23 نوفمبر 2014

فلج ( شلل )


فلج ( شلل )

فلج اکثره وخت دډیری  ويری ، غم او ډیری خوابدي څخه وی  ،کله چي وينه په ډیر قوت او سرعت سره وزړه یا دماغ ته ورسيږی ، یا فلج ، ددماغ سکته  او یا دزړه سکته پیښږی .

که چیری انسان ته ډیر درد ورسي او یا ډیر خوابدی سي باید ځان دالله جل جلاله په یاد مشغول کړی،  او فکر په بل څه اخته کړی،   په  یخو اوبو غسل وکړی،  او پر سر باندی یخی  اوبه واچوي  ، ولی چي سړې اوبه دوينی جوش   دخدای په امر کموي .

وروسته یو څو دانی وچ انځر وخوری،  ولی چي انځر کوچني جلطه راکشوي،  او یاایشولی  نعناع او شونډ وچیښی ، او هم دا رنګه که تګ وکړی دبلغمو تاثیر کمیږی .

خدای دې نه کوي که سړی فالج ووهي  بیا نو باید بیله ځنډه ناروغ وډاکتر ته ورسول سي  .

هیره:

دهیری لوي لامل بلغم دی چي پر ماغ باندی پریوزی ، ولی که په دماغ کي بلغم تر خپله اندازه ډیر سي ،وینه  ددماغ وټولو اجزاو ته سمه نه رسيږی ،  او دماغ خپل طبیعی کار نه کوي.

سبب  یی یا به نفس به عشق اخته وي ، یا به کم خونی وي،  او یا به د ډیرو بلغمی شیانو خوړلو څخه وي .

هغه شیان چی ودماغ  او حافظی ته ضرر رسوي :

  • ډیر پیاز خوړل .
  • ډیری مستې خوړل .
  • ډیر ګشنیز خوړل .
  • ډیر باغلی خوړل .
  • زعفران ډیر استعمالول .
  • لوبیا ډیره خوړل .
  • کاهو ډیر خوړل .
  • ډیر هم اوغم او دفکر خرابوالی .

13 نوفمبر 2014

دسر ناروغي




دانسان په دماغ کي رطوبت ډیر وی ، دغه رطوبت باید پاک سي  په رحم کي وی (زیات رطوبت باید پاک سي ) او که په بدن کي  تر زیږیدولو وروسته .

که دغه زیات رطوبت پاک نه سي،  کیدای سي چي په دماغ  ، رګو او یا نزله کي دځینو ناروغيو سبب سي .

دسردرد

دانسان د دماغ پیچیده جوړښت خاصتا دماغ     داجتماعی ستونزواو د ژونددسختو حالاتو، ډیر ی پریشانی او ستړیا  څخه پر سردرد کيږی، دلته یو څه  هغه شیان لیکم ، چي دمزمن درد لامل کيږی .

*دسر هغه درد چي دپاړسوب څخه پیداسوي وي .

سر ډیر درد کوي ، لکه  سر  چي په چکوش  وهل کيږی ، تبه هم ورسره وي ،او سترګی سرې او دسترګو رګونه هم  تک سره  وي،  تر څو پوری چي  پاړسوب وي دسر دردهم وي .

* بل هغه دسردرد دی چی سترګی درد کوي ، داسي وي لکه دبهر څخه چي په  دماغ یو شی ننوزی .

 

د سردرد نښی  نښانی چي دهغه سره دبدن یو بل غړی هم شریک وي

*که دسر درد دمعدې څخه وي.   دسر مینځ ( کلګی )دردکوي، او معده هم درد ورسره کوي ،که څوک وږي بیده سي، دمعدې په خوله باندی  ترخی اوبه راسي  پر سردرد سي .

* که دسر درد داینې څخه وي. اینه به درد وکړی ،او وروسته به   دسرپر  راسته اړخ  درد سي .

* که دسر درد دتوری  څخه وي.توری  به درد وکړی ،او وروسته به   دسرپر  چپ اړخ  درد کیږی .

*که دسر درد پونډي او پښو  څخه وي.  نزله او ټیکونه به درد کوي ، او داسي ا حساس به  کوي چي میږیان یی به پښو کي روان دی ، که پښی ټکور  کړی،  او ګرمی اوبه پر واچوي درد به ارامیږی .

* که دسر درد دپښتورګی   څخه وي. پښتوګی   به درد وکړی، وروسته به دسرکلګۍ او دسر د شاه برخه درد وکړی  ، او سربه  پرله وګرځی  ، ددردځای څخه  به میږی میږی پیل او دسر کلګی ته به ورسيږی وروسته  به سر پرله و ګرځی .

*دنفاس په نارغیو کي درحم دپاړسوب څخه هم پرسر درد کيږی .

* که دسردرد تر عادت وروسته ( وتشناب ) تر تګ وروسته سم سي . دا رنګه دسردرد دقبضیت څخه وي ،باید  نرم کونکي  شیان وخوړل سي لکه دښون ( زیتون) تیل  ، انځر،سوپ   ، سناـ  وخوری  .......

دسر ددرد مقدمات :

الله جل جلاله پرخپلو بندګانو  فضل اوکرم کړی دی ، دیوی ناروغي  تر راتګ  نه مخکي دناروغي  دمقدماتو څخه انسان پوهیږی،  چي یوه ناروغي راتلونکي ده .

دسرددرد مقدمات :  بیله کوم علته خوابدی ، هیره ،  دسردرد ، بد خوبونه لیدل ، خپسکه ، دمخ درنګ ژیړوالی ، په خبرو کي غلطیدل ،ژبه ژوول دی .

 

هغه شیان چي دسردرد پیدا کوي :

دبعضوشیانو ډیر خوړول دسردردلامل ګرځی   او پر حواسوباندی هم تاثیر کوي  لکه

*هوږه ،پیاز ، دال ، زعفران ، مستې ، باغلی ، بانجڼ ، ملۍ ، جرجیر ، ګندنه ، توت ، ترخې کونډری ، ملخوزی .

*دتوند لمر او بادڅخه  دسردرد پیداکيږی .

*د نشیی  توکود استعمال او شرابو چیښلو څخه  .

* دوينی دفقر( کم خونی )څخه   دسر درد پیداکيږی  .

ددماغ دقوت او دسردرد علاج :

پیسته، بادام ، شونډ ،لبان الذکر (ترخې کونډری ) ، لونګ  دسردرد دپاره  فایده کوي .

دګل بابونه چای  چیښل دسردرد ته فایده کوي .

نوټ : دنوموړی  علاج استعمال د وخت په لحاظ په  اشخاصو کي ، دعمراو  بدن  له کبله بیل دی    کيدای سي چي یوه میاشت یا دوي میاشتی وخت په بر کي ونیسي .

دپام وړ : دهری ناروغي دپاره باید دهغی ناروغي متخصص ډاکترته  مراجعه وکړی او  لازم معاینات وکړی .