28 يوليو 2007

خواږه ویلنېFennel

خواږه ولنې یا بادیان
Fennel
فقد ورد عن السنوت عدة أحاديث، فقد ورد عن إبراهيم عن أبي عبلة قال: سمعت عبدالله ابن أم حرام وهو ممن صلى مع النبي صلى الله عليه وسلم القبلتين "عليكم بالسنا والسنوت، فإن فيهما شفاء من كل داء". اخرجه ابن ماجة في السنن. وذكر عبدالملك بن حبيب قال: عن أنس بن مالك رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال "عليكم بأربع فيهن شفاء من كل داء إلاّ من السام (وهو الموت)السنا والسنوت والثغاء والحبة السوداء"

خواږه ولنې موږ اوتاسو ښه پیژنو او په هر کور کی موجود دی رنځ پوهان یې په عربی سنوت ، شمر، رازیانج نوموی علمی نوم یې Foeniculum vulgare دخوږو ولنو دانی او تازه پانی استعمالیږی
په خوږو ولنو کی Anethole او Fenchonp h, مرکب Esthagole او ویټامین ای ، بی، سی ، فوسفور ، کلسیم ، ګوګړ ،اوسپنه او پوتاشیم وجود لری

اولين رنځپوهان وایې خواږه ولنې سده خلاصوی او دید زیاتوی ، شیدې ډیروی ، بولی زیاتوی ، ډبره ویلي کوی ، دګیډی بادونه سموی او که دود سی دسر درد سموی دزاریاتو ضرر کموی
نوی څیړنی ښی چی المان ثابته کړی ده چی خواږه ولنی دافضله طبی بوټو څخه شمیرل کیږی دمعدې سټریا سموی، او دهضم مشاکل ، باد او بریښ یو ښه درمل دی ښه طریقه دخوړو یې داده چی خواږه ولنې میده سی اود یوه ګیلاس شېدو سره وچیښل سی دهغو ماشومانو چی عمر یې تر دوه کلنی پورته وی دباد او بریښ دپاره یوه کوچنې کاچوغه میده خواږه ولنې و یوکوچنی ګیلاس اوبو ته ورواچوی او 15 دقیقې یې پریږدی بیا یې صاف کړی او دخوږو ولنو صافی کړل سوی اوبه دماشوم په شېدو کډی کړی
علما دا هم وایې چی په خوږو ولنو کی استراجول مرکب دی ددی تاثیر د ښځینه هورمون سره یوشانتی تاثیر لری یعنی ښځینه هورمون زیاتوی او دنارینو جنسی رغبت کموی
خواږه ولنی بلغم لیری کوی او تنفسی جهاز ته زیاته ګټه رسوی ، نس ناستی چی دمیکروب له وجهی منځ ته راغلی وی هغه نس ناستی سموی
دخوږو ولنو دخوړولو طریقه :
»دهضم داضطراب او قبض دپاره یوه دمستو کاچوغه میده خواږه ولنی په یوه ګیلاس اوبو کی 20 دقیقې واچوی وروسته ټوله وچیښی دوه وخته سهار او ماښام

» دبولی مشلاتو دپاره لکه دپښتورګی ډبره یوه کاچوغه میده خواږه ولنی او یوه کاچوغه دخوږو ولنو میده نارونه په یوه ګیلاس ایشل سوو اوبو کی 15 دقیقې پریږدی وروسته ټوله چیښل کیږی یو ګلاس سهار او یو ګیلاس ما ښام
» خواږه ولنی او دخوږو ولنو نارونه ټوله وایشوی دخولی او ورۍ داتهاب دپاره یې غرغړه کړی
» دماشو مانو دنس دبریښ دپاره دخوږو ولنو پاڼی وایشوی وماشوم ته ایماله ورکول کیږی
خواږه ولنی وټوخ ، ربو ، دحنجری التهاب ، پښتورګی ، مثانې او مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی
حامله میرمن که لږ څه خواږه ولنی وایشوی او یې وچیښی دمعدی اضطراب ، دګیډی بادونه، قی ، دسر ګرځیدل سموی
دماشوم مور که دورځی دوه یا دری کوچنی ګیلاسه ایشول سوی خواږه ولنی وچیښی شېدی یې ډیروی

