreek

ملخوزی fenugreek
ویل کیږی چی که خلګ دملخوزو په ګټه خبر سی نو به یې دسرو زرو په بیه رانیسی انګلیزی عالم کلیبر وایې که ټول درملونه دترازو په یوه پله کی واچوی او ملخوزی په بله پله کی واچوی نو به دملخوزو پله پر درنه سی
ملخوځی یا ملخوزی په انګلیسی قاموس کی fenugreek نوموی علمی نوم یې Trigonella foenum - graecum . اوپه عربی یې حلبه نوموی په اوردو میتی ورته وایې کوچنی دانی دی لکه ورجه چی دوی دری ټوټی کړی ژړ رنګ لری
ما هم دبوی په سبب نه خوړلی( یو ډول بوی لری لکه دکرک ) کله چی یې په فایده وپوهیدم اوس یې دورجو سره خورم چای یې جوړوم
دملخوزو بو ټی 20 – 60 سم جګوالی لری دوه کوچنی ښاخونه کوی په سر کی دری اوږدی پری پری پاڼی کوی کوچنی ژړ ګل کوی تر ګل وروسته دښکر په شکل غوزه کوی دیوی غوزی اوږدوالی تقریبا 10 سنتیمتر وی چی په دغه غوزه کی بیا دملخوزو دانی وی په ګران هیواد افغانستان کی یې میرمنی دنوی ماشوم تر پیداکیدو وروسته دورجو سره پخوی او دماشوم ومور او ورغلو میرمنو ته یې
وایی یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم دسعد بن آبی وقاص رضی الله تعالی عنه پوښتنی په مکه شریفه کی ورغلی او هغه ته یې رنځپوه الحارث بن کلده راوغوښتی هغه چی دسع بن ابی وقاص حال ولیدی نو یې ملخوزی د تازه عجوی خورما سره ګډه پخه کړه او وریې کړه کومه ناروغی چی دهغه وه هغه ناروغی یې جوړه سوه

دملخوځو فایدې : اشتها خلاصوی دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی وینه صافوی معده قوی کوی دماشوم دمور شېدې ډیروی په وینه کی شكر کموی
او هغه کسان چی دبولو دشکرناروغی ولری كه هره ورځ یوه کفه میده ملخوزی وخوری دزخم په جوړولو کی زیاته مرسته کوی تناسلی غدی په کار اچوی او نارینه ځواک قوی کوی بولی زیاتوی او دبدن څخه زاریات خارجوی قبض سموی دځیګر او ستونی ناروغی ته ډیره ګټه رسوی ( ټوخ ، دسږی التهاب ، ربو ، بلغم( که په نهاره وخوړل سی دګیډی چنجیان خارجوی که ملخوځی وایشول سی او غرغړه سی دستونی التهاب سموی
ملخوزی که د خورما ، انځر، ګبین (شات ) سره پخی سی او په نهاره وخوړل سی بلغم خارجوی او زوړ ټوخ سموی
دملخوزو فایدی زیاتی دی ما وتاسو ته لږ څه ولیکل

16 يوليو 2007

زعتر Thyme

زعتر Thyme
سعتر یا صعتر ، زعتر ، هم نومول کیږی زعتر ښه عطری بوی لری او خوند یې لږ تریخ دی

زعتر دوه ډوله دی یو یې کرل کیږی او بل ډول یې په دښت او غرونو کی راشنه کیږی علمی نوم یې Thymus Vulgaris په ېب کی یېپاڼی او هغه څانګی چی ګلان یې کړی وی استعمالیږی خوړل یې داسی دی لکه چای په اوبو کی ایشول کیږی اوښهبه داوی چی په ترمس کی واچول سی او ایشول سوی اوبه ورواچول سی پسله څو دقیقو وچیښل سی دیوه ګیلاس دپاره نیمه دمستو کاچوغه کفایت کوی
زعتر ښه عطری بوی لری تر ټولو ښه زعتر درومانیا زعتر دی
دزعتر فایدې :
دحلق او حنجرې درد ته فایده کوی
دغاښو درد اراموی او ورې ته ګټه رسوی
معده په کار اچوی او دګیډی بادونه ورکوی خواړه هضموی
ټوخي اراموی او تنفسی جهاز ته ډیره ګټه کوی
دوینی جیریان ګړندی کوی
شراین پراخوی او زړه ته ډیره فایده لری وسګریټ څکونکو ته ډیره ګټه کوی
دپښتورګی درد اراموی او دمسالک بولی او مثانې التهاب جوړی
په وینه کی کولسترول کموی
دګیډی څخه سپڼسکی چنجیان خارجوی
دروماتیزم ، بندونو او عرق نساء دردونه اراموی
دمناعی سیستم قوی کوی
اشتها خلاصوی
که دزعتر په تیلو دسر پوټکی غور سی ویښتان تینګوی او ویښتان زیاتوی
زعتر که دلونګو سره په اوبو کی وایشول سی او یخولو وروسته په خوله ولغړول سی او یا شنه زعتر وژول سی غاښونه دخرابیدو څخه ساتی
اولنو به زعتر او دزیتون تل وماشومانو دنهاری سره ورکول ددی دپاره چی ماشوم دماشوم ذکا قوی سی
دپام وړ : زعتر لږ قبض پیداکوی باید دزعتر تر چښلولو وروسته یوه کاچوغه دزیتون تیل وچیښل سی

