23 سبتمبر 2012

پر انسان ددوبی ، منی اوژمی دفصل اغیزې

ددوبي فصل :-
ددوبی فصل دسرطان  دمیاشتی داولی نیټې    چي  د 22 /جون سره سمون خوری   پیل کيږی اوتر  31  دسنبلې چي  22 سپټمبر  سره سمون خوری  دوام کوي .
 ددوبی فصل خشک  او ګرم دی ، د( بلغم ، صفرا ، سوداء ) اخلاط نرم او ويلی کيږی، دبدن قوت  کمیږی،  دصفرا
 اندازه ډیریږی ، او صفراوي ناروغي ډیریږی ، لکه جلدی ناروغي ، دسرد درد ناروغي  ، اوهم دا رنګه   بلغم او وينه
 کمیږی ، دنس ناستی ناروغي ډیریږی ، کولمی ښوي کيږی  ....    ددوبی په موسم کي  باید دصفرا ضد خواړه وخوړل
سي،  لکه لیمون او کورتوبه .
او ددوبی په اخیر کي  سوداءوي مواد  ‌ډیریږی  .

دمنی فصل  :-
دمنی فصل د میزان دمیاشتی دلمړی نیټې څخه چی د23د سپټمبر  سره سمون خوری  پیل بیا د30 دقوس چي د 21
ډیسمبر سره سمون خوری    دی.
 د منی فصل یخ او وچ دی سودواوي مواد ډیریږی ، او سودواوي ناروغیانی ډیری وي،  لکه قوبا ، وسواس او ځنی
 خبیث مرضونه, چی ولمرته  دګرځیدو وروسته ويخ ته کښیناستل  اودمیوو دخسا ( خرابیدو) څخه پیداکيږی .
په منی کي وينه کمیږی او توري لويږی ، دعرق نساء  ، ملا  ، ورنو ،  سکتې او سږو دناروغيو ويره وي   ,دمنی په
 موسم کي باید  دهغو غذایی توکو دخوړولو سره احتیاط وسي ، لکه دغوایی  او سيرلی غوښی  ، بانجڼ  ، ګازی
 اوبه ( پیپسي ، مرندا  .............)  .
دبدن څخه دسودواوي موادو دخارجولو دپاره  افتیمون  او دپنیر اوبه  وچیښل سي ، چي  دبدن څخه سودوا جارج
 سي ، او یا انځر او انګور وخوړل سي   په شرط ددې چی دانګور او انځر تر خوړولو وروسته سمدلاسه  اوبه ونه
 چیښل سي،  که    یو یا دوه ساعته وروسته اوبه وچیښل سي   څه باک نه کوي .

دژمی فصل :-
 دژمی فصل دعقرب دلمړی نیټې څخه پیل چي د22  دډیسمبر سره سمون خوری بیاتر29  حوت چي د  20 دمارچ سره
 سمون خوری دوام کوي،   دژمی په فصل کي رطوبت  او یخنی وي  په ژمی کي  میوې لږ وي ،هاضمه سمه وي، او
 بلغمی ناروغي ډیری وي،  لکه ذکام ، ریزیشت ، دستونی او سږی ناروغي دسرمزمن درد ،  سکته ، میرګیان ، فلج
، جلطه ، بلغمی مواد  .
باید دژمی په فصل دهغو شیانو څخه پر هیز وسی  چي یخ مزاجه وي لکه مستې ، بادرنګ ، کډو او یخ مشروبات  او
 ددې پر ځای ګرم  مزاجه شیان لکه خورما ، عسل ، شونډ ، انځرو خوړل سي، او هم داډول خپل ځان دیخنی  څخه  په
 ګرمو جامو  پټ کړسي .