دخوږو ولنو خارجی استعما ل :
» دخوږو ولنو نارونه که وایشول سی او غر غړه سی دورۍ او خولی التهاب ته زیاته ګټه رسوی او هغو کسانو ته چی لوست او لیکل زیات کوی که سترګی په ټاکور سی وستر ګو ته زیاته ګټه رسوی او دسترګو ستړیاختموی
» دخوږو ولنو تازه پاڼی که ددو پښو تر مځ زخم باندی وتړل سی زخم جوړوی
»که وایشول سی او پر ګیډه وتړل سی دګیډی دردونه سموی
دپام وړ : که دخوږو ولنو تیل زیات وخوړل سی دسرګرځیل ، بدن چکی کیدل ، او دزړه په حرکت کی سستی پداکوی
دپام وړ : بلاربی میرمنی دی خواږه ولنی زیات نه خوری که لږ څه په خوراکی موادو کی ګډوی پروانه لری لاکن دډیر خوراک څخه باید چی ډډه وشی

25 يوليو 2007

جواری

جوار
نان هوسی هغه څوک دی خوری چی وس یې لری
دجوارپه دانو کی نشا یسته ، پروتین ، غوړ ، کاروتینات ، استرولات او ویټامین ای ، بی او اچ وجود لری دجوار په جنین کی غوړ زیات دی او دهغو څخه تیل جوړوی چی موږ اوتاسو یې په پخلۍ کی استعمالو
په جوار کی یوبل مهم شئ چی موږ یې دجوارپه ویښتانو سره پیژنو علمی نوم یې cornsilkډیر طبی تاثیر لری دجوار په ویښتانو کی فلافونیدات ، یومهم مرکب Maysin او فلویدات اللانشین او صابونی مواد الوتونکی تیل او ویټامین کی ، سی او پو تاشیم وجود لری
امریکایانو دجوارددانو څخه اوړه جوړول د پړسیدلی او کو ټل سوی ځای په درملنه به یې کار ځنی اخستل کیده
دجوارپه ویښتانو کی پوتاشیم وجود لری و مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی ، بولی زیاتوی او دمثانی کا سموی وشاشبندناروغ ته زیاته ګټه رسوی( شاشبندی خلاصوی )
دجوار دویښانو نوی څیړنی ښیی چی دجوار ويښتان دترخی دصفرابند سوی افرازات ایله کوی او دزړه پلې قوی کوی او دهاضمې جهاز اراموی
دجوار دانو دجنین غوړی په وینه دکلوسترول د جمع کیدل مخنوی کوی وهغو نارغونانو ته ورکول کیږی چی د وینی فشار یې جګ وی دوی کاچوغی سهار ترنهاری دمخه اودوی کاچوغی ماښام تر ډوډی خوړولو مخکی چیښل کیږی
ایا کوم ضرر لری : که علاج په په صحییح ډول استعمال سی کوم ضرر نه لری
ماخذ : الحواج

22 يوليو 2007

ملخوزی fenugreek

ملخوزی fenugreek
ویل کیږی چی که خلګ دملخوزو په ګټه خبر سی نو به یې دسرو زرو په بیه رانیسی انګلیزی عالم کلیبر وایې که ټول درملونه دترازو په یوه پله کی واچوی او ملخوزی په بله پله کی واچوی نو به دملخوزو پله پر درنه سی
ملخوځی یا ملخوزی په انګلیسی قاموس کی fenugreek نوموی علمی نوم یې Trigonella foenum - graecum . اوپه عربی یې حلبه نوموی په اوردو میتی ورته وایې کوچنی دانی دی لکه ورجه چی دوی دری ټوټی کړی ژړ رنګ لری
ما هم دبوی په سبب نه خوړلی( یو ډول بوی لری لکه دکرک ) کله چی یې په فایده وپوهیدم اوس یې دورجو سره خورم چای یې جوړوم
دملخوزو بو ټی 20 – 60 سم جګوالی لری دوه کوچنی ښاخونه کوی په سر کی دری اوږدی پری پری پاڼی کوی کوچنی ژړ ګل کوی تر ګل وروسته دښکر په شکل غوزه کوی دیوی غوزی اوږدوالی تقریبا 10 سنتیمتر وی چی په دغه غوزه کی بیا دملخوزو دانی وی په ګران هیواد افغانستان کی یې میرمنی دنوی ماشوم تر پیداکیدو وروسته دورجو سره پخوی او دماشوم ومور او ورغلو میرمنو ته یې
وایی یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم دسعد بن آبی وقاص رضی الله تعالی عنه پوښتنی په مکه شریفه کی ورغلی او هغه ته یې رنځپوه الحارث بن کلده راوغوښتی هغه چی دسع بن ابی وقاص حال ولیدی نو یې ملخوزی د تازه عجوی خورما سره ګډه پخه کړه او وریې کړه کومه ناروغی چی دهغه وه هغه ناروغی یې جوړه سوه