12 يوليو 2007

جنسیج

جنسیج
جنسیج یو ډول طبی بوټی دی په کاناډا ، جاپان او چین کی کرل کیږی چی هغه دمځکی روح هم ویل کیږی دهغه څخه دجنسیج په نوم یوډول دطاقت کولی جوړیږی علکماو کشف کړی ده چی جنسیج که څلویښت دقیقې مخکی تر غذا خوړولو وخوړل سی په وینه کی شکر کموی الدكتور فلاديمير فوكسان وایې جنسیج دشکر دناروغی ډیر ښه درمل دی
دجنسیج فایدی :
جسم ته ښه طاقت ورکوی
جنسی طاقت زیاتوی
ذاکره قوی کوی
په وینه شکر کموی
اشتها خلاصوی
هاضمه سموی
دسر درد ختموی
دوینی دوران سموی
په وینه کی هیمو ګلوبین زیاتوی
دزړه پلې قوی کوی
واینې ته ډیره ګټه رسوی
دپام وړ : امید واره میرمنی ، شیدو خوړونکی ماشومان ، او نابالغه ماشوم او هغه کسان چی Nardil Marplan درمل استعمالوی باید جنسیج ونه خوری

9 يوليو 2007

انیسون

انیسون ( شطه)


انیسون یونانی کلمه ده موږ وهغه ته شطه یا شطه هندی وایو په شکل رنګ دسپیرکۍ دی
په انیسون کی Anitol , Inene , limonine , Safrol ماده او فروتین 2٪ غوړ 3٪ کربوهیدرات 27٪ وجود لری
دیانسون فایدې :
په اوبو کی ایشول سوی انیسون دګیډی بادونه ، بریښ ورکوی او خواړه هضموی
انیسون دټوخ دپاره په ډیرو درملنو کی استعمالیږی ټوخ اراموی او بلغم ورکوی
دحلق درد او داډو دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی
بولی ډیروی
اعصاب اراموی او سردرد دپاره ډیره فایده کوی
که میرمونو ته دماشوم دپیداکیدو په وخت ایشول سوی
انیسون ورکول سی زیږیدنه اسانه کوی
دماشوم دمور شیدی زیاتوی
که دماشوم په شیدو یوه کاچوغه ایشول سوی شطه ګډه سی دګیډی بریښ درد به یې سم سی ماشوم به ارام بیده سی

8 يوليو 2007

ګل بابونه Chamomile

ګل بابونه Chamomile
دګل بابونه فایدې :
ګل بابونه لکه شای داسی استعمالیږی ښه طریقه یې داده چې هغه په ترموس کی واچوی او اېشولې اوبه ور واچوی څو دقېقې یې سر ور پټ کړی بیا یې وچښې
په ګل بابونه کی Anthamic Acid ماده ، Anthamedineماده ، Matricarin ماده او Prochamazulene ماده وجود لری
بابونه ګل فایدې :
»دتنفسی جهاز دالتهاب ، او پاکولو دپاره ډیر فایده کوی
» دګېډی برېښ ، بادونو ، تشنج اودکېډی پاکوالی دپاره ډیره فایده کوی
» ډوډۍ هضموی
» اشتها خلاصوی
» صفرا ( ژړ )خارجوی
» تو دوخه(تبه) کموی
» دمسالک بولی ،او سوزک دپاره ډیره فایده کوی
»دمېرمنو دمیاشتنی عادت درد ونه اراموی
» دمعدې اوکولمو دزخم دردونه اراموی
» خوب جلبونکی خاصیت لری
» دماشومانو دستونه (امل) دروی
» دپوست خارجې التهاب ، زخمونو ، اودنوکانو التهاب دپاره فایده کوی
» دسرددرد پاره که ګل بابونه واېشول سی او پښې تر بېدېدو دمخه په ګرم اېشول سوی ګل بابونه کی کېږدی دسر درد به یې ارام سی
دپام وړ : دورځې تر دوه ګیلاسه اضافه دبابونه ګل چیښل ښه نه دی ولی چې دسر دروند والې او سر کرځیدل اوکله د باکۍ احساس پیداکوی

14 يونيو 2007

ترخې کونډری MYRRH


( ترخې کونډری )مُر
مر په عربي تریخ ته ویل کیږیعلمی نوم COMMEFORA MOLMOL دبلیسان ددرختې کونډری دی او تجاری نوم یې
MYRRH کونډرددرختی دتنې څخه باید راټولی شی هغه کونډری چی پر مځکه راولیدلی وی هغه دی نه ټولوی دمر دکونډرو رنک نصواری او سپین وی که تور رنګ یې وی باید هغه استعمال نه شیدترخو کونډورو فایدې :دټوخ دپاره ډیر ښه علاج دیدمثانې التهاب ختمویسالنډۍ ختمویدمعدې زخم جوړویدردونه ختمویاشتها خلاصویدکیډی بریښ او بادونه ختمویمیکروبونه ختمویدشکری ناروغې ته فایده رسویداستعمال طریقه :دټوخې دپاره که لږ څه په خوله کی واچول شی او اوبه یې کرار کرار تیروی او یالږ څه په اوبو کی وایشول سی څو غوړپه وکړی ټوخی په هغه وخت درویدداخلی ناروغیو دپاره لږ څه په اوبو کی ایشول کیږی دورځی دری کوچنې کلاسه (دقهوی ګیلاس)چیښل کیږیدخارجی استعمال دپاره : لږ څه په شهتو ګډ کړی او زخم په غوړ کړی500 ګرامه مُر په مرطبانه کی واچوی او د لمر ګولی غوړی ورواچوی ولمر ته یې دری اونۍ کښیږدی وروسته یې صاف کړی او او دورځی دوه واره زخم په غوړ کړی دذخم په سمولو او ژر جوړولو کیزیات شهرت لری

7 يونيو 2007


























مسک
مسک دعطرونو هغه ښه عطر دی په قران شریف کی دمسکو په باب الله سبحان وتعالی فرمایې: تعرف في وجوههم نظرة النعيم, يسقون من رحيق مختوم, ختامه مسك, وفي ذلك فليتنافس المتنافسون
مسک دحیواناتو څخه په لاس راوړل کیږی لکه ، هوسۍ ، دمسکو غويې Musk-ox ،سمساره Musk turtle ، زباد Civet cat یو ډول پیشی ده ، دمسکو موږک Muskrat
مسک زړه ته طاقت ورکوی او نفس خوشحاله کوی دسر درد سموی اوکه وخوړل سی دبدن ټوله اعضاوی قوی کوی مسک په حیواناتو کی یو ډول غده ده دمالټی په اندازه هغه غوده ښکاریان دحیوان تر ښکار کولو وروسته ولاس ته راوړی او بیا یې وچوی په هوسۍ کی چی دمسکو غوده غټه سی دغه غوده بیا ډیره کاکوی او هوسۍ ځان په ډبره پوری موږی تر څو چی هغه غوده وچاودی او مسک پر
توی سی ښکاریان هغه پیژنی هغه مسک دډبری څخه
راټولوی په لاندی انځورونو کی دمسکو حیوانات ښکاریږی







17 مايو 2007

دویټامینو مصدر په خوراکی توکو کی

ویټامینB1
غله دانې ، اینه ، وچه میوه ، هګۍ ، کبان ، مستې او زیاتره ترکاری او په100 ګرامه خټکی کی 3.4ملیګرامه دورجو په پوستکی کی ملیګرامه 2.20 او په غنم کی 2.05 ملیګرامه دبیری په خمیره کی ملیګرامه 9.69 ملیګرامه ویټامین ب1 وجود لری

ویټامینB 2
خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستې ، دهګۍ ژړ ، کبان ، پنیر ،د ترکاری پاڼی ، غله دانه

ویټامینB3
خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستې ، دهګۍ ژړ ، تازه میوې ،کبان ، پنیر ، ترکاری ، غله دانه په 100ګرامه اشتغ ( وچ زردالو )کی 2.00. ملیګرامه او بزالیا یو ډول لوبیا کی0.8 ملیګرامه ویټامین ب 3 وجود لری

ویټامینB6
خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، ، تازه میوی ، غنم ، جوار ،پنیر ، په 100 ګرامه پلۍ کی 12. ملیګرامه او خمیره بیره کی3.6 ملیګرامه او جوز کی 1 ملیګرام ویټامین B6 وجود لری

ویټامینB12
په 100 ګرامه اینه کی 120-30 میکروګرامه او پښتورګو کی 55-18 میکروګرامه اوپه غوښو او وچو شیدو کی 5.3 میکروګرامه او دهګۍ په ژړ کی 108 میکروګرامه ویټامین12 B وجود لری

ویټامین D
اینه ، پښتورګی ، پلۍ ، صویا باغلی ، دهګۍ ژړ ، شیدې

صودیم
شيدې ، پښتورګی ، باغلی صویا ، ماغزه ، کورنې چرګان ،د سوۍ غوښی ، غنم ، پالک ، لوبیا ، انځر ، خورما ، زردالو ، کیله

پوتاشیم
ترکاری ، پټاټه ، شیدې ، غوښی ، باغلې ، اشتغ ، ګشنیز ، لیمبو ، توت ، شفتالو ، انګور ، بادرنګ ، پالک ، پیاز ، بقدونس