دملخوځو فایدې : اشتها خلاصوی دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی وینه صافوی معده قوی کوی دماشوم دمور شېدې ډیروی په وینه کی شكر کموی
او هغه کسان چی دبولو دشکرناروغی ولری كه هره ورځ یوه کفه میده ملخوزی وخوری دزخم په جوړولو کی زیاته مرسته کوی تناسلی غدی په کار اچوی او نارینه ځواک قوی کوی بولی زیاتوی او دبدن څخه زاریات خارجوی قبض سموی دځیګر او ستونی ناروغی ته ډیره ګټه رسوی ( ټوخ ، دسږی التهاب ، ربو ، بلغم( که په نهاره وخوړل سی دګیډی چنجیان خارجوی که ملخوځی وایشول سی او غرغړه سی دستونی التهاب سموی
ملخوزی که د خورما ، انځر، ګبین (شات ) سره پخی سی او په نهاره وخوړل سی بلغم خارجوی او زوړ ټوخ سموی
دملخوزو فایدی زیاتی دی ما وتاسو ته لږ څه ولیکل

16 يوليو 2007

زعتر Thyme

زعتر Thyme
سعتر یا صعتر ، زعتر ، هم نومول کیږی زعتر ښه عطری بوی لری او خوند یې لږ تریخ دی

زعتر دوه ډوله دی یو یې کرل کیږی او بل ډول یې په دښت او غرونو کی راشنه کیږی علمی نوم یې Thymus Vulgaris په ېب کی یېپاڼی او هغه څانګی چی ګلان یې کړی وی استعمالیږی خوړل یې داسی دی لکه چای په اوبو کی ایشول کیږی اوښهبه داوی چی په ترمس کی واچول سی او ایشول سوی اوبه ورواچول سی پسله څو دقیقو وچیښل سی دیوه ګیلاس دپاره نیمه دمستو کاچوغه کفایت کوی
زعتر ښه عطری بوی لری تر ټولو ښه زعتر درومانیا زعتر دی
دزعتر فایدې :
دحلق او حنجرې درد ته فایده کوی
دغاښو درد اراموی او ورې ته ګټه رسوی
معده په کار اچوی او دګیډی بادونه ورکوی خواړه هضموی
ټوخي اراموی او تنفسی جهاز ته ډیره ګټه کوی
دوینی جیریان ګړندی کوی
شراین پراخوی او زړه ته ډیره فایده لری وسګریټ څکونکو ته ډیره ګټه کوی
دپښتورګی درد اراموی او دمسالک بولی او مثانې التهاب جوړی
په وینه کی کولسترول کموی
دګیډی څخه سپڼسکی چنجیان خارجوی
دروماتیزم ، بندونو او عرق نساء دردونه اراموی
دمناعی سیستم قوی کوی
اشتها خلاصوی
که دزعتر په تیلو دسر پوټکی غور سی ویښتان تینګوی او ویښتان زیاتوی
زعتر که دلونګو سره په اوبو کی وایشول سی او یخولو وروسته په خوله ولغړول سی او یا شنه زعتر وژول سی غاښونه دخرابیدو څخه ساتی
اولنو به زعتر او دزیتون تل وماشومانو دنهاری سره ورکول ددی دپاره چی ماشوم دماشوم ذکا قوی سی
دپام وړ : زعتر لږ قبض پیداکوی باید دزعتر تر چښلولو وروسته یوه کاچوغه دزیتون تیل وچیښل سی