کلسیم
پالک، بينډۍ ، کاګټکی ، ملوخیه ، کاهو ، پیاز ، جرجیر، ورجی ، پټاټه ، مالټه ،کیله ، زردالو ، انګور ، خورما ، کشمش ، شیدې ، پیروۍ، پنیر ، هګۍ، غوښی ، کب ، غنم ،تور شات ، صویا باغلی

فوسفور
شیدې ، پنیر ، هګۍ، پلي ، خمیره ، وچه میوه ، دکامل غنم ډوډۍ ، کبان ، ذغوایی غوښی ، ماغزه ، ترکاری ،

مګنیزیم
بادام ، بندوق ، پلې ، جوز ،غنم ، ورجی، لوبیا ، کاکوو

ګوګړ
بروتینی غذا غوښی ، شیدی ، مستې ، غله داني، پیاز ، غنم ،او پنیر

اوسپنه
دهګۍ ژړ، اېنه ، پښتورګی ، غوښی ، دال ، ترکاری ، بقدونس ، کاکوو ، بتدق ، بادام ، جوز ، زردالو ، خورما ، انځر ، پالک ،

کلورین
شنه زیتون ، کرفس ، کشمش ، بقدونس ، غوښی ، بزیلا ( یوډول لوبیا )

مس
مڼې ،زردالو ،کیله ،انځر، باغلېی،رومیان ، ګازری (زردکی )

زنک ( جست)
ملۍ، اینه ، پښتورګی ، پیاز، انځر ، ګازری ، هګۍ او ځمکنی توت

ایودین
بقولیات ، اینه ، پښتورګی ، بندوق ، پسته ، بادام ، جوز

منګنیز
مڼه، کیله ، توت ، خورما ، انځر ، انګور ، شنه زیتون ، پیاز ، اوږه ، پالک ، پټاټی ، رومیان ، کیله ، بندوق ، جوز ، انناس ، اوربشی ، غنم ، پلۍ

16 مايو 2007

دطبیعې بوټو او خوراکی توکوخاصیتونه

ملخوځې fenugreek
وېنه صافه وی ، اشتها خلاصوی ، بدن چاغوی ، شیدی ډیروی
زعتر THYME
دوېنی تګ کړندې کوی ، شرایین خلاصوی ، دټوخې دپاه ډیره فاېده لری ، دغاښو درد اراموی
توری دانې ( حبه سوداء) Nigeria Sativa
بادونه ورکوی ، دجسم طاقت زیاتوی ، په جسم کی دناروغېو پر ضدد مناعی سستم قوی کوی
نعناع piper mint
بادونه ورکوې ، دذکام په وقت کی ډیره فاېده کوی، خواړه هضموی
میرامېه Sage
ضد دبرېښ ده ، دوېنی تګ کړندې کوی، دورې وېنی دروی ، غاښونه پاکوی ، ورۍ ټینګوی ، دهر ډول التهاب ضد ده
بابونه ګل Matricaria chamomilla
دتوخی دپاره ، التهاب دمسلک بولی ، التهاب دسترګو ،د زخم دپاکولو دپاره ښه درمل دی
خواږه ولنې + یانسون (شطه ) pimpinella anisum
دګېډی بادونه ، برېښ ، قبض ، دګېډی چنجیان ، دزنګنو درد اراموی ڼ اعصاب اراموی
ترمسLupine + ملخوځې
په وېنه کی شګر کموی او په شکری اخته کس زخمونه جوړوی
کونجتې Sesame
دجسم اوږدوی ، جسم ته طاقت ورکوی ، کونجتی ددماغ حجیرې تغذیه کوی
ملیسیا
Melissa officinalis
اعصاب اراموی ،دمیرمنو دمیاشنی عادت دردونه کموی ، مغض سموی ، ستړیا ورکوی ، ټوخ اراموی ، دسر ګرځیدل ورکوی ،
خله Ammi visnaga
بولی ډیروی ، دپوښتورګی درد اراموی ، او دپوښتورګې څخه ډبری راباسی
شونډ Ginger
دمیرمنو میاشتنی عادت دردونه کموی ، جنسی طاقت زیاتوی ، په بدن کی تودوخه زیاتوی ، په ګیډه کی بادونه ختموی ، تبه ختموی، بلغم خارجوی
دځوانانو غذا ( توری دانې( Nigeria Sativa +ملخوځې
بدن غټوی ، جسم ته ډیر ښه طاقت ورکوی (انتیبیوتیک)
سیاه دانه : دهری ناروغې درمل دی بیله مرګه
اوربشېBarley
لږخورک یې ( قبض پیداکوی داسهال دپاره فایده کوی )ډېر خورک یې دپرېښ په وقت کی فایده کوی
زعفران Crocus sativus
دورۍ التهاب جوړی ، جنسی طاقت زیاتوی
ګل ختمی Guimauva
دپاړسوب دپاره فایده کوی او دردونه اراموی
دبقدونس تخم
دبقدونس ایشول سوی تخم دپښتورګی څخه ډبری خارجوی
دترتیزکو تخم
دوینی فشار کموی ،ویښان قوی کوی ، په وینه سپین کرویات جوړوی ، دنیکوتین ضد دی، دچنګاښ ضد دی
دبیې مندکې
که نباداغ ته واچول شی سوده خارجوی
ګبین ( شات )
په ګبین کی شفا ده دهری ناروغې درمل دی
لونګ
که په غاښ کی کښیښودل شی دغاښ درد اراموی ،داعصابو طاقت زیاتوی
اوږه
دمکروبونو ضد ده ، دوینی فشار کموی
پیاز
دمکروبونو ضد ده ، جنسی طاقت زیاتوی
کورتوبه ( تمر هندی )
ګيډه پاکوی ، قې دروی ،صفرا خارجوی دیرقان ناروغ ته ډیره ګټه رسوی

دکډو( یقتین ) تیل
دبروستاتو درمل دی
سپینه ځېره
اشتها خلاصوی ، دپرېښ ضد ده ،
کرکدیه (غجر) Hibiscus
دذکام دپاره ، تنده متوی ، معده صفا کوی ،دوېنی پشار کموی
یانسون ( شطه) pimpinella anisum
دبرېښ ضد ده اعصاب اراموی ، دګېډې بادونه ورکوی ، ټوخی اراموی ، دماشوم ژیږیدنه اسانه کوی

23 مارس 2007

ګندنه Leek

ګندنه Leek
ګندنه زیاتی فایدې لری ، په ګندنه کی 90٪ اوبه یو ګرام پروتین 5 ګرامه شکر دی په ګندنه کی ویټامین ای ، ویټامین بی او ویټامین سی ، کلسیم ، فوسفور ، پو تاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین وجود لری ګندنه لکه پیاز دمکروب ضد ده ، دګیډی څخه چنجیان خارجوی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،اواز صافوی غزلچیان یی داواز دصافولو دپاره خوری، دسل وناروغ ته زیاته ګټه رسوی ، دقولنج ناروغ ته ګټه رسوی،جنسی طاقت زیاتوی ، بلغم خارجوی ،کولمی پاکوی ، هغه کسان چی وینه یې کمه وی وهغوی ته زیاته ګټه لری ،دمثانی او پښتورګی التهاب سموی ، اعصاب قوی کوی او شریانونه نرموی ،بولی زیاتوی ، هغه کسان چی دبندونو دردونه لری یا روماتیزمی دردونه لری وهغوی ته ډیره ګټه رسوی ،شیدې زیاتوی دګندنی په اوبو اوړه خیشته کړی او پر چنجکۍ کښیښږدی دچنجکۍ زؤب به خارج سی ، دډیر سخت ټو خ دپاره تازه ګندنه دلږ څه ګبین سره ګډ کړی او سهار په نهاره وخوری ټوخ به ارام سی ، دشاشه بنده دپاره لږ ګندنه وایشوی او دزیتون غوړی په ګډ کړی تاوده یې ترنامه لاندی یعنی پر مثانه ورکښیښږدی بولی به یې ایله سی ، دماشومان ددانو دپاره لږ څه دګندنی اوبه دشیدو سره ګډی کړی او دماشوم مخ په غوړ کړی هغه سری دانی به ورکی کړی جلدی پاړسوب هم سموی
په 100ګرامه ګندنه کی دا لاندی مواد وجود لری
90 ګرامه اوبه 40 ملیګرامه صودیوم1.8 ګرامه پروتېن 260 ملیګرامه پوتاشیم
0.4 ګرامه غوړ 120 ملیګرامه کلسیم6500 وېټامین ای 20 ملیګرامه مګنیزیم 0.12 ملیګرامه وېټامین 1 بی 2 ملیګرامه اوسپنه4 ګرامه کربو هیرات 34 ملیګرامه فوسفور1.3 ملیګرامه توپاله 50 ملیګرامه کلورین 25 ملیګرامه وېټامېن سی