12 يوليو 2007

جنسیج

جنسیج
جنسیج یو ډول طبی بوټی دی په کاناډا ، جاپان او چین کی کرل کیږی چی هغه دمځکی روح هم ویل کیږی دهغه څخه دجنسیج په نوم یوډول دطاقت کولی جوړیږی علکماو کشف کړی ده چی جنسیج که څلویښت دقیقې مخکی تر غذا خوړولو وخوړل سی په وینه کی شکر کموی الدكتور فلاديمير فوكسان وایې جنسیج دشکر دناروغی ډیر ښه درمل دی
دجنسیج فایدی :
جسم ته ښه طاقت ورکوی
جنسی طاقت زیاتوی
ذاکره قوی کوی
په وینه شکر کموی
اشتها خلاصوی
هاضمه سموی
دسر درد ختموی
دوینی دوران سموی
په وینه کی هیمو ګلوبین زیاتوی
دزړه پلې قوی کوی
واینې ته ډیره ګټه رسوی
دپام وړ : امید واره میرمنی ، شیدو خوړونکی ماشومان ، او نابالغه ماشوم او هغه کسان چی Nardil Marplan درمل استعمالوی باید جنسیج ونه خوری

9 يوليو 2007

انیسون

انیسون ( شطه)


انیسون یونانی کلمه ده موږ وهغه ته شطه یا شطه هندی وایو په شکل رنګ دسپیرکۍ دی
په انیسون کی Anitol , Inene , limonine , Safrol ماده او فروتین 2٪ غوړ 3٪ کربوهیدرات 27٪ وجود لری
دیانسون فایدې :
په اوبو کی ایشول سوی انیسون دګیډی بادونه ، بریښ ورکوی او خواړه هضموی
انیسون دټوخ دپاره په ډیرو درملنو کی استعمالیږی ټوخ اراموی او بلغم ورکوی
دحلق درد او داډو دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی
بولی ډیروی
اعصاب اراموی او سردرد دپاره ډیره فایده کوی
که میرمونو ته دماشوم دپیداکیدو په وخت ایشول سوی
انیسون ورکول سی زیږیدنه اسانه کوی
دماشوم دمور شیدی زیاتوی
که دماشوم په شیدو یوه کاچوغه ایشول سوی شطه ګډه سی دګیډی بریښ درد به یې سم سی ماشوم به ارام بیده سی

8 يوليو 2007

ګل بابونه Chamomile

ګل بابونه Chamomile
دګل بابونه فایدې :
ګل بابونه لکه شای داسی استعمالیږی ښه طریقه یې داده چې هغه په ترموس کی واچوی او اېشولې اوبه ور واچوی څو دقېقې یې سر ور پټ کړی بیا یې وچښې
په ګل بابونه کی Anthamic Acid ماده ، Anthamedineماده ، Matricarin ماده او Prochamazulene ماده وجود لری
بابونه ګل فایدې :
»دتنفسی جهاز دالتهاب ، او پاکولو دپاره ډیر فایده کوی
» دګېډی برېښ ، بادونو ، تشنج اودکېډی پاکوالی دپاره ډیره فایده کوی
» ډوډۍ هضموی
» اشتها خلاصوی
» صفرا ( ژړ )خارجوی
» تو دوخه(تبه) کموی
» دمسالک بولی ،او سوزک دپاره ډیره فایده کوی
»دمېرمنو دمیاشتنی عادت درد ونه اراموی
» دمعدې اوکولمو دزخم دردونه اراموی
» خوب جلبونکی خاصیت لری
» دماشومانو دستونه (امل) دروی
» دپوست خارجې التهاب ، زخمونو ، اودنوکانو التهاب دپاره فایده کوی
» دسرددرد پاره که ګل بابونه واېشول سی او پښې تر بېدېدو دمخه په ګرم اېشول سوی ګل بابونه کی کېږدی دسر درد به یې ارام سی
دپام وړ : دورځې تر دوه ګیلاسه اضافه دبابونه ګل چیښل ښه نه دی ولی چې دسر دروند والې او سر کرځیدل اوکله د باکۍ احساس پیداکوی