مالټه

مالټه
په مالټه کی ویټامین سی زیات دی مالټه وجوړاو ناروغ خاصتا وماشومانو ته ډیره ګټه رسوی مالټه ډیری فایدې لری ، په مالټه کی80٪ مقطری اوبه2٪ غوړ 10٪ توپاله 5٪ معدنی مواد او 3٪ ویټامین سی وبی 1 وبی 2 وجودلری ، اوسپنه ، فوسفور ، شکر ، یوه دانه مالټه دډوډۍ خوړولو وروسته خواړه هضموی او که ترډوډۍ دمخه وخوړل سی اشتها خلاصوی ،دوېنې جریان ګړندی کوی , رګونه قوی کوی ،په هډوکو کی کلسیم تثبتوی ،هډوکی قوی کوی ،مالټه په جسم کی دتودوخی درجه او تنده کموی قبض ماتوی ، بلغم کموی او ټوخ اراموی ،دجسم څخه زاریات خارجوی، دحمل په اولو میاشتو کی دمېرمنو قې دروی ،دمالټې اوبه د انفلونزا او ذکام دردونه اراموی ، دوینی فشار کموی ، دځیکر ناروغیو ته ګټه رسوی ، دمالټې پوستکی که په کور کی دود سی بیکاره بوی ورکوی ،دمالټې دپوستکې داخلی حیصه چی لږ څه دمالټې لب ورسره وی که دروماتیزم پر دردیلی ځای کښېښودل سی درد به ارام سی ، هغه کسان چی دوینی فشار یی زیات وی باید چی یو ګلاس دمالټی اوبه سهار اوبل ماشام وچیښی ، په مالټه او دمالټی په پاڼو کی بکتین او نیو فلاتونیدز موادزیات دی په وینه کی کولسترول کموی او درګو پر جدار دوینی تراکم منع کوی دوینی حرکت سموی دزړه دناروغیو مخنوی کوی، نیم ګلاس دمالټی اوبه که سهار وچیښل سی ددماغ دسکتې څخه به په امان سی دامریکی مجله ستروک لیکی وایی که دانسان په بدن کی ویټامین سی کم سی ددماغی سکتې خطر ورسره تړلی دی
دکیمیادعلم استاذ ډاګټر لینس بولنج وایی که څوک څوک و غواړی چی دسګریټو عمل پریږدی هفه وخت چی نیکوتین اثر وکړی وسګريت څکولو ته رغبت پیدا سی نو دی دسګریټ څکولو پر ځای مالټه وخوری دا کار دی یویشت ورځی تکرار کړی دسګریټو دعمل څخه به خلاص سی په 100 ګرامه تازه خالص مالټه کی لاندی مواد وجود لری
81.678ګرامه اوبه ، 980ملیګرامه تریو مانیک0.9 ګرامه پروتېن، 0.3 ملیګرامه صودیوم
0.2 ګرامه غوړ170 ملیګرامه پوتاشیم0.014ګرامه کولیسترول 33 ملیګرامه کلسیم11.3 ګرامه کاربون هیدرات 10 ملیګرامه مګنیزیم 0.8 ګرامه توپاله 0.025ملیګرامه منګانیز
190 وېټامین ای 0.4ملیګرامه اوسپنه0.08 ملیګرامه وېټامین بی 1 0.076 ملیګرامه مس
0.03ملیګرامه وېټامېن بی 2 23 ملیګرامه فوسفور0.2 ملیګرامه تریو نیکوتیک8 ملیګرامه ګوګړ
49 وېټامېن سی 4 ملیګرامه کلورین12 ملیګرامه وېټامېن بی 6 45 انرژی
12 ملیګرامه وېټامېن
په 100 ګرامه د مالټې په تازه اوبو کی لاندی مواد وجود لری
86 ګرامه اوبه 0.07 ملیګرامه وېټامین 1بی0.6 ګرامه پروتېن 0.02 ملیګرامه تریو نیکوتنیک
0.1 ګرامه غوړ 42 ملیګرامه ویټامین سی12.9ګرامه کاربون هیدرات 0.5 ملیګرامه صودیم
0.1 ګرامه 190 ملیګرامه پوتاشیم100 وېټامین ای 19 ملیګرامه کلسیم
10 ملیګرامه مګنیزیم 23 ملیګرامه فوسفور0.025 ملیګرامه منګانیز 23 ملیګرامه ګوګړ
0.4 ملیګرامه اوسپنه 4 ملیګرامه کلورین0.076 ملیګرامه مس 98 ګرمی

21 مارس 2007

کاهو

کاهو


کاهو اعصاب اراموی ،جنسی غدې په کار اچوی، منې زیاتوی او نوری جنسی فایدی لری ،کاهو ډیر ژر هضمیږی ،قبض ماتوی، بولی ډیروی ، دنقرس ناروغ ته ډیره ګټه رسوی ،اعصاب او سټرګی قوی کوی ،دکاهو اوبه ويښان غټوی ،کاهو که وایشول سی او پر سترګو کښیودل سی د سترګو سټریا ختموی او دسترګو پاړسوب ورکوی
دماشوم مور که کاهو وخوری په شیدو کی یې ښه خوند پیداکوی ،دکاهو دتخم غوړی ويښتان قوی او تناسلی قوت پیداکوی
دپام وړ ډیره مهمه ده چی کاهو ښه پاک او یوه یوه پاڼه جلا جلا پاک پریولل سی او ورسته وخوړل سی
په 100 ګرامه کاهو کی لاندی مواد وجود لری
20 ګرمې 0.5ملیګرامه وېټامېن اې1.3 ګرامه پروتېن 9 ملیګرامه صودیوم
202ګرامه غوړ264 ملیګرامه پوتاشیم1900 وېټامین ای 68 ملیګرامه کلسیم
0.06 ملیګرامه وېټامین 1بی 11 ملیګرامه مګنیزیم 0.06ملیګرامه وېټامېن2 بی 25 ملیګرامه فوسفور0.07 ملیګرامه وېټامېن 6بی 1.4 ملیګرامه اوسپنه18 ملیګرامه وېټامېن سی 10.3ملیګرامه فولیک تیزاب3.5 ملیګرامه کربوهیدرات

18 مارس 2007

کرم یا بند ګوبۍ CABBAGE

کرم یا بند ګوبۍ CABBAGE




کرم ډیره ګټوره غذا ده په کرم کی ګوګړ زیات دی ویښتانو او نوکانو ته ډیره ګټه رسوی ،دستړیاضد دی ،په کرم کی کلسیم ډیردی هډوکوته زیاته ګټه رسوی ،دحنجری التهاب ختموی، دګیډی چنجیان ختموی ، اشتها خلاصوی، دناړو غودی په کار اچوی ، دکولومو وظیفی تنظیموی ، دکولمو التهاب ختموی ، دجسم څخه زاریات خارجوی ،جنجکۍ ختموی ،دشګر ناروغ ته ډیره فایده کوی د روماتیزم عرق نسا او د بندودردونه ختموی ، هغه کسان چی دمعدی تیزاب یی ډیر وی وهغو ته ډیره ګټه رسوی دغالبوزو ، غوماشو ، مچمچۍ پر خو ړلی ځای که کښیښودل سی ډیره فایده کوی ، دپښتورګی دردونه ، التهاب ختموی ،دشرابو زاریات ختموی اود شرابو په بریښودلو کی ډیره فایده کوی ولی چی په کرم کی فوتامین ماده ده ،په کرم کی ویټامین وي وجود لری دجسم داخلی زخمونه جوړوی ، وینه ګاټه کوی دوینو دبیدو مخنوی کوی ، لمر وهلی ته ډیره ګټه رسوی او که کرم وټکول سی پر سوځلی ځای کښیښودل شی ډیره وسوځلی ځای ته ډیره ګټه رسوی ،دمخ پوست او دځوانانو دمخ دانو ته ډیره فایده کوی
په 100 ګرامه کرم کی لاندی مواد وجود لری
0.3 ګرامه پروتین 194ملیګرامه ګوګړ 6ګرامه غوړ80 ملیګرامه ویټامین سی 6ګرامه شکراو ومعدنی مواد 0.15ملیګرامه ویټامین بی150ګرامه فوسفور 0.12 ملیګرامه ویټامین 2بی 50ګرامه کلسیم 0.5 ملیګرامه ویټامین ای 1ګرام اوسپنه 0.183 ملیکرامه ویټامین وی

5 مارس 2007

اووکادوAvocado

اووکادو داستوائی سیمو یوه ونه ده دهغی میوه وناک ته ورته ده ، اووکادو ډیره ګټوره غذا ده ، اوو کادو میوه کله چی ښه پخه سی په هغه کی ویټامین ای زیات وی ،په اووکادو کی 11 ویټامین او 17 معدنی مالګی وجود لری په اوو کادوکی ویټامین دی او ویټامین اې زیات دی نسبتا و نورو میوو ته
په 100 ګرامه اووکادو کی لاندی مواد وجود لری
167 ګرامه انرژی ، 32 ملیګرامه ویټامین سی2.1 ګرامه پروتېن، 14 ملیګرامه ویټامین اې،
6.3 ګرامه کاربون هیدرات ، 604 ملیګرامه پوتاشیم،290 وېټامین ای ، 10 ملیګرامه کلسیم
0.11ملیګرامه وېټامېن بی یو ، 0.6 ملیګرامه اوسپنه، 0.20ملیګرامه وېټامېن بی دوه ،
56.7 ملیګرامه فولیک اسید،0.6ملیګرامه وېټامېن بی دری ، 10 ملیګرامه فوسفور
16.4 ملیګرامه غوړ ، 45 ملیګرامه مګنیزیم0.42 ملیګرامه وېټامېن بی شپږ ،4 ملیګرامه صودیم
مایرت Myrte

مایرت یو اروپایی ښکلی بوټی دی توری دانی او خوشبویه ګلان لری عربو په څو نومونو یادکړی دی لکه ( مریسین ، دمځکی ریحان ، قف وانظر یعنی (وردیرږه او وګوره ) دمایرت ګل ، پاڼی اومیوه ټوله داستعمال وړ دی
دمایرت فایدې قابض دی دنس ناستی او خولو ضددی ،وینه دروی ،دسږی دردونه ختموی رحم ته ډیره ګټه رسوی په هغه وخت کی چی وینه ډیره خارجیږی ،دمیرګیانو( صرع ) ناروغ ته ډیره ګټه رسوی هغه تشنج چی دمیرګیانو ناروغ ته پیښیږی هغه کموی ،دمیرت دپاڼو څخه یو ډول مقطری اوبه جوړیږی چی هغه ته ( دملائكو) اوبه وایی دپزی په پاکولو کی استعمالیږی ،میوه یی ډیرطاقت لری ، دمایرت پاڼواو ګلانو څخه داسی موا دجوړیږی چی دويښتانو په پریوللوکی کار ځنی اخستل کیږی
دمایرت میوه تازه خوړل کیږی او مربا هم ځنی جوړیږی او که وایشول سی بیا یی شربت چیښل کیږی

2 مارس 2007

ترتېزک Cress
ترتیزک زیاتی ګټی لری دترتیزکو پاڼی نارونه او تخم استعمالیږی په100 ګرامه ترتیزکو کی 45 ملیګرامه ایودین 200ملیګرامه کلسیم 140ملیګرامه ویټامین سی او ویټامین اې ، ویټامین بی ، ویټامین اچ اوسپنه ، ګوګړ ، فوسفور ، منګنیز، زرنیخ ، وجود لری ویل کیږی چی دمکروب ضددی ، دوینی سپین کرویات پیداکوی ،اشتها خلاصوی ، طاقت زیاتوی ،ويښتان قوی کوی اوویښتان درژیدو څخه ساتی ،دوینی فشار کموی ، بولی ډیروی او ریګ دپښتورګی او مثانی څخه خارجوی ، دچنګاښ دناروغې ضد دی ،دوینی فقیر ته زیاته فایده کوی ،دنیکوتین ضد دی ، دجسم څخه بادونه جزبوی ولی چی په ترنېزک کی کلوروفیل وجود لری ، دسږی څخه فضول مواد خارجوی او سږی پاکوی ، که دشاتو سره ګډ سی دتوری پاړسوب سموی ،دزنګنو دردونه ختموی په ګران هیواد کی تازه خوړل کیږی او په نورو هیوادو کی یې تخم دیادشو ناروغیو دپاره خوری یوه کاچوغه دتیتیزکو تخم په یوه ګلاس شیدو کی سهار په وچه خوا خوړل کیږی
دپام وړ هغه کسان چی دمعدې تیزاب یې ډیر وی اود معدی حساسیت لری هغه دی یې نه خوری ،هغه کسان چی دوینی فشار یې ټیټ وی هغه دی هم نه خوری ولی چی دوینی فشار کموی

کېله Banana

کېله Banana

کېله ښه غذا ده ,که دری دانی کیلې دورځی وخوړل شی نو جسم به نیمه حیصه دکلسیم پوره کړی او دکیلی کلسیم په بدن ډیر ښه هضمیږی تر کلسیم د دپيو او فنیر
په کېله کی ویټامین سی ډیر دی ,دجسم توازن سالم ساتی ولی چی په کیله کی ويـټامين بى وجوى لري ,دسترګو ته ډیره فايده رسوي ، دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی ، دکېلی خوړل وماشومانو ته ډیره ګټه رسوی
کېله باید خوړینه سی او دماشوم دپیو په جوشک کی دپیو سره یو ځای په ماشوم وخوړل سی ، دروماتیزم ناروغ ته ډیره فایده رسوی ،په کیله کی پوتاشیم وجود لری شرایین دبندیدو څه ساتی اوپه پښتورګی (بډوکی ) کی دمالکی دجمع کیدو مخنوی کوی په 100 ګرامه کیله کی لاندی مواد وجود لری
73.5 ګرامه اوبه، 500ملیګرامه تریو مانیک ، 1.3 ګرامه پروتېن، 1 ملیګرامه صودیوم
0.4 ګرامه غوړ ، 4.20 ملیګرامه پوتاشیم ،0.008ګرامه کولیسترول 8 ملیګرامه کلسیم
24 ګرامه کاربون هیدرات ، 0.64 ملیګرامه مګنیزیم ، 0.5 ګرامه توپاله ، 31ملیګرامه منګانیز
430 وحده دولی وېټامین الف ، 0.6 ملیګرامه اوسپنه ،0.09 ملیګرامه وېټامین ب ،10.20ملیګرامه مس 0.06ملیګرامه وېټامېن ب ،228 ملیګرامه فوسفور ، 0.6 ملیګرامه تریو نیکوتیک ،12 ملیګرامه ګوګړ10 ملیګرامه وېټامېن سی ،125 ملیګرامه کلورین ، 0.37 ملیګرامه وېټامېن اې ، 150 ملیګرامه تریو ستریک ،0.5 ملیګرامه وېټامېن ب6 ، ،88انرژی ، 0.20 ملیګرامه تریو بانتوثنیک6.4 ملیګرامه تریو اوکسالیک
دپام وړ کیله دشکری ناروغ، چاغ ، او اینی ناروغ ته ضررناکه تمامیږی باید
دکیلی څخه پرهیز وکړی